پښتانه او پاکستان
"د یوې نیمګړې ورورولۍ کیسه" "زه دې خپل ګڼم، ته مې په پنځه منه لېټۍ کې هم نه شمیري!" د پښتنو او پاکستان اړیکه یوازې د یوې پولې، دوو دولتونو او څو سیاسي پرېکړو کیسه نه ده، دا د تاریخ، وینې، قربانۍ، کلتور، جغرافیې او د میلیونونو انسانانو د احساساتو کیسه ده.
"د یوې نیمګړې ورورولۍ کیسه"
"زه دې خپل ګڼم، ته مې په پنځه منه لېټۍ کې هم نه شمیري!"
د پښتنو او پاکستان اړیکه یوازې د یوې پولې، دوو دولتونو او څو سیاسي پرېکړو کیسه نه ده، دا د تاریخ، وینې، قربانۍ، کلتور، جغرافیې او د میلیونونو انسانانو د احساساتو کیسه ده.
پښتانه د تاریخ په اوږدو کې د دې سیمې د هر لوی بدلون برخه پاتې شوي دي. کله چې پاکستان جوړېده، د دې خاورې پښتنو هم د خپل وخت له سیاسي حالاتو سره سم خپلې پرېکړې او قربانۍ درلودې. وروسته بیا د پاکستان په دفاع، سیاست، اقتصاد او ټولنیز ژوند کې د پښتنو ونډه هم کمه نه وه.
خو د وخت په تېرېدو یوې ترخې پوښتنې ورو ورو د پښتنو په ذهن کې ځای ونیو:
موږ پاکستان خپل ګڼو، خو پاکستان موږ تر کومه خپل ګڼي؟
دا پوښتنه د دښمنۍ له امله نه، بلکې د اوږدې تجربې له امله پیدا شوې ده.
پښتون یوازې د رایې صندوق، عسکر، کارګر، مالیه ورکوونکی او د جګړې د وخت سرتېری نه دی. پښتون یو ملت دی، ژبه لري، تاریخ لري، کلتور لري، دودونه لري او د خپلې خاورې او هویت په اړه ژور احساس لري.
که یو دولت غواړي چې د یوه قوم زړه خپل کړي، نو یوازې امنیتي پالیسۍ او سیاسي شعارونه بسنه نه کوي، د هغه قوم ژبه، کلتور، عزت، اقتصاد او انساني حقونو ته هم باید درناوی وشي.
پښتانه ډېر ځله دا احساس لري چې کله د دوی وینه او قرباني ته اړتیا وه، دوی د هېواد د دفاع لومړۍ کرښې ته ودرول شول، خو کله چې د دوی د ژبې، اقتصاد، پرمختګ، سوداګرۍ او سیاسي حقونو خبره راغله، بیا یې غږ دومره په اسانۍ نه اورېدل کېده.
همدا ځای دی چې د ورورولۍ په دعوه کې درز پیدا شو.
د پولې دواړو غاړو ته یو ولس
د افغانستان او پاکستان ترمنځ کرښه د دولتونو په نقشو کې یوه سیاسي کرښه ده، خو د پښتنو په ژوند کې دا کرښه ډېرې کورنۍ، کلي، خپلوان او تاریخي اړیکې له یو بل څخه بېلوي.
د یوه کور پلار په یوه خوا کې وي او زوی یې په بله خوا کې، یو ورور په افغانستان کې او بل د کرښې هغې غاړه کې، د یوه قوم جنازه په یوه خوا کې وي او خپلوان یې د کرښې په بله خوا کې.
کله چې دروازې وتړل شي، یوازې سوداګریز موټر نه درېږي، د خلکو ژوند درېږي.
ناروغ پاتې کېږي، مزدور بې روزګاره کېږي، سوداګر زیان ویني، زده کوونکی له زده کړو پاتې کېږي او کورنۍ له خپلو خپلوانو سره د لیدو له حقه محرومېږي.
پښتانه پوښتنه کوي:
که موږ وروڼه یو، نو ولې زموږ ترمنځ هره دروازه باید دومره درنه وي؟
تجارت باید د سیاست قرباني نه شي
د افغانستان او پاکستان ترمنځ اقتصادي اړیکې د دواړو هېوادونو د خلکو لپاره مهمې دي. د پولې دواړو خواوو ته بازارونه، کورنۍ او د خلکو اقتصادي ژوند له یو بل سره تړلی دی.
خو هر ځل چې سیاسي اختلاف رامنځته شي، د خلکو پر مخ دروازې تړل کېږي.
دا ډول سیاست نه یوازې افغان سوداګر زیانمنوي، بلکې د کرښې دواړو غاړو عام خلک هم اغېزمنوي.
که له نړۍ سره د تجارت دروازې پرانیستل د اقتصادي پرمختګ وسیله وي، نو له خپلو نږدې ګاونډیانو سره هم باید د تجارت، تګ راتګ او اقتصادي همکاریو لپاره د باور او دوام وړ نظام جوړ شي.
د خلکو ژوند باید د هرې سیاسي شخړې لومړنی قرباني نه وي.
