کورپاڼهلیکنېافغانستانسیمهنړۍ
ادب
ادب
لیکوالان او شاعران
کره کتنه
لنډې کیسې
شعر
هنر
کلتورحقیقت موندنهساینس او ټکنالوژي
ګالري
تصویرونه
ویډیوګانې
کورپاڼهلیکنې
ادب
ادب
لیکوالان او شاعران
کره کتنه
لنډې کیسې
شعر
هنر
افغانستانسیمهنړۍکلتورحقیقت موندنهساینس او ټکنالوژي
ګالري
تصویرونه
ویډیوګانې
لټون
رسالتد فکر او هویت سنګر

رسالت یو غیر انتفاعي کلتوري آرشیف دی چې د میراث ساتنې او شریکولو ته ځانګړی شوی دی

د ژورنال ګډون وکړئ

وپلټئ

  • لیکنې
  • ادب
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړۍ
  • کلتور
  • حقیقت موندنه

اړیکه

  • زموږ په اړه
  • اړیکه
  • لیکوالان

© 2026 رسالت. ټول حقوق خوندي دي.

د کلتور لپاره په مینه جوړ شوی.

مقالې

د مخالفو جبهو او پوځي رژيم انډيوالي

د اسلامي امارت مخالفین، که د تېر حکومت چارواکي دي، که زورواکي او که د مافیا غړي، پاکستان ته د دې لپاره سلامي شول او ورسره ملګري شول چې له دې ادرسه به وکولای شي خپله پخوانۍ انارشي بیا حاکمه کړي. پښتانه وايي: «وږی په تږي پرېوت، د دواړو ساه وخته.»

رسالت کلتوري مرکز۱
د مخالفو جبهو او پوځي رژيم انډيوالي cover

په افغانستان کې د اسلامي امارت له واک ته رسېدو وروسته، د تېر حکومت ځینې نالایقه او ځان‌غوښتونکي چارواکي او هغه زورواکي چې نور یې د زور لاس لنډ شوی و، د پاکستان په ګډون بهرنیو هېوادونو ته لاړل او هلته مېشت شول. دغه کسان چې پخوا یې په حکومتي ادارو، سیاسي جوړښتونو او د واک په بېلابېلو برخو کې ځانګړی موقعیت درلود، د نوي وضعیت له رامنځته کېدو سره یې خپل پخوانی نفوذ او امتیازات له لاسه ورکړل.

په بهر کې د دوی ژوند له هغو شرایطو سره توپیر درلود چې په افغانستان کې یې تجربه کړي وو. هلته نه یې پخوانی کش‌وپش و، نه یې هغه ډول درناوی کېده او نه ورته د پخوا په څېر تشریفات او پروتوکول برابر وو. د همدې وضعیت له امله د دوی نارامي زیاته شوه او د خپل پخواني موقعیت د بېرته ترلاسه کولو هڅې یې پیل کړې.

همدې حالت او د خپلو بادارانو په فرمایش هغوی د اسلامي امارت پر ضد لوری ونیو. دوی د اسلامي امارت پر ضد د سیاسي فعالیتونو په پیلولو سره غواړي خپل حضور او اهمیت بیا ثابت کړي.

دا نمایشي او فرمایشي اتلان او لوی خلک په حقیقت کې هېڅ نه دي او هېڅ یې هم له توان څخه پوره نه دي. دوی د خپلو سیاسي موخو د ترلاسه کولو لپاره د لویو شعارونو تر شا ځانونه پټوي او هڅه کوي داسې وښيي چې ګواکې د افغانستان د ملي مسایلو او د خلکو د راتلونکي لپاره مبارزه کوي. خو د دوی د اوسني دریځ په اړه اساسي پوښتنه دا ده چې هغه ملي مسایل چې نن یې شعارونه ورکوي، ولې یې د پخواني واک پر مهال په نه مطرح کول؟
پوهيږې دوی دې لپاره د ملي مسایلو غوغا جوړ کړه چې له واک او امتیازاتو څخه لرې شول او د خپل پخواني موقعیت د بېرته ترلاسه کولو اړتیا ورپېښه شوه.

دوی د دې لپاره چې خپل لویوالی ثابت کړي، د ملي مسایلو تر شعار لاندې، چې دوی هېڅکله پرې باور نه درلود، د پاکستان د ای ایس ای لمن ته ځانونه واچول. په دې توګه یې د خپلو موخو د تعقیب لپاره د بهرنیو ملاتړونو په لټه کې د داسې لوري ملګرتیا غوره کړه چې هيڅکله یې د افغانستان خیر نه دی غوښتی.

د پاکستان حکومت هم، چې له اسلامي امارت سره په سیاسي، اقتصادي او نظامي زور ازمایۍ کې مات شوی دی، له مجبوريته یې ځک ته لاسونه اوږده کړل او د اسلامي امارت مخالفین ورته نوي او تکړه عسکر ښکاره شول. د خپلو سیاسي او امنیتي ګټو تامين کوونکي ورته ښکاره شول او له همدې امله، د دواړو لورو ترمنځ پټې اړیکې پیل شوې، غونډې یې وکړې او بالاخره یې د پیسو ترڅنګ وسلې هم ورکړې.

د اسلامي امارت مخالفو ډلو ته پاکستان د دې لپاره د ملګرتیا او ملاتړ ښه ادرس ښکاري چې له لارې به یې وکولای شي خپل سیاسي حضور بېرته پیاوړی کړي. بل خوا، پاکستان هم له دغو ډلو سره د اړیکو په ساتلو کې خپلې موخې تعقیبوي. په دې توګه، د دواړو لورو ترمنځ اړیکې د ګډو ګټو پر بنسټ ولاړې دي؛ خو دلته يوه مهمه خبره دا هم ده چې د دغو ګټو تر شا د افغانستان د راتلونکي په اړه د دوی موخې یو شان نه دي.

