د ایران جګړه او ټرمپ؛ ډیموکراټان ولې بریالي شول؟
د امریکا ولسمشر په ناسم ډول انګېرله چې پر ایران جګړه به دغه هېواد تسلیمېدو ته اړ کړي او په پایله کې به یې د امریکا او اسراييل تر نفوذ لاندې یو تابع دولت وګرځي خو ایران مقاومت هم وکړ او پر امریکا، اسراييل او عربي هېوادونو یې بریدونه هم وکړل او د جګړې اقتصادي دروند لګښت یې د امریکایانو د هر کور تر دروازې ورساوه.
د ایران پر وړاندې د امریکا او اسراییلو د بریدونو په غبرګون کې د تهران اقدامات په روانه اونۍ کې د امریکا د معاصر سیاسي تاریخ له خورا ډراماټیکو بدلونونو یو و خو د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ایران پر وړاندې د جګړې ناکامي یوازېنی لامل نه و چې ډیموکراتانو جمهوري غوښتونکو ته سخته ماتې ورکړه او د راتلونکو دوو کلونو لپاره یې د استازو جرګې او سنا کنټرول ترلاسه کړ، بلکې دې جګړې په امریکايي ټولنه کې هغه پخوانۍ غوسې او اندېښنې لا پیاوړې کړې چې له امله یې ناراضه او وېرهلرونکو امریکایانو له ټرمپ او د هغه له جمهوري غوښتونکي ګوند مخ واړاوه او د ډیموکراټانو ملاتړ یې وکړ.
د امریکا ولسمشر په ناسم ډول انګېرله چې پر ایران جګړه به دغه هېواد تسلیمېدو ته اړ کړي او په پایله کې به یې د امریکا او اسراييل تر نفوذ لاندې یو تابع دولت وګرځي خو ایران مقاومت هم وکړ او پر امریکا، اسراييل او عربي هېوادونو یې بریدونه هم وکړل او د جګړې اقتصادي دروند لګښت یې د امریکایانو د هر کور تر دروازې ورساوه.
دې جګړې واشنګټن ته دا سیاسي سپکاوی هم ور په برخه کړ چې د امریکا پوځي ځواک، د ټرمپ د چلند او ټاکنیزو ژمنو په څېر، وخت ناوخته له بېثباتۍ سره مخ دی او له بده تر بدتر حالت کې د خپلو اعلان شویو موخو په ترلاسه کولو کې پاتې راځي.
د ایران جګړې یو لړ داسې پایلې هم لرلې چې د امریکایانو پر ورځني ژوند یې مستقیم اغېز وکړ او په ځینو برخو کې یې څرګنده کړه چې د امریکا هغه ملي ارزښتونه لکه ډیموکراسي، مساوات او د قانون حاکمیت او همدارنګه د نړیوالې واکمنۍ ادعاوې، څومره له واقعیت لرې کېدای شي.
د ایران له لوري هغه اقدام چې پر عادي امریکایانو یې تر ټولو ډېر اغېز وکړ، د هرمز تنګي له لارې د سمندري لېږد رالېږد محدودول وو. دې کار د خوراکي توکو، پټرولو، ډیزلو، سفرونو، وارداتي محصولاتو او نورو ورځنیو اړتیاو بیې لوړې کړې. د نظرپوښتنو له مخې، شاوخوا ۹۰ سلنې امریکايي رایهورکوونکو ویلي وو چې د دوی د ژوند لګښتونه د دوی د رایې ورکولو په پرېکړه کې مهم رول لري.
دا وضعیت هغه مهال لا پېچلی شو چې امریکا او اسراييل د څو میاشتو سختو بریدونو باوجود ونه توانېدل ایران تسلیمېدو ته اړ کړي. په دغو بریدونو کې سیاسي مشران، زیربناوې، ملکي او اقتصادي تاسیسات او پوځي مرکزونه په نښه شوي وو.
