جاپان د مریخ د یوې سپوږمۍ له خاورې د نمونو راټولولو لپاره فضايي ماموریت پیلوي
له ۱۹۶۰مې لسیزې راهیسې مریخ ته لسګونه فضايي ماموریتونه استول شوي، خو د دغه سیارې سپوږمۍ لا هم له ډېرو پوښتنو ډکه ده.
جاپان د مریخ د یوې سپوږمۍ له خاورې د نمونو راټولولو لپاره فضايي ماموریت پیلوي
جاپان چمتو دی چې یوه فضايي بېړۍ فضا ته وتوغوي. دا به د نړۍ لومړنی ماموریت وي چې موخه یې د فوبوس (Phobos) په نوم د مریخ له دوو کوچنیو، کچالو ته ورته بڼه لرونکو سپوږمیو د نمونو راټولول او ځمکې ته یې راوړل دي.
ساینسپوهان هیله لري چې دغه ماموریت، چې تمه ده پنځه کاله وخت ونیسي، د فوبوس او د هغې د کوچنۍ خور سپوږمۍ، ډیموس (Deimos)، د رامنځته کېدو په اړه مهم معلومات وړاندې کړي او ښايي په لمریز نظام کې د ژوند د سرچینې په روښانولو کې هم مرسته وکړي.
د جاپان د فضايي اکتشاف ادارې (JAXA) له لوري د دغې فضايي بېړۍ توغول د جاپان پر نوي او مهم H-3 راکټ ترسره کېږي. دغه ماموریت په داسې وخت کې پیلېږي چې امریکا، چین او نور هېوادونه مریخ ته د انسانانو د لېږلو پر طرحو غور کوي.
د MMX پروژې مدیر، یاسوهیرو کاواکاتسو، وایي چې د فوبوس له خاورې ترلاسه کېدونکي نمونې به ساینسپوهانو ته ګټور معلومات برابر کړي، څو وارزوي چې ایا د مریخ له سپوږمۍ دغه سیارې ته د راتلونکو انساني ماموریتونو لپاره د اډې په توګه ګټه اخیستل کېدای شي که نه.
کاواکاتسو ویلي: «سره له دې چې د مریخ سپوږمۍ ډېر اهمیت لري، تر اوسه یې بشپړه څېړنه نه ده شوې. دغه سپوږمۍ په لمریز نظام کې د هغو تر ټولو مهمو غرونو په څېر دي چې لا هم څوک نه دي ور ختلي.»
جاپان د دې نړیوال ماموریت مشري کوي، چې د امریکا د فضايي ادارې (NASA) او د نورو هېوادونو د فضايي ادارو تخنیکي تجهیزات او مخابراتي ملاتړ هم پکې شامل دي.
د جاپان فضايي اداره غواړي د مریخ د سپوږمیو د رامنځته کېدو څرنګوالی معلوم کړي
له ۱۹۶۰مې لسیزې راهیسې مریخ ته لسګونه فضايي ماموریتونه استول شوي، خو د دغه سیارې سپوږمۍ لا هم له ډېرو پوښتنو ډکه ده.
د فوبوس او ډیموس نومونه د لرغوني یونان له افسانوي شخصیتونو اخیستل شوي دي. دغه نومونه په ترتیب سره د وېرې او وحشت استازیتوب کوي.
روسیې څو ځله هڅه کړې چې پر فوبوس فضايي بېړۍ ښکته کړي، خو د ۲۰۱۱ کال د هڅې په ګډون، دغه هڅې ناکامې شوې دي.
د دې ماموریت یوه اساسي موخه دا ده چې معلومه کړي د مریخ سپوږمۍ څنګه رامنځته شوې او له کومو موادو جوړې شوې دي.
ځینې ساینسپوهان باور لري چې دغه دوه نامنظمې او له کندو ډکې سپوږمۍ ښايي د هغې کثافاتو پاتې شوني وي چې له مریخ سره د یوه لوی اسماني جسم د ټکر له امله رامنځته شوي دي.
د جاپان فضايي ادارې چارواکي باور لري چې د فوبوس له خاورې ترلاسه کېدونکي نمونې به د دغو پوښتنو په ځوابولو کې مرسته وکړي.
د MMX ماموریت اصلي څېړونکی، کیوشي کوراموتو، وایي: «موږ نږدې ډاډه یو چې د فوبوس د خاورې د نمونو په تحلیل سره به یوې پایلې ته ورسېږو.»
ساینسپوهانو د نمونو د راټولولو لپاره فوبوس ځکه غوره کړی چې دا د مریخ پرتله ډیموس ته نږدې ده او ښايي د مریخ په اړه ډېر معلومات ولري.
د جاپان د فضايي ادارې د چارواکو په وینا، تمه ده چې د فوبوس له سطحې راټول شوي مواد به شاوخوا ۰.۱ سلنې له مریخ سرچینه اخیستې مواد ولري.
فوبوس شاوخوا ۲۰ تر ۳۰ کیلومترو قطر لري او د مریخ په شاوخوا کې د نږدې شپږ زره کیلومټرو په واټن مدار وهي. دا سپوږمۍ په هره ورځ کې شاوخوا درې ځله د مریخ پر شاوخوا راڅرخي.
