کورپاڼهلیکنېافغانستانسیمهنړۍ
ادب
ادب
لیکوالان او شاعران
کره کتنه
لنډې کیسې
شعر
هنر
کلتورحقیقت موندنهساینس او ټکنالوژي
ګالري
تصویرونه
ویډیوګانې
کورپاڼهلیکنې
ادب
ادب
لیکوالان او شاعران
کره کتنه
لنډې کیسې
شعر
هنر
افغانستانسیمهنړۍکلتورحقیقت موندنهساینس او ټکنالوژي
ګالري
تصویرونه
ویډیوګانې
لټون
رسالتد فکر او هویت سنګر

رسالت یو غیر انتفاعي کلتوري آرشیف دی چې د میراث ساتنې او شریکولو ته ځانګړی شوی دی

د ژورنال ګډون وکړئ

وپلټئ

  • لیکنې
  • ادب
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړۍ
  • کلتور
  • حقیقت موندنه

اړیکه

  • زموږ په اړه
  • اړیکه
  • لیکوالان

© 2026 رسالت. ټول حقوق خوندي دي.

د کلتور لپاره په مینه جوړ شوی.

مقالې

اسراييل میشتي فلسطیني وګړي رایه ورکولی شي، خو د بدلون تمه دې نه کوي

په اسراييل کې چې سیاسي جریان په پرله‌پسې ډول ښي اړخ او افراطي ښي‌اړخو دریځونو ته متمایل کېږي، فلسطیني وګړي د خپلو سیاسي او ټولیزو حقونو له زیاتېدونکو ګواښونو سره مخ دي. په اسراييل کې په فلسطیني ټولنو کې تاوتریخوالی مخ په زیاتېدو دی او په ورته وخت کې اسراييلي مېشت‌ځای‌جوړونکي د دغو ټولنو پر جغرافیایي حدودو د پراختیا هڅې کوي.

رسالت کلتوري مرکز۱۳
اسراييل میشتي فلسطیني وګړي رایه ورکولی شي، خو د بدلون تمه دې نه کوي cover

د ډېری اسراييلو لپاره د اکټوبر د ۲۷مې عمومي ټاکنې د لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو او د هغه د مخالفو ځواکونو ترمنځ د انتخاب په مانا دي؛ هغه مخالف ځواکونه چې مشري یې پخوانی پوځي جنرال ګادي آیزنکوټ کوي. خو د اسراييل د فلسطیني وګړو لپاره چې د دغه هېواد د ټول نفوس شاوخوا ۲۰ سلنې جوړوي، راتلونکې ټاکنې یوه بله معما رامنځته کوي.

په اسراييل کې چې سیاسي جریان په پرله‌پسې ډول ښي اړخ او افراطي ښي‌اړخو دریځونو ته متمایل کېږي، فلسطیني وګړي د خپلو سیاسي او ټولیزو حقونو له زیاتېدونکو ګواښونو سره مخ دي. په اسراييل کې په فلسطیني ټولنو کې تاوتریخوالی مخ په زیاتېدو دی او په ورته وخت کې اسراييلي مېشت‌ځای‌جوړونکي د دغو ټولنو پر جغرافیایي حدودو د پراختیا هڅې کوي.

په دې وضعیت کې داسې نه ښکاري چې د نتانیاهو مخالف سیاسي ائتلاف به د پالیسیو د بدلون یا شاتګ لپاره کوم څرګند فرصت برابر کړي. له همدې امله، د ډېرو فلسطینیانو په ذهنونو کې دا پوښتنه مطرح ده چې ایا د اسرائیلو په ټاکنو کې ګډون او رایه ورکول په رښتیا کوم بدلون راوستلای شي؟

د ۱۹۴۸ کال د فلسطین بیا استعماري کول

د ۱۹۴۸ کال د نکبت یا فلسطینیانو د سترې بې‌ځایه کېدنې له پېښې راهیسې، هغه فلسطینیان چې د اسرايیل د نوي اعلان شوي دولت په قلمرو کې په خپلو کورونو کې پاتې شول، له هغو فلسطینیانو سره توپیر لرونکی برخلیک درلود چې په لوېدیځه غاړه او غزه کې ژوند کوي. دغو فلسطینیانو په ۱۹۵۲ کال کې د اسرائیلو تابعیت ترلاسه کړ او په ۱۹۶۶ کال کې هغه پوځي حکومت پای ته ورسېد چې دوی یې تر واک لاندې ژوند ته اړ کړي وو.