خو د ایران ځوابي بریدونو د عربي ټاپووزمې او اردن په بېلابېلو سیمو کې امریکايي پوځي اډې له کاره وغورځولې یا یې د تخلیې لامل شوې. همدارنګه د عربي هېوادونو د انرژۍ او ټرانسپورټي سیسټمونو ته یې پراخ زیانونه واړول، د نړۍ د انرژۍ لېږد یې ګډوډ کړ او د تېلو او نورو توکو بیې یې لوړې کړې.
د جګړې له لومړیو څو اوونیو وروسته د هغې عمومي پایله روښانه شوې و، هغه درد او زیان چې امریکا او اسراييل ایران ته اړاوه، په بدل کې به یې د امریکا او هغو نورو هېوادونو هره کورنۍ هم له اقتصادي او امنیتي زیانونو سره مخ کېږي چې د ایران پر وړاندې یې د بریدونو ملاتړ کړی و.
ایران په ورته وخت کې د امریکا د پوځي سیاست مهمې نیمګړتیاوې هم په ډاګه کړې او د دغه هېواد عادي وګړي یې له ګډوډۍ، ناهیلۍ او سیاسي شرمندګۍ سره مخ کړل.
لومړی؛ ټرمپ د ایران پر وړاندې د پوځي بریدونو په اړه د امریکایانو څرګند مخالفت له پامه وغورځاوه. هغه د امریکا په اساسي قانون کې د جګړې لپاره د کانګرس د اجازې اړتیا هم له پامه وغورځوله.
د سي بي اېس شبکې د ټاکنو د ورځې نظرپوښتنو وښوده چې رایهورکوونکو د جګړې مخالفت هم د هغې د بېګټې پوځي مداخلې له امله کاوه او هم یې د اقتصادي اغېزو په اړه اندېښنه لرله.
د ټرمپ ادارې له قانون او د عادي امریکایانو له نظرونو سره بېپروا چلند د ډېرو رایهورکوونکو غوسه راوپاروله؛ هغو کسانو چې خپل اساسي قانوني حقونه یې د ټرمپ تر څرګندونو او سیاستونو مهم ګڼل.
ډېرو رایهورکوونکو ځکه هم جمهوري غوښتونکو ته شا کړه چې ټرمپ د ۲۰۲۴ کال په ټاکنیزو کمپاینونو کې ژمنه کړې وه چې د امریکا بېګټې بهرني جنګونه به پایته ورسوي.
دویم؛ ټرمپ پر ایران له کومې روښانه، ثابتې او باوري سټراټيژیکې موخې پرته برید وکړ. د برید لپاره یې تر ټولو مهم دلیل دا وړاندې کاوه چې غواړي ایران د اټومي وسلو له جوړولو راوګرځوي.
اسراييلي چارواکو په وار وار ټرمپ ته ویلي وو چې ایران ډېر ژر اټومي وسلو ته د رسېدو په درشل کې دی خو د امریکا او نړیوالو څارونکو له لوري ترسره شویو پلټنو او استخباراتي ارزونو څو ځله د دې ادعا په اړه کوم شواهد نه وو موندلي.
درېیم؛ کله چې امریکایان په دې پوه شول چې ټرمپ تر ډېره د اسراييل د فشار او غوښتنې له امله له ایران سره جګړې ته داخل شوی نو منفي غبرګون یې وښود.
امریکایانو له یوې خوا دا د خپل هېواد لپاره سپکاوی وباله چې د دومره ستر پوځي ځواک په لرلو سره ونه توانېدل خپلې اعلان شوې موخې ترلاسه کړي. له بلې خوا یې دا هم د نه منلو وړ وبلله چې یو کوچنی او پر امریکا متکي بهرنی هېواد، اسراییل، د امریکا د سیاسي نظام دننه د خپلو پراخو او اغېزناکو لابيګرو ډلو په مټ وکولای شي داسې ناورین رامنځته کړي چې د امریکایانو کورنۍ زیانمنې کړي او په نړیواله کچه د امریکا اعتبار او دریځ ته صدمه ورسوي.
خو د هغو ډېرو امریکایانو غوسه، زیانمننې او بېوسۍ تر شا چې په روانو ټاکنو کې یې ډیموکراتانو ته رایه ورکړه، ژورې نارضایتۍ پرتې وې چې د ایران له جګړې ډېرې پخوانۍ وې.
