د انسانانو ترڅنګ د خوندي کار کولو وړتیا لرونکی نوی صنعتي روبوټ
Agility Robotics شرکت د Digit 5 په نوم نوی انسان ته ورته صنعتي روبوټ معرفي کړی چې په فابریکو، ګودامونو او نورو صنعتي مرکزونو کې د انسانانو ترڅنګ د خوندي کار کولو لپاره جوړ شوی دی. دغه روبوټ د دې وړتیا لري چې د انسانانو لپاره په جوړو شویو کاري چاپېریالونو کې تګ راتګ وکړي، درانه توکي ولېږدوي او بېلابېل صنعتي فعالیتونه ترسره کړي.
د انسان په څېر د روبوټونو د جوړولو په برخه کې د پام وړ پرمختګ شوی دی. د Agility Robotics شرکت د Digit 5 په نوم نوی انسان ته ورته صنعتي روبوټ معرفي کړی چې په فابریکو، ګودامونو او نورو صنعتي مرکزونو کې د انسانانو ترڅنګ د خوندي کار کولو لپاره جوړ شوی دی. دغه روبوټ د دې وړتیا لري چې د انسانانو لپاره په جوړو شویو کاري چاپېریالونو کې تګ راتګ وکړي، درانه توکي ولېږدوي او بېلابېل صنعتي فعالیتونه ترسره کړي.
د Digit 5 یوه مهمه ځانګړتیا دا ده چې د پخوانیو صنعتي روبوټونو په څېر د فعالیت لپاره ځانګړو حفاظتي موانعو ته اړتیا نه لري، بلکې کولای شي له کارکوونکو سره په یوه ګډ کاري چاپېریال کې فعالیت وکړي. د دغه روبوټ په جوړولو کې د شرکت پخوانۍ تجربې او د صنعتي شرکتونو غوښتنې په پام کې نیول شوې دي. د Digit پخوانیو نسلونو تر دې مهاله په صنعتي چاپېریالونو کې له ۶۵ زرو ساعتونو څخه زیات کار کړی او د همدې تجربو پر بنسټ په نوي نسل کې د خوندیتوب، فزیکي وړتیاوو، چارج کولو او د بېلابېلو دندو د ترسره کولو برخې پیاوړې شوې دي.
د Agility Robotics اجرائیوي مشرې پېګي جانسن، ویلي چې Digit 5 د هغو مهمو خنډونو د لرې کولو لپاره جوړ شوی چې په صنعتي چاپېریالونو کې یې د انسان ته ورته روبوټونو پراخ استعمال محدود کړی و.
دغه روبوټ په یوه پرمختللي خوندیتوب سیستم سمبال دی چې د مصنوعي ځیرکتیا او بېلابېلو حس کوونکو وسایلو په مرسته شاوخوا انسانان پېژني او د هغوی د خوندیتوب لپاره مناسب غبرګون ښيي.
کله چې یو انسان روبوټ ته نږدې شي، دغه سیستم کولای شي د وضعیت له مخې د روبوټ حرکت ودروي، هغه له انسان څخه لرې کړي یا یې د ناستې په حالت کې وساتي. په دې توګه روبوټ پوهيږي چې انسانان شته او د احتمالي ټکر د مخنیوي لپاره خپل حرکت تنظیموي.
سربېره پر دې Digit 5 د څراغونو او غږیزو نښو په وسیله نږدې کسانو ته د خپل حرکت او فعالیت په اړه خبر ورکوي، څو کارکوونکي پوه شي چې روبوټ کوم لوري ته روان دی او څه ډول فعالیت ترسره کوي؟
په دې روبوټ کې یو خپلواک کنټرولوونکی سیستم هم ځای پر ځای شوی چې د انسان او روبوټ ترمنځ واټن څاري. که ټاکل شوی خوندي واټن له ګواښ سره مخ شي، دغه سیستم سمدستي د روبوټ حرکت کنټرولوي. د همدې ځانګړتیاوو له امله Digit 5 په ګډو کاري چاپېریالونو کې د فعالیت لپاره غوره ګڼل کيږي.
دغه روبوټ کولای شي تر ۵۰ پونډه یعنې شاوخوا ۲۲.۷ کیلوګرامه وزن په تکراري ډول پورته کړي. د پښو په سیستم کې یې د Cycloidal Actuator ځانګړې ټکنالوژي کارول شوې چې د درنو توکو د پورته کولو او د روبوټ د حرکت په برخه کې مرسته کوي. د Digit 5 لوړوالی ۱.۸۱ متره او وزن یې ۱۲۹ کیلوګرامه دی. دغه روبوټ کولای شي تر ۲.۲ مترو پورې لوړ ځای ته لاسرسی پیدا کړي.
