ډلهییزه وژنه په دې مانا نه ده چې اسرايیل جګړه ګټلې
د اسراییلو پوځي ځواک ونه توانېد چې په غزه کې هغه سیاسي موخې ترلاسه کړي چې د ترلاسه کولو لپاره یې جګړه پیل کړې وه.
درې کاله تېر شوي چې د حماس برید اسراییل لړزولی او د نسلوژنې روانه جګړه یې پیل شوې. د اسراییلي پوځ د نه ماتېدونکي ځواک انځور له منځه ولاړ. اسراییل په ځواب کې خپل ټول پوځي ځواک، له اټومي وسلو پرته، وکاراوه او خپل ټول لوېدیځ متحدان یې هم د غزې پر وړاندې د مرګ او ویجاړۍ په بېساري کمپاین کې له ځان سره ملګري کړل؛ داسې کمپاین چې غزه یې په پراخه کچه ویجاړه کړه.
اسراییلي پوځ یوازې پوځي مرکزونه او د فلسطیني مقاومت جنګیالي په نښه نه کړل، بلکې د ډلهییزو وژنو او پراخې ویجاړۍ له لارې یې ملکي وګړو ته د سزا ور کولو هڅه هم وکړه. تر دې مهاله یې تر ۷۴ زرو ډېر کسان وژلي او تر ۱۸۰ زرو ډېر یې ټپیان کړي دي. د غزې ټول اوسېدونکي یې له لوږې سره مخ کړي، روغتیايي نظام یې له منځه وړی، ښوونیز نظام یې سخت زیانمن کړی او د ژوند د دوام لپاره یې د غزې ډېری بنسټیزې زېربناوې، د اوبو د تصفیې او پاکولو مرکزونه او د برېښنا شبکه ویجاړه کړې ده.
که پوځي ځواک د سیاسي موخو د ترلاسه کولو لپاره وي، نو د بریا معیار څه دی؟
که د پوځي ځواک موخه د سیاسي اهدافو ترلاسه کول وي، نو د بریا معیار باید د وژل شویو کسانو شمېر یا د ویجاړۍ پراخوالی نه وي؛ بلکې دا باید وکتل شي چې جګړه د غوښتل شویو شرایطو له مخې پای ته رسېدلې ده که نه.
خو د دې خونړۍ جګړې له پیل درې کاله وروسته داسې ښکاري چې اسراییل نه دی توانېدلی خپل پوځي برلاسی په داسې سیاسي واقعیت بدل کړي چې د دغه هېواد له اعلان شویو موخو سره سمون ولري.
د اسراییلو حکومت له پیله خپلې موخې روښانه کړې وې. دغه موخې د یرغمل شویو کسانو خوشې کول، د فلسطیني مقاومت له منځه وړل، پر غزه د امنیتي کنټرول ټینګول، د سیمې لپاره د بدیلې ادارې رامنځته کول او په ضمني ډول د فلسطینیانو د احتمالي شړلو لپاره د زمینې برابرول وو.
نو پوښتنه دا ده چې اسراییل تر دې مهاله دغو موخو ته د رسېدو لپاره څه ترلاسه کړي دي؟
لومړی: د یرغمل شویو کسانو د خوشې کولو په برخه کې پوځي ځواک ناکام شو
تر دې مهاله ټول یرغمل شوي کسان خوشې شوي دي. خو له هغو ۲۵۰ کسانو چې غزې ته وړل شوي وو، اسراییلي پوځ یوازې د اتو کسانو په ژغورلو بریالی شو او د ۱۲ نورو مړي یې وموندل. دغه پوځ لږ تر لږه درې یرغمل شوي کسان په خپله ډزو ووژل او د بمباریو پر مهال یې د نورو نامعلوم شمېر کسان هم ووژل.
د یرغمل شویو کسانو ډېره لویه برخه، که ژوندي وو او که مړه، له حماس سره د سختو ډیپلوماټیکو هڅو او مذاکراتو وروسته خوشې شول.
دا د پام وړ ده چې د یرغمل شویو کسانو په اړه د اسراییلو د پوځ یوه پخواني مسؤل په دې وروستیو کې ویلي چې ټول یرغمل شوي کسان یو کال مخکې هم خوشې کېدای شول او ښايي ځینې هغه کسان هم ژغورل شوي وای چې وروسته مړه شول.
