د تهران بېباوري او د اسلاماباد څو اړخیزه لوبه
پاکستان ښايي وکولای شي له امریکا، سعودي عربستان او ایران سره په یو وخت کې اړیکې وساتي خو د دې سیاست بریا په دې پورې تړلې ده چې څومره د باور وړ او روښانه وي. که د اسلاماباد خبرې او عمل سره توپیر ولري نو د منځګړیتوب هڅې به یې هم له شکونو سره مخ شي.
د تهران بېباوري او د اسلاماباد څو اړخیزه لوبه
د پاکستان او ایران ترمنځ د منځني ختیځ د وروستۍ جګړې تر سیورې لاندې، نوې ناندرۍ راپورته شوې دي. د دغو ناندریو په پایله کې د ایران او پاکستان ترمنځ اړیکې هم د پخوا پرتله له حساسې مرحلې تېرېږي. که څه هم اسلاماباد هڅه کوي ځان د سیمې د کړکېچونو د حل لپاره د یوه منځګړي په توګه مطرح کړي خو د هغه سیمهییزې اړیکې، امنیتي ژمنې او له بېلابېلو قدرتونو سره د ګټو حسابونه داسې پوښتنې راپورته کوي چې تهران یې په اسانۍ له پامه نه شي غورځولی.
د دغو اړیکو د خرابېدو وروستۍ نښې نښانې هغه مهال راڅرګندې شوې چې د پاکستان د پوځ مشر، عاصم منیر، ایران ته سفر وکړ او هلته یې له ایراني چارواکو سره وکتل. د سیمې د رسنیو د راپورونو له مخې، د منیر او د ایران د یوه لوړپوړي امنیتي چارواکي، محسن رضایي، ترمنځ د لیدنې پر مهال د هرکلي او بدن ژبې توپیر بحثونه را و پارول. د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان له منیر سره تود چلند وکړ، خو د رضایي چلند نسبتاً سوړ او ساه ختلی ښکاره شو. له همدې امله، د هرکلي د مراسمو دغه توپیر د پاکستان د منځګړیتوب د هڅو او له تهران سره د هغه د اړیکو په اړه د رسنیو د بحثونو برخه وګرځېد.
خو د دغه چلند تر شا لاملونه څه دي؟
د اړیکو د ترینګلتیا کیسه یوازې له وروستي سفره نه پیلېږي؛ بلکې اوږده او تدریجي مخینه لري. د دواړو هېوادونو ترمنځ د باور ستونزه، د سرحدي امنیت په اړه اختلافونه، د سیمې د وسلهوالو ډلو مسئله، د افغانستان په اړه د سټراټيژیکو لیدلورو توپیر او له نړیوالو قدرتونو سره د اړیکو بېلابېل مسایل هغه لاملونه دي چې وخت ناوخت یې د تهران او اسلاماباد اړیکې له ازموینې سره مخ کړې دي.
د ۲۰۲۴ کال بریدونه؛ هغه عمل چې لا هم د بېباورۍ نښه ده
د ایران او پاکستان د اړیکو د کړکېچ یوه مهمه بېلګه د ۲۰۲۴ کال د جنورۍ پېښې وې. ایران د پاکستان په بلوچستان کې د «جیشالعدل» ډلې پر ادعا شوو مرکزونو بریدونه وکړل. تهران ادعا کوله چې دغه ډله د ایران پر خاوره بریدونه تنظیموي. پاکستان دغه اقدام د خپل حاکمیت سرغړونه وبلله او دوه ورځې وروسته یې د ایران په سیستان او بلوچستان ولایت کې پر هغو ځایونو بریدونه وکړل چې اسلاماباد د بلوڅو بېلتونپالو ډلو له مرکزونو سره تړلي بلل.