په واشنګټن کې د پراخ فساد پر وړاندې د خلکو غوسه، هغه بډایه او بانفوذه کړۍ چې امریکا یې د شخصي ګټې او شتمنۍ د زیاتولو وسیله ګرځولې وه، سیاسي بسپنهورکوونکي، بانکونه او لوی شرکتونه، هغه پوځي او ټکنالوژیکي سکټورونه چې له کنټروله وتلي او د بېګناه انسانانو ژوند یې له ګواښ سره مخ کړی و، د کډوالو پر وړاندې سخت او له حده تېر پولیسې چلند او هغه رسنۍ چې د امریکایانو د رښتیاو او حقایقو د وړاندې کولو پر ځای یې د پورته یادو شوو ډلو او اسراییلي ګټو ته لومړیتوب ورکاوه، دا ټول هغه عوامل وو چې د خلکو نارضایتي یې زیاته کړې وه.
په دې توګه، ټاکنو د امریکایانو ورځنۍ اقتصادي اندېښنې د هېواد د ملي اخلاقو او بهرنۍ پالیسۍ له مهمو پوښتنو سره وتړلې.
د پام وړ بله موضوع دا وه چې د ټاکنو له پایته رسېدو یوه ورځ وروسته د امریکا د ولسمشر مرستیال، جي ډي ونس په ټولنیزو رسنیو کې ولیکل: «زموږ د ماتې لامل جګړه ده.»
نوموړي د هغو رایهورکوونکو څلور اساسي غوښتنې هم یادې کړې چې له جمهوري غوښتونکو یې مخ اړولی و:
- جګړه پای ته ورسوئ.
- د ژوند لګښتونو او انفلاسیون ته پام وکړئ.
- د امریکا ګټې په لومړیتوب کې ونیسئ.
- له اسراييل سره خپلې اړیکې بدلې کړئ.
د دغو ټاکنو او د ایران د جګړې په اړه د دغه هېواد د سیاست یوه بېسارې ځانګړنه دا وه چې د فلسطین په خاوره کې د امریکا او اسراییل له لوري د نسلوژنې موضوع د ډېرو پرمختللو ډیموکراټانو د ټاکنیزو کمپاینونو او همدارنګه د جګړې او سولې په اړه د ایران د دریځ یوه مهمه برخه ګرځېدلې وه.
د ونس له لوري په څرګنده توګه د اسراییل یادول په خپله د پام وړ خبره وه؛ په داسې یوه سیاسي نظام کې چې نږدې یوه پېړۍ یې د لوېدیځې اسیا په اړه خپله بهرنۍ پالیسي تر ډېره د اسراييل له غوښتنو سره سم تنظیم کړې ده.
تر دې هم د پام وړ خبره د ولسمشر ټرمپ هغه وروستۍ ټاکنیزه ژمنه وه چې د ټاکنو په ورځ یې اعلان کړه او ویې ویل چې اسراییل ته به د امریکا نږدې څلور میلیارده ډالري پوځي مرستې بندې کړي.
خو دا د ټرمپ یوه بله غیرصادقانه سیاسي لوبه وه چې غوښتل یې رایهورکوونکي وغولوي، ځکه دغه مرستې به په حقیقت کې نه بندېدې، بلکې یوازې به یې د لېږد او ورکړې بڼه بدلېده.
دې موضوع یو ځل بیا څرګنده کړه چې د اسراييل او فلسطین وضعیت او په فلسطین کې د نسلوژنې په بهیر کې د امریکا د ملاتړ مسئلې د امریکایانو پر سیاسي دریځ او د رایې ورکولو پر پرېکړه څومره ژور اغېز کړی دی.
رامي جي. خوري (Rami G. Khouri)
د بیروت امریکايي پوهنتون د عامه پالیسۍ ځانګړی څېړنیز ملګری او په واشنګټن کې د عرب مرکز غیرمقیم لوړپوړی څېړونکی.