پاکستان دا کار د دې لپاره وکړ او کوي یې چې په افغانستان کې له پر ځان بسیا نظام څخه وېره لري او په اوسني وخت کې ورته اسلامي امارت، چې حال او مورال یې ښه دی، لوی سرخوږی دی.

د پاکستان پوځي رژیم نه غواړي چې په افغانستان کې داسې نظام پیاوړی شي چې خپلې پرېکړې په خپلواکه توګه وکړي او د خپلو ملي ګټو پر بنسټ خپلې اړیکې تنظیم کړي. د همدې لیدلوري له مخې، پاکستان هڅه کوي د اسلامي امارت مخالفې ډلې د سیاسي فشار لپاره وکاروي.

پوځي رژیم د اسلامي امارت پر ضد په هر جوړ شوي پلان کې په نړیوال او سیمه‌ییز سټېج کې ناکام شوی دی. د پاکستان د هڅو او د افغانستان د سیاسي وضعیت ترمنځ د اختلافاتو له امله د دواړو هېوادونو اړیکې له ستونزو سره مخ شوې دي. په همدې شرایطو کې د اسلامي امارت د مخالفانو ملاتړ د پاکستان د هغو هڅو یوه برخه ګڼل کېږي چې غواړي په افغانستان کې پر روان وضعیت اغېز ولري خو د پاکستان داخلي وضعیت هم له سیاسي، امنیتي او اقتصادي ستونزو خالي نه دی. د دغه هېواد کورني سیاسي، امنیتي او اقتصادي مسایل دومره سخت شوي دي چې ان چارواکي یې د خپل سر او سرمایې د خوندي کولو په فکر کې دي. دا د پاکستان د کمزورۍ وروستی حد دی. دوی په داسې وضعيت کې قرار لري چې نه شي کولی په دوامداره توګه په بهرنیو سیاسي ډلو کې نفوذ وساتي او د هغوی ملاتړ وکړي.

د اسلامي امارت مخالفین، که د تېر حکومت چارواکي دي، که زورواکي او که د مافیا غړي، پاکستان ته د دې لپاره سلامي شول او ورسره ملګري شول چې له دې ادرسه به وکولای شي خپله پخوانۍ انارشي بیا حاکمه کړي.

دوی غواړي د بهرني ملاتړ په وسیله خپل پخوانی نفوذ بېرته ترلاسه کړي او هغه شرایط بیا رامنځته کړي چې په تېرو کلونو کې یې د واک او امتیازاتو د ساتلو زمینه ورته برابره کړې وه. دوی فکر کوي چې د پاکستان په څېر د یوه بهرني هېواد په ملاتړ به وکولای شي د اسلامي امارت پر ضد خپل فعالیتونه پراخ کړي او د افغانستان پر سیاسي وضعیت اغېز وکړي خو دا اوس یوازې یو خوب دی.

پښتانه وايي: «وږی په تږي پرېوت، د دواړو ساه وخته.»

دا متل د هغو دوو لورو حالت بیانوي چې هر یو یې له خپلو ستونزو سره مخ دی او د بل لوري له ملګرتیا څخه د خپلو موخو د ترلاسه کولو تمه لري؛ خو دواړه د خپلو محدودیتونو له امله له ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.

هغه هېواد چې په خپله له سیاسي اختلافاتو، امنیتي ستونزو او اقتصادي فشارونو سره مخ وي، د نورو ډلو د ملاتړ لپاره هم له محدودیتونو سره مخ کېدای شي. د پاکستان وضعیت هم له همدې اړخه د پام وړ دی؛ ځکه د خپلو کورنیو ستونزو ترڅنګ د افغانستان په اړه د خپلو موخو تعقیبول ورته اضافي فشارونه رامنځته کولای شي. بله دا چې اوس افغانستان په داسې حال کې نه دی چې دوی په کې د خپلو شومو اهدافو رېښو ته اوبه ورکړي.

د اسلامي امارت مخالفې ډلې او کسان هم خپلو شومو موخو ته نه شي رسېدای؛ ځکه دوی په افغان ولس کې خپل اعتبار بایللی دی او اوس هېڅوک نه غواړي چې دا ازمویل شوي او بګيل شوي بيا ځان مسلط کړي. د دغو مخالفو ډلو او کسانو له نورو مبتذلو کړنو څخه یوه دا هم ده چې د هغه چا، یعنې «پوځي رژیم»، غېږې ته ورغلل چې د رامنځته کېدو له ورځې تر ننه یې افغان او افغانستان د خپلو ګټو لپاره په اور کې ساتلي دي.

دوی که هر څومره د بهرنیو هېوادونو په ملاتړ د خپلو فعالیتونو د پراخولو هڅه وکړي، هی هی وکړي او غوغا جوړه کړي نتيجه یې غااااااااااااااااټ صفر دی او بس.

لنډه دا چې د اسلامي امارت د مخالفو ډلو او د پاکستان د پوځي رژیم ترمنځ انډيوالي داسې ده لکه دوه په پښو شل او ړانده چې منزل ته رسېدل غواړي.
ارسلان ځواک

دا مطلب شریک کړئ

کلیدي ټکي

پوځي رژيماسلامي امارتمخالفې جبهېپاکستان څه غواړي؟پاکستان او افغانستان

د لیکوال په اړه

رسالت کلتوري مرکز

ر