که څه هم د اسرائیلو فلسطیني وګړي د رایې ورکولو او په سیاسي فعالیتونو کې د ګډون حق لري، خو تابعیت یې د ځمکو د سلبولو او د هغوی د فلسطیني هویت او ملي تړاو د بدلولو له پراخ بهیر نه دي خوندي کړي.

د ځمکو د مصادرې او د زده‌کړو او کلتور د تنظیمولو له لارې، د اسرائیلو دولت هڅه کړې چې فلسطینیان له خپلو تاریخي ریښو او ګډ تېر څخه جلا کړي. پر ځای یې د «عرب اسرائیلي» هویت د یوې داسې بڼې په توګه وړاندې شوی چې له فلسطیني او عربي ملي هویت څخه جلا وګڼل شي.

رسمي تابعیت فلسطینیانو ته واقعي برابري نه ده تضمین کړې. هغوی لا هم له تبعیضي قوانینو، د بنسټیزو خدمتونو لپاره له سیستماتیکې کمې بودجې، او له سیاسي او ټولنیز ـ اقتصادي څنډې ته کولو سره مخ دي.

د فلسطیني وګړو پر وړاندې د مستقیم تاوتریخوالي پر ځای، لکه څنګه چې په لوېدیځه تړانګه او غزه کې لیدل کېږي، د اسراييل دولت په یوه بله بڼه له جنایي شبکو د تاوتریخوالي د ترسره کولو لپاره کار اخیستی او یا یې د دغو شبکو د فعالیتونو پر وړاندې لازم اقدام نه دی کړی.

په پایله کې، فلسطیني ټولنې له وژنو، ډزو، چاودنو او اور اچونو سره مخ شوې دي، په داسې حال کې چې د لیکوال په وینا، د اسرائیلو قانون پلي کوونکو ادارو تر ډېره د دې ستونزې پر وړاندې سترګې پټې کړې دي. په وروستیو کلونو کې دا وضعیت نور هم خراب شوی؛ ځکه منظمې جنایي ډلې پرمختللو وسلو ته لاسرسی پیدا کړی دی. د راپورونو له مخې، د دغو وسلو یوه برخه د اسرائیلو د پوځ له زېرمو غلا شوې یا له پولو قاچاق شوې ده. د جنایي ډلو د وسلوال کېدو دغه بهیر د سلګونو کسانو ژوند اخیستی دی.

د فلسطیني ټولنو ترڅنګ د اسراییلي مېشت‌ځایونو پراختیا او د ځمکو د نیولو بهیر چټک شوی دی. د لیکوال په وینا، د «بیا استعماري کولو» دغه بهیر په یافا او لُد ښارونو کې پیل شو؛ هلته چې په ۲۰۲۱ کال کې مذهبي ـ ملتپالو مېشت‌ځای‌جوړوونکو ډلو د فلسطینیانو په سیمو کې د مېشتېدو هڅې پیل کړې.

له ۲۰۲۳ کال د اکټوبر راهیسې دغه بهیر لا چټک شوی دی. د اسرائیلو د مالیې وزیر بتسلئیل سموتریچ په اګست میاشت کې د خپل ګوند هغه پلان اعلان کړ چې موخه یې په نقب او شمالي اسراییل کې د یهودي مېشتېدنې پراخول دي. هغه وړاندیز کړی چې په دغو دوو سیمو کې د یهودي اوسېدونکو شمېر یو میلیون نور هم زیات شي، ۴۰ نوي مېشت‌ځایونه او لسګونه فارمونه جوړ شي، موجود مېشت‌ځایونه پراخ شي او سلګونه زره نوي استوګنیز کورونه جوړ شي.