دا څرګندوي چې پراخ پوځي ځواک د یرغمل شویو کسانو د بېرته ستنولو په برخه کې خپلې موخې ترلاسه نه کړې.
دویم: اسراییل ونه توانېد چې په غزه کې فلسطیني مقاومت له منځه یوسي
اسراییل د پراخو پوځي عملیاتو او د مقاومت د ګڼو مشرانو د وژلو سربېره ونه توانېد چې په غزه کې د فلسطیني مقاومت حضور پای ته ورسوي.
حماس لا هم د غزې پر ځینو برخو کنټرول لري، په داسې حال کې چې د اسراییلو بمبارۍ او د هغو فلسطیني ملېشو بریدونه دوام لري چې له اسراییلو ملاتړ کوي.
اوس اسراییل اړ شوی چې د حماس د بېوسلې کولو په اړه خبرې او مذاکرات وکړي، نه دا چې دغه موخه یوازې د پوځي ځواک له لارې ترلاسه کړي.
درېیم: اسراییل د غزې شاوخوا ۶۰ سلنه خاوره نیولې، خو د ټولې سیمې د نیولو پرېکړه یې نه ده کړې
اسراییلي پوځ د غزې شاوخوا ۶۰ سلنه خاوره نیولې ده، خو د پاتې سیمې د بشپړ نیولو لپاره یې پراخ عملیات نه دي پیل کړي.
لامل یې دا دی چې اسراییل درک کوي چې د غزې د پاتې برخو د نیولو سیاسي، بشري او پوځي لګښتونه به خورا لوړ وي.
څلورم: د غزې لپاره د بدیلې ادارې او بیارغونې پلانونه له ناکامۍ سره مخ شوي دي
اسرائیل او د هغه تر ټولو مهم متحد، امریکا د غزې لپاره د «سولې بورډ» د جوړولو، د سیمې د بیارغونې او د یوې بدیلې ادارې د رامنځته کولو په طرحه کې ډېرې هڅې وکړې؛ داسې اداره چې ملګري ملتونه به پکې ونډه نه لري.
خو دغه هڅې تر ډېره ناکامې شوې دي.
د غزې لپاره ټاکل شوې اداري کمېټه لا هم دې سیمې ته نه ده ننوتلې، څو د حکومتولۍ چارې پر غاړه واخلي. همدارنګه، په هوکړه کې د بشري مرستو اړوند مادې هم لا نه دي عملي شوې.
پنځم: له غزې د فلسطینیانو د شړلو لپاره هڅې د پام وړ پرمختګ نه لري
له غزې د فلسطینیانو د ایستلو لپاره د زمینې برابرولو هڅو هم د پام وړ پرمختګ نه دی کړی.
اسرائیل هڅه کړې چې د پرلهپسې بېځایه کولو، لوږې، د کورونو او بنسټیزو تاسیساتو د ویجاړولو او د «رضاکارانه وتلو» په نوم د بېلابېلو طرحو له لارې فلسطینیان دې ته اړ کړي چې خپله خاوره پرېږدي.
ویجاړۍ غزه د اوسېدو لپاره په یوه نامناسب ځای بدله کړې ده، خو د فلسطیني وګړو اکثریت څرګنده کړې چې غواړي پر خپله خاوره پاتې شي. ان ځینې هغه فلسطینیان هم له مصر څخه بېرته غزې ته ستانه شوي دي چې هلته تللي وو.
د غزې د جګړې تر پای وروسته د وضعیت ستونزه
په دې پړاو کې څرګنده شوې چې اسرائیل په غزه کې له یوې اساسي ستونزې سره مخ دی: د جګړې له پای وروسته به څه پېښېږي؟
د اسرائیلو پوځ د غزې د ویجاړولو توان لري، خو نه شي کولای داسې نوی سیاسي واقعیت رامنځته کړي چې د اسرائیلو موخې او غوښتنې پوره کړي.
دا هیله چې د غزې په یوه ویجاړه او له ناورینونو ډکه سیمه بدلول به د خلکو ژوند دومره ناامیده کړي چې هغوی له خپلې قضیې او خپلو حقونو لاس واخلي، له ناکامۍ سره مخ شوې ده.