د دغو بریدونو په پایله کې مرګژوبله واوښته، ډیپلوماټیکې اړیکې د لنډ وخت لپاره راکمې شوې او دواړو هېوادونو خپل سفیران بېرته وروبلل. وروسته د اړیکو د عادي کولو هڅې پیل شوې او سفیران بېرته خپلو دندو ته ستانه شول. خو دا پېښه یوازې یوه سرحدي شخړه نه وه؛ دغې پېښې وښوده چې دواړه هېوادونه د امنیت په برخه کې د یو بل پر ژمنو بشپړ باور نه لري. دواړه لوري یو بل د دې مسوول ګڼي چې د دوی پر ضد فعالیت کوونکې وسلهوالې ډلې باید په خپله خاوره کې ونه زغمي.
له همدې امله، هر ځل چې د ایران او پاکستان ترمنځ د امنیتي همکاریو خبره کېږي، د سرحدي بریدونو یادونه بېرته راپورته کېږي. تهران غواړي اسلاماباد د ایران پر ضد د فعالیت کوونکو ډلو د مخنیوي لپاره عملي اقدامات وکړي؛ پاکستان هم له ایرانه ورته تمه لري. ستونزه دا ده چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د تورونو او متقابلو شکایتونو دا لړۍ لا هم دوام لري او په بشپړه توګه نه ده حل شوې.
د بلوچستان مسئله؛ د دوو ګاونډیو د بېباورۍ یوه بله مهمه سرچینه
د ایران او پاکستان ترمنځ شاوخوا ۹۰۰ کیلومټره ګډه پوله پرته ده. د پولې دواړو غاړو ته بلوڅان ژوند کوي او په دغو سیمو کې اقتصادي محرومیت، کمزوری پرمختګ او امنیتي ستونزې د اوږدې مودې راهیسې موجودې دي. د بلوڅو بېلابېلې وسلهوالې ډلې په دواړو هېوادونو کې فعالیتونه لري خو د دغو ډلو موخې، جوړښتونه او د فعالیت ساحې یو شان نه دي.
ایران د «جیشالعدل» په څېر ډلو فعالیتونه د خپل امنیت لپاره ګواښ بولي، په داسې حال کې چې پاکستان د بلوچستان د بېلتونپالو ډلو له بریدونو سره مخ دی. کله چې هر هېواد پر بل لوري تور پورې کوي چې د ده دښمنې ډلې ته یې د فعالیت زمینه برابره کړې، د متقابل باور جوړول ستونزمن کېږي. د نړیوالو امنیتي څېړونکو په اند، د ۲۰۲۴ کال د بریدونو یوه مهمه پایله دا وه چې د سرحدي وسلهوالۍ مسئله د دواړو هېوادونو د اړیکو په مرکز کې پاتې شوه.
د دې ستونزې بله برخه دا ده چې د سرحدي سیمو بېوزلي او د خلکو د ژوند محدود فرصتونه د امنیتي کړکېچونو د دوام لپاره زمینه برابروي. که د پولې دواړو غاړو ته د خلکو د ژوند د ښه کېدو، قانوني سوداګرۍ او ګډو اقتصادي پروژو لپاره کافي هڅې ونه شي، یوازې امنیتي عملیات د اوږدمهاله ثبات ضمانت نه شي کېدای.
افغانستان؛ د تهران او اسلاماباد د سټراټيژیکو محاسبو توپیر
د ایران او پاکستان ترمنځ د اړیکو د درک لپاره د افغانستان مسئله هم مهمه ده. دواړه هېوادونه له افغانستان سره اوږدې پولې، تاریخي اړیکې او امنیتي اندېښنې لري خو په تېرو لسیزو کې یې د افغانستان د سیاسي راتلونکي په اړه تل یو شان دریځ نه دی درلودلی.
د ۲۰۰۱ کال د امریکا تر پوځي مداخلې مخکې، پاکستان له طالبانو ملاتړ کاوه، په داسې حال کې چې ایران د طالبانو د هغه وخت د واکمنۍ مخالفو ځواکونو، په ځانګړي ډول شمالي ټلوالې، ته نږدې و. د دواړو هېوادونو دا تاریخي اختلاف د سیمې د نفوذ لپاره د هغوی د سیالۍ یوه څرګنده بېلګه وه.