د دې پلان موخه دا ده چې په اشغال شوې لوېدیځه تړانګه کې د ځمکنۍ ولکې هغه بڼه چې عملي کېږي، نقب او شمالي اسراييل ته هم وغځول شي؛ هغه سیمې چې فلسطیني ټولنې پکې په لوی شمېر مېشتې دي.

داسې نښې هم شته چې د فلسطیني ښارونو او کلیو د پولیسو چارې به په زیاتېدونکي ډول د ملي ګارد تر واک لاندې راشي. دغه ځواک د اسراييل د ملي امنیت وزیر ایتامار بن‌ګوېر تر څارنې لاندې جوړ شوی دی.

د دغه ځواک د جوړولو مفکوره د ۲۰۲۱ کال د مې له هغو لاریونونو وروسته مطرح شوه چې د «کرامت پاڅون» په نوم یادېږي. دغه لاریونونه په لُد، حیفا، ام‌الفحم او لسګونو نورو فلسطیني ښارونو او کلیو کې خپاره شول.

بن‌ګوېر د دولت د هغو وړتیاوو د پراخولو ملاتړ کړی چې د ده په اند، د ورته اعتراضونو او ناکراریو د مهارولو لپاره اړینې دي. که څه هم د ملي ګارد دقیق رول او عملیاتي چوکاټ لا تر اوسه په بشپړ ډول نه دی مشخص شوی، خو د پراخو لاریونونو پر وړاندې د دغه ځواک د احتمالي کارولو موضوع د اعتراض د حق او ډيموکراټيکو ازادیو د ساتنې په اړه جدي اندېښنې راولاړې کړې دي.

اسراییلي حکومت د مېشت‌ځایونو د امنیتي ډلو ملاتړ پیاوړی کړی او دغه ډلې یې په یوه پراخ امنیتي جوړښت کې شاملې کړې دي. دې چارې د فلسطیني ټولنو پر وړاندې د کنټرول په ټینګولو کې د وسله‌والو ملکي ډلو د مخ پر زیاتېدونکي رول په اړه اندېښنې پیدا کړې دي.

په ورته وخت کې، بن‌ګوېر شخصي وسلو ته د خلکو لاسرسی پراخ کړی دی. نوموړي د خپلې دندې له پیل راهیسې شاوخوا ۳۰۰ زره د وسلو جوازونه صادر کړي دي.

دغه اقدامات په ورځني ژوند کې د ملکي وګړو د وسلوال کېدو او امنیتي کنټرول عادي کېدو ته لاره هواروي. په دې توګه د زور او وسلې د کارولو نابرابره وړتیا لا پیاوړې کېږي؛ هغه وضعیت چې د فلسطینیانو د بې‌ځایه کولو او تر واک لاندې راوستلو له جوړښت سره تړاو لري.

د فلسطینیانو سیاسي غبرګون

هغه ګوندونه چې د اسراييل د فلسطیني وګړو د استازیتوب ادعا کوي، لکه د منصور عباس په مشرۍ متحده عربي لېست (رَعَم)، له اوږدې مودې راهیسې استدلال کوي چې په پارلمان کې ګډون او د نتنیاهو د مخالفو سیاسي ځواکونو ملاتړ کولای شي افراطي ښي‌اړخي له واکه لرې کړي او د مېشت‌ځایونو د پراختیا او استعماري سیاستونو مخه ونیسي. خو د دغه ګوند مخکینۍ تجربه دا ادعا تر پوښتنې لاندې راولي.

رَعَم په ۲۰۲۱ کال کې له ټاکنو وروسته په جوړ شوي ائتلافي حکومت کې ګډون وکړ؛ هغه حکومت چې نتنیاهو پکې حضور نه درلود. خو د فلسطیني وګړو په وضعیت کې یې بنسټیز بدلون رانه‌وست. دغه ائتلاف کمزوری و او د غړو ګوندونو ترمنځ د ایډیالوژیکو ژورو اختلافونو له امله په پرله‌پسې ډول له ستونزو سره مخ کېده.

