کورپاڼهلیکنېافغانستانسیمهنړۍ
ادب
ادب
لیکوالان او شاعران
کره کتنه
لنډې کیسې
شعر
هنر
کلتورحقیقت موندنهټکنالوژي او اقتصاد
ګالري
تصویرونه
ویډیوګانې
کورپاڼهلیکنې
ادب
ادب
لیکوالان او شاعران
کره کتنه
لنډې کیسې
شعر
هنر
افغانستانسیمهنړۍکلتورحقیقت موندنهساینس او ټکنالوژي
ګالري
تصویرونه
ویډیوګانې
لټون
رسالتد فکر او هویت سنګر

رسالت یو غیر انتفاعي کلتوري آرشیف دی چې د میراث ساتنې او شریکولو ته ځانګړی شوی دی

د ژورنال ګډون وکړئ

وپلټئ

  • لیکنې
  • ادب
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړۍ
  • کلتور
  • حقیقت موندنه

اړیکه

  • زموږ په اړه
  • اړیکه
  • لیکوالان

© 2026 رسالت. ټول حقوق خوندي دي.

د کلتور لپاره په مینه جوړ شوی.

مقالې

د نېواک پر ضد د ازادۍ انګازې

د کشمیر سیمه‌ییز حکومت که د خلکو د اقتصادي او ټولنیزو غوښتنو د ځواب ویلو مسؤلیت لري خو له بلې خوا د مهمو سیاسي او اداري پرېکړو واک په بشپړ ډول په خپل اختیار کې نه لري.

رسالت کلتوري مرکز۴۲
د نېواک پر ضد د ازادۍ انګازې cover

د پاکستان تر ولکې لاندې کشمیر یو ځل بیا د پراخو ولسي لاریونونو او سیاسي کړکېچونو شاهد دی. په وروستیو ورځو کې د سیمې په بېلابېلو ښارونو، په ځانګړي ډول راولاکوټ او مظفراباد کې زرګونه کسان سړکونو ته راوتلي او د حکومت پر ضد یې خپل اعتراضونه څرګند کړي دي. په دغو لاریونونو کې د ښځو، ماشومانو، ځوانانو او سپین‌ږیرو ګډون هم د دې ښکارندوی دی چې اعتراضونه یوازې د یوې سیاسي ډلې تر محدودو غوښتنو نه دي پاتې، بلکې د سیمې د خلکو د پراخې نارضایتۍ بڼه یې خپله کړې ده.

د لاریونونو د ځپلو په اړه هم د نښتو، ډزو، نیونو او د لارو د تړل کېدو راپورونه خپاره شوي دي. د نومبر په پنځمه په راولاکوټ کې د امنیتي ځواکونو عملیاتو او له لاریون کوونکو سره د نښتو له امله د مرګ‌ژوبلې راپورونه خپاره شول. د کشمیر ټایمز د نومبر د پنځمې نېټې د راپور له مخې، په دغو پېښو کې لږ تر لږه درې ملکي وګړي وژل شوي او ۱۸ نور ټپیان دي. د لاریونونو تنظیموونکو، امنیتي ځواکونه د خلکو پر وړاندې له زوره په کار اخیستو تورن کړي دي.  

خو پوښتنه دا ده چې د پاکستان تر ادارې لاندې کشمیر کې د خلکو د دومره پراخې غوسې تر شا څه دي؟ ولې د سیمې خلک خپلو سیاسي، اقتصادي او ټولنیزو غوښتنو ته د لاسرسي  لپاره لاریونونو او اعتصابونو ته مخه کوي؟ او ولې د اسلام‌اباد او سیمه‌ییز حکومت هڅې تر اوسه د دې کړکېچ په مهارولو کې بریالۍ شوې نه دي؟

د اقتصادي او سیاسي محرومیتونو اوږده کیسه

د پاکستان تر ادارې لاندې کشمیر کې اوسني لاریونونه کومه ناڅاپي پېښه نه ده، ریښې یې د سیمې په اوږدمهاله اقتصادي او سیاسي محرومیتونو او د حکومتولۍ په جوړښت کې پرتې دي.

د الجزیرې د ۲۰۲۵ کال د اکټوبر د درېیمې نېټې د یوه تشریحي راپور له مخې، په دې سیمه کې د ولسي اعتراضونو یوه مهمه څپه د ۲۰۲۳ کال په مې میاشت کې هغه مهال پیل شوه چې خلکو د برېښنا، خوراکي توکو د لوړو بیو او د سبسایډۍ لرونکو غنمو د کمښت په  غبرګون لاریونونه وکړل.