په غزه کې د فلسطینیانو دوامداره شتون، د مقاومت دوام او په سیاسي او نړیوال ډګر کې د فلسطیني قضیې مخ پر زیاتېدونکی اهمیت دا ثابتوي چې د اسرائیلو د وحشیانه پوځي یرغل تګلاره ناکامه شوې ده.
پوځي ځواک کولای شي یو لنډمهالی واقعیت تحمیل کړي، خو په یوازې ځان سیاسي مشروعیت نه شي رامنځته کولای. تر دې هم بدتره دا چې دغه ځواک کولای شي مشروعیت له منځه یوسي. همدا هغه څه دي چې د اسرائیلو له حکومت او د دغه هېواد له ټولې سیاسي طرحې سره پېښ شوي دي.
اسرائیل په نړیوال ډګر کې خپل اعتبار له لاسه ورکوي
تېره میاشت، کله چې د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ ته وینا کوله، د ملګرو ملتونو د غړو هېوادونو د اکثریت استازو له غونډې د اعتراض په توګه ووتل.
نتانیاهو پخپله هم د جرمونو نړیوالې محکمې له خوا د جنګي جرمونو او د بشریت پر ضد جرمونو په تورونو د نیولو له حکم سره مخ دی.
خو د اسرائیلو د نسلوژنې جګړې یوازې د دغه هېواد نړیوال اعتبار نه دی زیانمن کړی.
اسرائیل ورځ تر بلې د نړۍ د ډېری هېوادونو او خلکو له منفي غبرګون سره مخ کېږي. د پیو څېړنیز مرکز (Pew Research Center) یوې نظرپوښتنې، چې په ۳۶ هېوادونو کې ترسره شوې، موندلې چې د دغو هېوادونو ۶۷ سلنه لویان د اسرائیلو په اړه منفي نظر لري.
حتی د اسرائیلو د مهمو متحدانو په هېوادونو کې هم د دغه هېواد په اړه منفي نظرونه زیات شوي دي:
متحده ایالات: ۶۰ سلنه
جرمني: ۷۳ سلنه
بریتانیا: ۶۹ سلنه
فرانسه: ۶۸ سلنه
په واشنګټن کې د اسرائیلو د ملاتړ په اړه بحثونه دومره پراخ شوي چې د کانګرس زیاتېدونکی شمېر غړي د هغو لایحو ملاتړ کوي چې له اسرائیلو سره د پوځي مرستو محدودول یا پرې بندیزونه لګول غواړي.
په اروپايي پلازمېنو کې هم ورته بحثونه د دې لامل شوي چې پر غیرقانوني اسرائیلي مېشتځایونو له سوداګرۍ سره تړلي محدودیتونه ولګول شي.
اسرائیل د جګړې په ډګر کې ځواکمن دی، خو سیاسي موخو ته نه دی رسېدلی
نن به د اسرائیلو مشران خپل ولس ته وینا وکړي، د خپلو پوځي بریاوو یادونه به وکړي، د پوځ د ځواک ستاینه به وکړي او د لا زیاتو غچ اخیستونکو اقداماتو ژمنې به وکړي.
خو حقیقت دا دی چې د اسرائیلو پوځ، چې د نړۍ له پیاوړو پوځونو څخه دی، په پرمختللو جنګي الوتکو، پېچلو بېپیلوټه الوتکو او د مصنوعي ځیرکتیا په مرسته هدایت کېدونکو ۹۰۰ ټنه بمونو سمبال دی، د یوه کمزوري، غیردولتي لوبغاړي پر وړاندې ــ چې په سپکو وسلو سمبال و ــ د نسلوژنې جګړه پیل کړه، خو په خپلو سیاسي موخو کې ناکام شو.
خلک وژل کېدای شي، کورونه له خاورو سره برابرېدای شي او سیمې تر پوځي کنټرول لاندې راتلای شي؛ خو هغه ملي قضیه چې د لسیزو په اوږدو کې یې د نړۍ د خلکو پام ځان ته اړولی، د پوځي ځواک له لارې له منځه نه شي وړل کېدای.
رفعت ابراهیم
رفعت ابراهیم د غزې فلسطینی لیکوال دی. نوموړی د فلسطین اړوند بشري، ټولنیزو، اقتصادي او سیاسي موضوعاتو په اړه لیکنې کوي.