په ۲۰۲۲ کال کې د رَعَم غړي مازن غنایم په ښکاره ومنله چې د خپل ګوند له حکومتي ائتلاف سره د یوځای کېدو او د پالیسۍ د بدلون لپاره له شویو ژمنو سره سره، ونه توانېد چې د فلسطیني وګړو په ګټه کومې اغېزمنې پالیسۍ عملي کړي. هغه همدارنګه د هغو سختو نیوکو یادونه وکړه چې د فلسطیني ټولنو د لیدنې پر مهال ورسره مخ کېده.

په دغه ائتلاف کې د رَعَم تجربې وښوده چې د داسې حکومت په چوکاټ کې د فلسطینیانو سیاسي ګډون څومره ستونزمن دی چې ځینې نور غړي یې د ملتپالنې پر هغو سیاستونو ټینګار کوي چې د فلسطینیانو د محرومولو لامل ګرځي.

له همدې امله، ستونزه یوازې په نتنیاهو پورې محدوده نه ده. د نتنیاهو د مخالفو ځواکونو ملاتړ هم نه شي کولای په هغو بنسټیزو جوړښتونو کې د بدلون سبب شي چې د اسراييل فلسطیني وګړي له تبعیض او د خپلو حقونو او ځمکو له سلبولو سره مخ کوي.

رایه ورکول ښايي د دغه بهیر د چټکتیا مخه تر یوه بریده ونیسي، خو په اسرائیلي ټولنه کې د رامنځته کېدونکي ژور بدلون د بېرته راګرځولو لپاره بسنه نه کوي. د لیکوال په باور، فاشیستي تمایلات یوازې په حکومت او سیاسي مشرانو پورې محدود نه دي، بلکې په ټولنیزو لیدلورو او ورځني ژوند کې هم په زیاتېدونکي ډول ځای نیسي.

سره له دې، لیکوال باور لري چې د افراطي ښي‌اړخو ځواکونو د واکمنۍ د څلورو نورو کلونو دوام به د فلسطیني ټولنو او د هغوی د حقونو لپاره سمدستي ګواښونه زیات کړي. له همدې امله، هغه وايي چې د سې‌شنبې په ټاکنو کې به رایه ورکړي.

خو فلسطینیان باید دا درک کړي چې په ټاکنو کې ګډون باید له یوه پیاوړي او بنسټیز سیاسي غبرګون سره مل وي؛ داسې غبرګون چې د دغه بدلون تر شا له پرتو جوړښتونو او ایډیالوژیو سره د مقابلې وړتیا ولري.

د دې لپاره، د اسراییلو د عربي وګړو د عالي تعقیبي کمېټې اصلاح او د فلسطیني ټولنې له بنسټونو سره د هغې د اړیکو پیاوړتیا اړینه ده. دا کار د ولسي کمېټو د جوړولو او له ولسي کچې د سیاسي تنظیم او بسیج له لارې ترسره کېدای شي.

همدارنګه، د تاریخي فلسطین په ټوله جغرافیه کې د ډيموکراسۍ د پراختیا او د صهیونیزم د سیاسي جوړښتونو د بدلون لپاره پراخې هڅې ته اړتیا ده. دا بهیر باید د یوه داسې لوی سیاسي هدف برخه وي چې د بدیل بنسټونو، نوو میکانېزمونو او د ګډو ولسي فعالیتونو له لارې د راتلونکي لپاره بله لاره رامنځته کړي.

محمد کدان
فلسطیني لیکوال


دا مطلب شریک کړئ

کلیدي ټکي

غزهفلسطيناسرايلبنیامین نتنیاهوټاکنېنړيوال سياستجګړېد اسرايل او ايران جګړه

د لیکوال په اړه

رسالت کلتوري مرکز

ر