د خلکو اقتصادي ستونزې ورو ورو د سیاسي او اداري اصلاحاتو له غوښتنو سره وتړل شوې او په پایله کې یې د حکومت پر ضد د پراخ ولسي خوځښت بڼه خپله کړه.

د دې ترڅنګ، د سیمې د خلکو یوه مهمه غوښتنه د حکومتي امتیازاتو او لګښتونو د کمولو، د دولتي ادارو د اصلاح او د سیاسي استازیتوب د عادلانه کولو په اړه ده. د لاریونونو مشران استدلال کوي چې د عامو خلکو پر اوږو د اقتصادي ستونزو دروند بار پروت دی، خو سیاسي او حکومتي جوړښتونه د خپلو امتیازاتو د ساتلو لپاره هڅې کوي.

په راولاکوټ کې د امنیتي ځواکونو عملیات؛ د کړکېچ نوی پړاو

د روان کړکېچ تر ټولو تاوتریخجنه پېښه د نومبر په پنځمه په راولاکوټ کې و شوه.

د راپورونو له مخې، امنیتي ځواکونو د ښار په یوه مهم ټرانسپورټي مرکز او شاوخوا سیمو کې د لاریونوالو د پرلتونو د ختمولو او د تړل شویو لارو د بېرته پرانیستلو لپاره عملیات پیل کړل.

د ولسي اقدام ګډې کمېټې غړي ادعا کوي چې امنیتي ځواکونو  سهار وختي پر لاریونوالو برید وکړ او ملکي وګړو ته یې مرګ ژوبله واړوله.

په دې عملیاتو کې د خلکو کورونو او د هغوی نورو شتمنیو ته هم زیانونه واوښتل.

 

د اسلام‌اباد او کشمیر اړیکې؛ د واک او خپلواکۍ مسئله

د پاکستان تر ولکې لاندې کشمیر  له نورو ایالتونو او سیمو سره توپیر لري، مظفراباد خپل سیمه‌ییز حکومت، لومړی وزیر او مقننه شورا لري خو د واک او پرېکړو په مهمو برخو کې د پاکستان مرکزي حکومت او پوځي جوړښتونه اغېز لري.

همدا وضعیت د سیمې د سیاسي جوړښت یوه اساسي ستونزه بلل کېږي.

د کشمیر سیمه‌ییز حکومت که د خلکو د اقتصادي او ټولنیزو غوښتنو د ځواب ویلو مسؤلیت لري خو له بلې خوا د مهمو سیاسي او اداري پرېکړو واک په بشپړ ډول په خپل اختیار کې نه لري.

د سیاسي چارو د څارونکو په باور، دا ډول جوړښت د مسؤلیت او واک ترمنځ واټن رامنځته کوي. کله چې خلک له اقتصادي ستونزو سره مخ شي، سیمه‌ییز حکومت د خلکو د نیوکو هدف ګرځي خو د دغو ستونزو د بنسټیز حل لپاره اړین واک او سرچینې ښایي د هغه په اختیار کې نه وي.

له همدې امله د کشمیر اوسني اعتراضونه یوازې د برېښنا، اوړو او حکومتي لګښتونو مسئله نه ده، بلکې د اسلام‌اباد او مظفراباد ترمنځ د واک، سیاسي استازیتوب او اداري خپلواکۍ د اړیکو په اړه هم ژورې پوښتنې راپورته کوي.

د پاکستان تر ادارې لاندې کشمیر وروستي لاریونونه یوازې د یوه سیمه‌ییز حکومت پر ضد د خلکو اعتراض نه دی، بلکې د واک، عدالت، اقتصادي سرچینو او سیاسي استازیتوب په اړه د یوې ژورې نارضایتۍ څرګندونه کوي.

د دغو لاریونونو یوه مهمه ځانګړنه دا ده چې د اقتصادي غوښتنو او سیاسي اصلاحاتو له محدودې دایرې وتلي او د نېواک پر ضد په یوه پراخ خوځښت بدل شوي دي.

م.ازاد

دا مطلب شریک کړئ

کلیدي ټکي

کشمیرلاریونونهاقتصادي وضعیتپاکستانپوځي رژیمسیاست

د لیکوال په اړه

رسالت کلتوري مرکز

ر