د دې فزیکي ځانګړتیاوو له مخې، Digit 5 کولی شي له هغو دروازو، لارو، الماریو او کاري ځایونو څخه استفاده وکړي چې د انسانانو د تګ راتګ او فعالیت لپاره جوړ شوي دي. له همدې امله، د دې روبوټ د کارولو لپاره د صنعتي مرکزونو د جوړښت د پراخو بدلونونو اړتیا نه لیدل کېږي.
د Digit 5 په نوي نسل کې د برېښنا د زېرمه کولو او بیټرۍ د چارج کولو سیستم هم ښه شوی دی. دغه روبوټ له نوې بیټرۍ څخه ګټه اخلي چې د شاوخوا ۹۰ دقیقو فعالیت لپاره انرژي برابروي او په نږدې ۹ دقیقو کې بېرته چارج کېدای شي.
د شرکت د معلوماتو له مخې Digit 5 په ۲۴ ساعتونو کې له ۲۰ ساعتونو څخه زیات کار کولی شي. د دې روبوټ د فعالیت او چارج کولو تناسب هم د پخواني نسل په پرتله لوړ شوی دی.
Digit 5 د توکو د نیولو ځانګړی جوړښت لري چې له مخې یې د اړتیا پر مهال بېلابېل کاري وسایل ورسره نښلول کېدای شي. د وسایلو د بدلولو دغه وړتیا روبوټ ته اجازه ورکوي چې د یوې ځانګړې دندې پر ځای د بېلابېلو صنعتي فعالیتونو لپاره وکارول شي.
د بېلګې په توګه، دغه روبوټ کولای شي د توکو د انتقال لپاره ځانګړي نیوونکي وسایل وکاروي، په ماشینونو کې پرزې ځای پر ځای کړي، د توکو د ترتیب او بسته بندۍ په چارو کې برخه واخلي او د تولید شویو محصولاتو کیفیت وڅېړي.
همدارنګه، Digit 5 روبوټ د زده کړې ځانګړی سيسټم چې د مصنوعي ځیرکتیا په اساس جوړ شوی دی هم لري. د دغه سیستم په مرسته روبوټ د بېلابېلو کاري دندو د ترسره کولو وړتیا ترلاسه کوي.
په دې دندو کې له الماریو څخه د توکو ښکته کول، بېرته اېښودل، په ماشینونو کې د پرزو ځای پر ځای کول، د تولید لپاره د توکو ترتیب او چمتو کول، د محصولاتو د کیفیت ارزونه او لېږد لپاره د محصولاتو چمتو کول شامل دي.
Digit 5 روبوټ د Agility Arc په نوم له یوه کلاوډي سیستم سره هم وصل دی. دغه سیستم د روبوټونو د فعالیتونو د څارنې او مدیریت لپاره جوړ شوی دی او له لارې یې د روبوټونو کاري بهیرونه اداره کېږي.
دغه روبوټونه د نورو اتومات وسایلو او مدیریتي سیستمونو سره هم همغږي کېدای شي، څو د توکو د انتقال، تولید او نورو صنعتي فعالیتونو بهیر په منظم ډول پر مخ ولاړ شي.
د دې سیستم په مرسته د روبوټونو د فعالیتونو څارنه او د هغوی د کاري دندو تنظیمول اسانه کېږي او په یوه صنعتي مرکز کې د څو روبوټونو د فعالیتونو همغږي هم ممکنه کېږي.
د Agility Robotics شرکت د معلوماتو له مخې، د Digit پخواني نسلونه نږدې درې کاله کېږي چې په سوداګریزو او صنعتي مرکزونو کې فعالیت کوي. په هغو شرکتونو کې چې له دغو روبوټونو څخه یې استفاده کړې، GXO، Schaeffler، Amazon او Toyota Motor Manufacturing Canada شامل دي.
شرکت همدارنګه ویلي چې د ۲۰۲۶ کال تر مې میاشتې پورې یې د Digit 5 لپاره د څو کلونو د قراردادونو له مخې له ۳۰۰ میلیونو ډالرو څخه زیات فرمایشونه ترلاسه کړي دی.
ياد شرکت زياتوي چې د خپلو روبوټونو تولید لپاره د امریکا د اورېګون ایالت په سېلم ښار کې د RoboFab په نوم ځانګړې فابریکه لري. د دغې فابریکې مساحت ۷۰ زره مربع فوټه دی او د بشپړ تولید په صورت کې په کال کې د ۱۰ زرو روبوټونو د جوړولو وړتیا لري.
شرکت پلان لري چې د Digit روبوټونه د شمالي امریکا له بازار څخه بهر اروپایي ټولنې او بریتانیا ته هم وړاندې کړي. د دې پلان له مخې، د Digit روبوټونو د تولید او بازارموندنې لړۍ به له امریکایي بازار څخه نورو نړیوالو بازارونو ته هم پراخه شي.