که څه هم وروسته د دواړو هېوادونو ترمنځ د افغانستان د ثبات او امنیت په اړه د خبرو او همکارۍ هڅې وشوې خو د نفوذ، سرحدي امنیت او سیمهییزو اړیکو په اړه د هغوی محاسبې تل سره برابرې نه وې. پاکستان افغانستان د خپلې لوېدیځې پولې د امنیت او سیمهییز نفوذ له زاویې ارزوي؛ ایران بیا د خپل ختیځ امنیت، د سرحدي ولایتونو وضعیت، د افغان کډوالو مسئله او د سیمهییزو قدرتونو د حضور اغېزې هم په پام کې نیسي.
د همدې توپیر له امله، د تهران او اسلاماباد ترمنځ هره امنیتي او سیاسي ناندرۍ د افغانستان لپاره هم اهمیت پیدا کوي. که د دواړو هېوادونو اړیکې خرابې شي، د سوداګرۍ، ټرانزیټ، کډوالو او سیمهییزو ډیپلوماټیکو هڅو پر وضعیت یې اغېز لرلای شي.
سعودي عربستان او د مکې دفاعي تړون؛ د پاکستان د ژمنو ازموینه
په دې وروستیو کې له سعودي عربستان سره د پاکستان دفاعي اړیکې هم د ایران او پاکستان د اړیکو د تحلیل یوه مهمه برخه ګرځېدلې ده. د سعودي عربستان او پاکستان ترمنځ د ګډې دفاع موافقې د سیمې په سیاسي محاسبو کې نوې پوښتنې راپورته کړې دي. د راپورونو له مخې، د تړون له مخې د یوه غړي پر وړاندې وسلهوال برید د دواړو پر وړاندې برید ګڼل کېږي. د پاکستان لپاره دا تړون د سعودي عربستان له امنیتي جوړښت سره د اړیکو د پیاوړتیا نښه ده؛ خو د ایران په څېر د سیمې له نورو هېوادونو سره د اسلاماباد اړیکې هم د دې ډول تړونونو تر اغېز لاندې راتلای شي.
دلته اساسي پوښتنه دا ده چې پاکستان به څنګه وکولای شي له سعودي عربستان سره خپلې دفاعي ژمنې عملي کړي او په ورته وخت کې له ایران سره د ګاونډیتوب، سوداګرۍ او ډیپلوماسۍ اړیکې وساتي؟ په داسې سیمه کې چې د ایران، امریکا، اسراییل او عربي هېوادونو ترمنځ کړکېچونه ژور شوي، د اسلاماباد لپاره د ټولو لورو د رضایت ساتل اسانه نه دي.
له امریکا سره اړیکې او د منځګړیتوب ستونزمن رول
د ایران او امریکا ترمنځ د وروستي کړکېچ په لړ کې پاکستان هڅه کړې چې ځان د خبرو اترو او د تاوتریخوالي د کمولو لپاره د یوه منځګړي په توګه مطرح کړي. د پاکستان چارواکو د تهران او واشنګټن ترمنځ د اړیکو د عادي کولو او د پوځي کړکېچ د کمولو په اړه د خبرو هڅې کړې دي. د ۲۰۲۶ کال په اکټوبر کې تهران ته د عاصم منیر سفر هم د همدې ډیپلوماټیکو هڅو په چوکاټ کې ویل شوی دی.
خو منځګړیتوب یوازې د دواړو لورو ترمنځ د پیغامونو لېږدول نه دي؛ منځګړی باید د دواړو خواو د باور وړ هم وي. که تهران داسې احساس وکړي چې اسلاماباد د امریکا د غوښتنو د لېږدولو وسیله ده، نه یو خپلواک منځګړی، نو د هغه د ډیپلوماټیک رول اغېز کمېدای شي.