د پښتنو طبیعي شتمني او د محرومیت احساس
پښتانه دا هم پوښتي چې ولې د دوی په سیمو کې د طبیعي منابعو، اوبو، کانونو او نورو اقتصادي امکاناتو له موجودیت سره سره د عام ولس د ژوند ستونزې لا هم دومره ډېرې دي؟
د یوه قوم د شتمنۍ اصلي معیار یوازې د ځمکې لاندې موجود کان نه دی، اصلي شتمني یې هغه وخت تضمین ده چې د هغې سیمې ماشوم ښوونځی ولري، ځوان کار ولري، ناروغ روغتون ولري او کورنۍ د عزت او امنیت احساس ولري.
که شتمني موجوده وي، خو ولس یې د محرومیت احساس کوي، نو ستونزه یوازې اقتصادي نه پاتې کېږي؛ سیاسي او رواني بڼه هم اخلي.
پښتانه د جګړې لپاره نه، د عزت لپاره پیدا شوي دي
پښتانه له جګړې ستړي دي.
دوی د تېرو لسیزو جګړو له کبله ډېر څه بایللي دي: ځوانان، کورونه، اقتصاد، تعلیم، ارام او د راتلونکي ډېر فرصتونه.
له همدې امله د پښتنو راتلونکی باید د تل لپاره د جګړې، استخباراتي سیالیو او د نورو د ستراتیژیکو لوبو برخه نه وي.
پښتون باید د خپلې سیمې په راتلونکي کې د خپل عقل، تعلیم، اقتصاد او سیاسي شعور له لارې ونډه واخلي.
د پښتنو تر ټولو ستره بریا به دا نه وي چې د بل پر وړاندې جګړه وګټي، بلکې دا به وي چې پخپلو بچیانو تعلیم وکړي، اقتصاد جوړ کړي، خپل هویت وساتي او خپل راتلونکی په خپله اراده جوړ کړي.
له پاکستان سره دښمني نه، متقابل احترام
دا مقاله د پاکستان له ولس سره د دښمنۍ بلنه نه ده.
پاکستان کې هم میلیونونه داسې خلک شته چې له افغانانو سره تاریخي، فرهنګي او انساني اړیکې لري. د یوه دولت سیاست باید د یوه ټول ولس له احساساتو سره یو شان ونه ګڼل شي.
موږ د پاکستان له ولس سره د سولې، دوستۍ او ښه ګاونډیتوب غوښتونکي یو.
خو دوستي هغه وخت پیاوړې وي چې دوه اړخیزه وي.
ورورولي هغه وخت ښکلې وي چې یو ورور د بل ورور درد هم خپل درد وبولي.
کرښه هغه وخت د سولې کرښه ګرځي چې د خلکو پر مخ د بېلتون دیوال نه، بلکې د قانوني تګ راتګ او تجارت دروازه وي.
او د «راج ګورنر» مبارکي؟
هره نوې سیاسي پرېکړه چې د پښتنو د برخلیک، واک، اقتصاد او راتلونکي سره تړاو لري، باید د احساساتي شعارونو پر ځای د ولس د واقعي ګټو له زاویې وکتل شي.
پښتانه نور یوازې د نومونو، مقامونو او تشریفاتي مبارکیو تږي نه دي.
پښتانه عمل غواړي.
د تعلیم عمل.
د اقتصاد عمل.
د کار عمل.
د سړکونو او روغتیا عمل.
د ژبې او کلتور د درناوي عمل.
د آزاد او باعزته تګ راتګ عمل.
او له ګاونډیانو سره د برابرې او متقابلې دوستۍ عمل.
ځکه تاریخ نور د شعارونو په ژبه نه لیکل کېږي، تاریخ د خلکو په ژوند کې لیکل کېږي.
وروستۍ خبره
پښتانه باید نه د چا ړانده دښمنان وي او نه د چا ړانده پلویان.
دوی باید خپل هویت، خپل عزت او خپلې ملي ګټې وپېژني.
له هر هغه چا سره دې دوستي وي چې د دوی دوست وي، له هر هغه چا سره دې تجارت وي چې په عزت ورسره تجارت کوي، او له هر هغه ګاونډي سره دې سوله وي چې د دوی د سولې درناوی کوي.
پښتانه باید خپل راتلونکی د بل چا د نقشې پر کرښو ونه لیکي.
موږ نه د چا دښمني غواړو، نه د چا خیرات.
موږ یوازې عزت، عدالت، سوله، پرمختګ او متقابل درناوی غواړو.
او پاکستان ته د پښتنو تر ټولو ساده پوښتنه همدا ده!
ولې موږ له خپل دود، دستور، ژبې، وسایلو، کانونو او د ژوند د ټولو اسانتیاو محروموئ. که خبره داسې وي نو دیوال ته چې وایي:" بلا، بلا اخر دیوال هم وایې بلا"
ليکوال: دولت وزيري
کلیدي ټکي
د لیکوال په اړه
Dawlat Wziri
Jalalabad, AFGHANISTAN
