کورپاڼهلیکنېافغانستانسیمهنړۍ
ادب
ادب
لیکوالان او شاعران
کره کتنه
لنډې کیسې
شعر
هنر
کلتورحقیقت موندنهساینس او ټکنالوژي
ګالري
تصویرونه
ویډیوګانې
کورپاڼهلیکنې
ادب
ادب
لیکوالان او شاعران
کره کتنه
لنډې کیسې
شعر
هنر
افغانستانسیمهنړۍکلتورحقیقت موندنهساینس او ټکنالوژي
ګالري
تصویرونه
ویډیوګانې
لټون
رسالتد فکر او هویت سنګر

رسالت یو غیر انتفاعي کلتوري آرشیف دی چې د میراث ساتنې او شریکولو ته ځانګړی شوی دی

د ژورنال ګډون وکړئ

وپلټئ

  • لیکنې
  • ادب
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړۍ
  • کلتور
  • حقیقت موندنه

اړیکه

  • زموږ په اړه
  • اړیکه
  • لیکوالان

© 2026 رسالت. ټول حقوق خوندي دي.

د کلتور لپاره په مینه جوړ شوی.

مقالې

ترکیې د پوځي رژیم روزل شوی داعشي ونیوه!

د ترکیې استخباراتو تازه د پوځي رژیم تر واک لاندې سیمه کې د دولت اسلام یا داعش ډلې یو مهم غړی د عملیاتو په ترڅ کې نیولی دی . دا د پوځي رژیم باور ته سخت ګوزار دی چې په نړیوالو سټیجونو او له ترکیه او نورو اسلامي هېوادونو سره د وسله والو ډلو د له منځه وړلو په برخه کې تړونونه لاسلیک کوي .

رسالت کلتوري مرکز۱۷
ترکیې د پوځي رژیم روزل شوی داعشي ونیوه! cover

د ترکیې استخباراتو تازه د پوځي رژیم تر واک لاندې سیمه کې د دولت اسلام یا داعش ډلې یو مهم غړی د عملیاتو په ترڅ کې نیولی دی .

دا د پوځي رژیم باور ته سخت ګوزار دی چې په نړیوالو سټیجونو او له ترکیه او نورو اسلامي هېوادونو سره  د وسله والو ډلو د له منځه وړلو په برخه کې تړونونه لاسلیک کوي .

اوغور بهادر چې د ترکیه اوسیدونکی و، د داعش په منځ کې یې نوم عبدالله و او په پاکستان کې یې د داعش ډلې په بیلا بیلو روزنځایونو کې د وسله والو فعالیتونو زده کړې تر لاسه کړې وې، چې اکثره یې د پاکستان د پوځ په مرکزونو کې دي .

د ترکیه رسنیو د دې خبر په خپرولو سره ویلي دي، چې هغه په 2023 کال کې پاکستان ته وربلل شوی و.

اوغور له هغه خطرناکو کسانو څخه و چې د ترکیه د استخباراتو هدف و او بالاخره یې موجودیت د پوځي رژیم لمن لاندې ثابت شو او د ترکیه د استخباراتو له لورې ونیول شو.

پوځي رژیم ته د افغانستان اسلامي امارت په روښانه توګه هغه مرکزونه اعلان کړي دي، چې د داعش وسله والې ډلې روزنه په کې کیږي او د سیمې هېوادونو ته د خطر ناکو فعالیتونو لپاره لیږدول کیږي .

پوځي رژیم په تیرو څو کلونو کې په پرله پسې توګه د دولت اسلام ډلې د روزنځایونو مسوولیت اخیستی دی او له دې لارې غواړي افغانستان کې نا امني جوړه کړی، خو په خپل دې هدف کې نه دي بریالي شوي.

ترکیه کې چې کله اسلامي امارت د پوځي رژیم له استازو سره خبرې کولې هم دا خبره د ترکیه په میز مطرح شوې وه، په ورته توګه د عربستان  او قطر سره په دقیق توګه شریکه شوې ده، چې پوځي رژیم داعش ډلې ته روزنه ورکوي او د دوی په پوځي چوڼیو کې روزل کیږي .

داعش ډله د ټولې سیمې لپاره خطر بلل کیږي او تازه روسیه د دې ډلې په اړه خپل تشویشونه شریک کړي دي، سره له دې چې پاکستان په ملګرو ملتونو امنیت شورا او نورو نړیوالو غونډو کې دا ډول تورونه په افغانستان پورې تړي، خو روښانه ده چې پوځي رژیم همیشه د سیمې د  بیلا بیلو هېوادونو لپاره که هغه افغانستان دی، هند دی، ازبکستان دی او یا نور هېوادونه دي وسله وال ګروپونه روزلي پناه یې ورکړې ده او هڅه یې کړې د سیمې هېوادونه یا د خپلو مقاصدو لپاره او یا هم د امریکا او نورو هېوادونو د مقاصد لپاره نا امن کړي .