د پاکستان سیاست؛ د اصولو او ګټو ترمنځ توازن
پاکستان له لسیزو راهیسې هڅه کړې چې د نړیوالو او سیمهییزو قدرتونو ترمنځ د خپل جغرافیایي موقعیت، امنیتي اهمیت او له سټراټيژیکو اړیکو ګټه واخلي. د بېلابېلو حکومتونو په دوره کې یې له لوېدیځو هېوادونو، چین او عربي نړۍ سره اړیکې د خپلو اقتصادي او امنیتي اړتیاو له مخې تنظیم کړې دي.
د دې سیاست پلویان وايي چې د څو اړخیزو اړیکو ساتل د یوه هېواد د ملي ګټو برخه ده؛ خو منتقدین یې استدلال کوي چې کله یو هېواد له بېلابېلو لورو سره متضادې ژمنې کوي، د هغه د اعتبار او سیاسي ثبات په اړه پوښتنې پیدا کېږي. په ځانګړي ډول، کله چې د امنیتي همکاریو ژمنې له عملي اقداماتو سره برابرې نه وي، د شریکانو ترمنځ بېباوري زیاتېږي.
د پاکستان د پخواني استخباراتي مشر اسد دراني هغه مرکه هم زموږ په یاد ده چې د الجزیرې له کوربه، مهدي حسن سره یې کړې وه او هغه ترې په مستقیم ډول پوښتنه وکړه چې ایا د اخلاقو په نوم څه پیژنې؟ نو اسد دراني ورته و ویل چې کله د پاکستان قضیه رامخته کیږي او د پاکستان خبره وي، نو اخلاق شاته سیټ کې کېني.
اوس د تهران پیغام څه دی؟
د عاصم منیر د وروستي سفر پر مهال د هرکلي په اړه ناندریزې ویډیوګانې داسې په ټولنیزو رسنیو کې لاس په لاس شوې چې پاکستان د ایران او امریکا ترمنځ د منځګړیتوب هڅې کوي. له همدې امله، د رضایي سوړ او ساه ختلی چلند د سیاسي پیغام په توګه تعبیر شوی دی.
سره له دې، د پېښې سیاسي اهمیت په دې کې دی چې د پاکستان د بهرني سیاست د اعتبار په اړه بحثونه یې بېرته راژوندي کړي دي. که اسلاماباد غواړي د ایران او امریکا ترمنځ د منځګړي په توګه اغېزناک رول ولوبوي نو باید تهران ته دا باور ورکړي چې د هغه دریځ یوازې د بل قدرت د غوښتنو انعکاس نه دی.
ایران هم له خپل امنیت، سیمهییز نفوذ او له بهرنیو قدرتونو سره د اړیکو د مدیریت سره مخ دی. د تهران لپاره د پاکستان په اړه پرېکړې یوازې د یوه سفر یا د یوه چارواکي د هرکلي له مراسمو سره نه تړل کېږي؛ بلکې د سرحدي امنیت، اقتصادي اړیکو، دفاعي تړونونو او د سیمهییزو شخړو د مدیریت پراخ حسابونه پکې شامل دي.
پاکستان ښايي وکولای شي له امریکا، سعودي عربستان او ایران سره په یو وخت کې اړیکې وساتي خو د دې سیاست بریا په دې پورې تړلې ده چې څومره د باور وړ او روښانه وي. که د اسلاماباد خبرې او عمل سره توپیر ولري نو د منځګړیتوب هڅې به یې هم له شکونو سره مخ شي. په مقابل کې، که ایران او پاکستان د سرحدي امنیت، سوداګرۍ او د سیمهییزو کړکېچونو د کمولو لپاره عملي همکارۍ ته لومړیتوب ورکړي د اختلافونو د مدیریت فرصت به هم زیات شي.
م. ازاد