MMX به درې کاله د فوبوس په څېړنه کې تېر کړي
د کاواکاتسو په وینا، مریخ ته رسېدل اوږد سفر دی. په هغه وخت کې چې ځمکه او مریخ یو بل ته تر ټولو نږدې وي، د دواړو ترمنځ واټن شاوخوا ۵۵ میلیونه کیلومټره وي. خو د فضايي بېړۍ د سفر واقعي واټن به له ۵۰۰ تر ۶۰۰ میلیونه کیلومټرو پورې وي.
تمه ده چې فضايي بېړۍ د H-3 راکټ په وسیله تر توغول کېدو وروسته، د ۲۰۲۷ کال د اګست په شاوخوا کې د مریخ سطحې ته ورسېږي.
له هغه وروسته به درې کاله د فوبوس ترڅنګ او د هغې په شاوخوا کې تېر کړي، څو معلومات راټول او د سپوږمۍ له سطحې نمونې ترلاسه کړي. د پلان له مخې، فضايي بېړۍ به په ۲۰۳۱ کال کې ځمکې ته بېرته راستانه شي.
د فوبوس له سطحې به د خاورې نمونې راټولې شي
د فرانسې او جرمني په ګډه جوړ شوی ایډېفېکس (Idefix) څېړنیز موټر به تر نورو مخکې د فوبوس پر سطحه ښکته شي.
تمه ده چې دغه موټر به د ۲۰۲۹ کال په شاوخوا کې د ۱۰۰ ورځو لپاره د سپوږمۍ سطحه وڅېړي څو د جاپان د فضايي بېړۍ د خاورې راټولولو لپاره اړین معلومات برابر کړي.
وروسته به د MMX فضايي بېړۍ پر فوبوس ښکته شي. د جاپان فضايي اداره غواړي د دوو هڅو په ترڅ کې لږ تر لږه ۱۰ ګرامه خاوره راټوله کړي. د دې لپاره به امریکایي او جاپاني تخنیکونه وکارول شي.
د ناسا د نمونو راټولولو وسیله د فشار لرونکي ګاز په کارولو سره د سپوږمۍ د سطحې دوړې پورته کوي او په یوه ځانګړي لوښي کې یې ساتي.
د جاپان د ادارې د نمونو راټولولو تخنیک بیا د یوې ځانګړې وسیلې په مرسته د سطحې شاوخوا دوه سانتيمتره لاندې مواد راټولوي.
په لومړۍ هڅه کې به فضايي بېړۍ د دواړو وسایلو په کارولو سره د سطحې او تر ځمکې لاندې نمونې راټولې کړي. په دویمه هڅه کې به له سطحې لاندې نورې نمونې هم ترلاسه کړي.
ساینسپوهان وایي، له بېلابېلو ځایونو د نمونو راټولول دا امکان زیاتوي چې د مریخ د پخواني احتمالي مایکروبي ژوند نښې وموندل شي.
راټولې شوې نمونې به په یوه ځانګړي کپسول کې وساتل شي. دغه کپسول داسې جوړ شوی چې د ځمکې اټموسفیر ته د بېرته ننوتلو پر مهال د تودوخې پر وړاندې مقاومت وکړي.
تمه ده چې کپسول به د اسټرالیا په خاوره کې راښکته شي او وروسته به د څېړنو لپاره جاپان ته ولېږدول شي.
جاپان تر دې وړاندې هم د هایابوسا (Hayabusa) په نوم د دوو فضايي ماموریتونو له لارې ځينې نمونې ځمکې ته راوړي دي. لومړۍ نمونه په ۲۰۱۰ کال او دویمه په ۲۰۲۰ کال کې راوړل شوې وه.
د فوبوس ټیټه جاذبه د ماموریت لپاره لویه ننګونه ده
فضايي بېړۍ باید د څېړنیز موټر له خوا د برابر شویو ځمکنیو معلوماتو پر بنسټ د ناستې لپاره یوه نسبتاً هواره او مناسبه سیمه غوره کړي. وروسته به هڅه کوي چې د ناستې په دوو ساعتونو کې نمونې راټولې کړي.
پر فوبوس ښکته کېدل اسانه کار نه دی، ځکه د دې سپوږمۍ سطحه له ګڼو کنډو کپرو ډکه ده او جاذبه یې د ځمکې د جاذبې یوازې دوه زرهیمه برخه ده.
د دې لپاره چې فضايي بېړۍ د ناستې پر مهال بېرته پورته ټوپ ونه وهي، د MMX د څېړنې برخه په څلورو پښو سمباله ده چې د ټکانونو د جذب ځانګړتیا لري.
څېړنیز موټر داسې څرخونه لري چې په ټیټه جاذبه کې هم حرکت کولای شي. که موټر چپه شي، بېرته خپل عادي حالت ته د ګرځېدو وړتیا لري او د جاپان د فضايي ادارې په وینا، په ډېر ورو سرعت حرکت کوي.
د دې ماموریت پایلې ښايي نه یوازې د فوبوس او ډیموس د رامنځته کېدو په اړه د ساینسپوهانو پوهه زیاته کړي، بلکې په راتلونکي کې مریخ ته د انسانانو د سفرونو او د هغه د سپوږمیو د احتمالي کارونې لپاره هم مهم بنسټیز معلومات برابر کړي.
ماري یاماګوچي
د اسوشیټیډ پرېس خبري اژانس توکیو میشته خبریاله، چې د جاپان د سیاست، امنیت، اټومي انرژۍ او ټولنیزو موضوعاتو په اړه راپورونه چمتو کوي.