دا چې اوغور بهادر یا عبدالله ونیول شو او ترکیه ته انتقال شو، له دې وړاندې ترکي استخباراتو اوزګور التون یا ابو یاسر الترکي هم د پوځي رژیم له لمنې لاندې ونیوه او ترکیه ته یې انتقال کړ.

خو پوځي رژیم ته دا ځکه کومه د شرم او حجالت خبره نه ده، چې له دې وړاندې د نړیوالو وسله والو ډلو ګڼ مشران په دې هېواد کې پیدا شوي دي او یا هم په دې هېواد کې نړۍ ته هدف کسانو ته پناه ورکړل شوې ده .

پوځي رژیم د سیمې او نړۍ د نا امنۍ لپاره لسګونه ډلې جوړې کړي دي استعمال کړي یې دی او خپلې ګټې یې ترې پورته کړی دي، چې په زغرده ویلی شو، پوځي رژیم په نړۍ کې د وسله والو ډلو لپاره ستر مربي او ملاتړی دی .

هغه مالومې ډلې چې د پوځي رژیم د فعالیتونو په اډانه کې روزل شوي دي دلته لازم ده د څو نومونه یې یاد کړو، لکه : لشکر اسلام، جمیعت الاحرار، حزب الاحرار، حافظ ګلبهادر ډله ، تحریک جهاد پاکستان، داعش یا دولت اسلام، القاعده، ازبکستان اسلامي تحریک، تحریک نفاظ اسلام، سپاه صحابه ، لشکر جنګوي، جندالله، لشکر طیبه ، جیش محمد، حزب المجاهدین، حرکت المجاهدین، البدر، متحد جهاد کنسل، جیش العدل، انصار الاسلام، لشکر جنګوي العالمي .

دا هغه څه دي چې لکه د لمر روښانه دي او هیڅوک سترګې پرې نه شي پټولی، خو پوځي رژیم همیشه سترګې پرې خړې کړي دي.

نړۍ هم د پوځي رژیم پر دغه اعمالو له دې امله سترګې پټې کړي دي چې د امریکا په ګډون ګڼو هېوادونو د پاکستان له دې ملیشو ګټه پورته کړې ده .

پوځي رژیم په دې ملیشو همیشه سوداګري کړې ده، ګټې یې ترې پورته کړي دي، کله یې د پاکستان د نا امنۍ په نوم ګټې ترې پورته کړي دي او کله یې هم نړۍ او سیمې ته د ګواښ په توګه وړاندې کړي دي او تجارت یې پرې کړی دی .

اسلامي امارت دا مسایل په دې توګه اثبات ته رسولي دي چې د پوځي رژیم له لورې افغانستان ته رالیږل شوي داعش وسله وال نیول شوي دي او د هغوی د روزنې مرکزونه، هویت او د پوځي رژیم اهداف یې په ډاګه کړي دي .

پوځي رژیم له دې امله چې د سیمې د هېوادنو او نړیوالو پام له ځانه واړوي، بې ثبوته دعوه کوي، چې د ځورول شویو وژل شویو او ورکو شویو پښتنو د غچ تحریک ټي ټي پي په افغانستان کې دي او له هغه ځایه په پاکستان کې جګړه کوي، خو د لسګونه هوايي بریدونو په نتیجه کې چې له یولس سوه زیات ملکي افغانان په کې شهیدان شوي دي تر اوسه پوځي رژیم د ټي ټي پي یو جنګیالی هم په نښه نه کړ.

دا چې ترکیه تازه له پوځي رژیم او سعودي سره تړونونه کړي دي، ورته په اثبات رسیږي، چې دوی د هر هېواد دښمنان او مخالفین په خپله ځولۍ کې ساتلي دي .

اوس باید اسلامي هېوادونه وپوهیږي، چې داعش د یو بل تجارت لپاره د پوځي رژیم له لمنې لاندې دي او د نړۍ خطرناک وسله وال هم په پاکستان کې پټنځایونه لري .

د پوځي رژیم ماهیت دا دی چې له جګړو، شخړو، وسله والو ډلو، ګواښونکو له موجودیت څخه سوداګري وکړي او امکانات تر لاسه کړي.

دا مطلب شریک کړئ

کلیدي ټکي

ترکيهپوځي رژيمپاکستان کې وسله والې ډلېد پاکستان دوه مخي توبپاکستان کې ترکيې عملياتداعش ډلهوسله والې ډلې

د لیکوال په اړه

رسالت کلتوري مرکز

ر