هند کې د رایورکوونکو پراخ حذف؛ د ډیموکراسۍ د تشېدو بهیر
د دې بهیر تر ټولو جدي اغېز پر مسلمانانو، ښځو، کډوالو او نورو محرومو ټولنو شوی دی. له خلکو د زدهکړو اسناد، د ځمکو اسناد، د کورنۍ د اړیکو ثبوتونه او نور پخواني اسناد غوښتل کېږي؛ هغه څه چې د بېوزلو او بېسواده خلکو لپاره یې برابرول ستونزمن دي. په دې توګه، د رایې ورکولو د حق د تثبیت دروند بار د حکومت پر ځای د خلکو پر اوږو اچول شوی دی.
د رایهورکوونکو له نوملړونو د میلیونونو کسانو د نومونو ایستل، محرومې ټولنې له سیاسي حقونو بېبرخې کوي او د هندو ملتپالنې د پیاوړتیا لپاره زمینه برابروي.
د هند په پلازمېنه نوي ډیلي کې زرګونه کسان د ټاکنو د کمېسیون د مشر، ګیانېش کومار، د استعفا غوښتلو لپاره لارو کوڅو ته راوتلي وو. لاریونونه وروسته له هغې پیل شوي چې د دغه هېواد د رایهورکوونکو له نوملړونو د څه باندې ۱۳۰ میلیونو کسانو نومونه حذف شوي وو. دې چارې د هند د ډیموکراسۍ د وضعیت او د خلکو د سیاسي حقونو په اړه جدي اندېښنې راپورته کړې دي.
د نومونو حذف د هند د ټاکنو د کمېسیون د رایهورکوونکو د نوملړونو د ځانګړې او پراخې بیاکتنې (SIR) پایله ده. که څه هم د نوملړونو اصلاح د ټاکنیز نظام یو عادي اداري بهیر دی خو د دې ځل بهیر پراخوالی، د کړنلارې خپلسري او د میلیونونو کسانو د رایې ورکولو له حقه محرومېدل، دا پروسه له پخوانیو بیاکتنو بېلوي.
د دې بهیر تر ټولو جدي اغېز پر مسلمانانو، ښځو، کډوالو او نورو محرومو ټولنو شوی دی. له خلکو د زدهکړو اسناد، د ځمکو اسناد، د کورنۍ د اړیکو ثبوتونه او نور پخواني اسناد غوښتل کېږي؛ هغه څه چې د بېوزلو او بېسواده خلکو لپاره یې برابرول ستونزمن دي.
په دې توګه، د رایې ورکولو د حق د تثبیت دروند بار د حکومت پر ځای د خلکو پر اوږو اچول شوی دی.
د نوملړونو د اصلاح تر شا د ټکنالوژۍ او مصنوعي ځیرکتیا کارول هم د بېطرفۍ تضمین نه شي کولای. د رایهورکوونکو د معلوماتو د ارزونې په بهیر کې د نومونو او کورنیو اړیکو د توپیرونو څېړنه، په ځانګړي ډول د هغو ښځو لپاره ستونزې جوړوي چې له واده وروسته یې نومونه یا د اوسېدو ځایونه بدل کړي وي. په داسې شرایطو کې تخنیکي او اداري کړنلارې د ټولنې شته نابرابرۍ لا پیاوړې کوي.
په لوېدیځ بنګال کې د هغو ۲.۷ میلیونو کسانو له ډلې چې نومونه یې د «منطقي توپیرونو» په نوم له نوملړونو حذف شوي، د مقالې له مخې، شاوخوا ۶۵ سلنه مسلمانان وو. په حیدراباد کې هم د حذف لپاره په نښه شویو کسانو په منځ کې د مسلمانانو ونډه د دغه ښار په ټول نفوس کې د هغوی له ونډې لوړه ښودل شوې ده. دغه شمېرې د رایهورکوونکو د نوملړونو د اصلاح د بهیر د بېطرفۍ په اړه پوښتنې راپورته کوي.
د دې بهیر اغېزې یوازې ټولنیزې نه دي، بلکې سیاسي اړخ هم لري. د ځانګړو ټولنیزو ډلو د رایو د کمېدو له لارې د واکمن بهارتیا جاناتا ګوند (BJP) سیاسي سیالان هم زیانمنېدای شي. نوموړی د بِهار او لوېدیځ بنګال ټاکنو ته په اشارې استدلال کوي چې په ځینو ټاکنیزو حوزو کې د حذف شویو یا تر پوښتنې لاندې راغلو رایهورکوونکو شمېر د ګټونکي نوماند د رایو له توپیر زیات و. له همدې امله، د نوملړونو د اصلاح بهیر د ټاکنو پر پایلو د احتمالي اغېز له پلوه هم د څېړنې وړ دی.
دا موضوع د هند د هندو ملتپالنې له پراخې ایډیولوژیکې پروژې سره هم تړلی ښکاري. د «ناقانونه کډوالو» او «نفوذي کسانو» په څېر اصطلاحات په سیاسي بحثونو کې د مسلمانانو د شکمنې ټولنې په توګه د معرفي کولو او د ټاکنو د مذهبي وېش د ژورولو لپاره کارول کېږي. که څه هم د نوملړونو له حذف هندوان او نورې ټولنې هم اغېزمنې شوې دي خو د دې بهیر سیاسي تبلیغات په ځانګړي ډول مسلمانان په نښه کوي.
د رایهورکوونکو د نوملړونو دا بهیر د هند د تابعیت له قانون او په آسام ایالت کې د وګړو د ملي ثبت له پروسې سره هم پرتلې وړ دی، دا ډول اقدامات د تابعیت، ملي هویت او د لږکیو د حقونو په اړه د هند د سیکولر جوړښت لپاره جدي ننګونې رامنځته کړي دي.
د هند د ډیموکراسۍ بنسټ دا دی چې هر بالغ وګړی، پرته له مذهبي او ټولنیز توپیر، د رایې ورکولو حق ولري. خو که د رایهورکوونکو د نوملړونو د اصلاح په نوم میلیونونه کسان له دې حق محروم شي نو د ټاکنو د عدالت او د سیاسي نظام د مشروعیت په اړه پوښتنې راپورته کېږي. د رایهورکوونکو پراخ حذف یوازې یو اداري بهیر نه دی، بلکې د سیاسي ګډون د محدودولو او د هند د ډیموکراټیکو او سیکولرو بنسټونو د کمزوري کېدو خطر هم ورسره مل دی.
تنویر فضل – د ټولنپوهنې استاد او لیکوال
