د قومونو ترمنځ د تعصب اوازې، د شرخوښوونکو دسیسې دي
د یوه کور پلار د یوه قوم دی، مور د بل قوم، د اولادونو دوستان او د هغوی د ژوند ملګري له نورو قومونو سره تړاو لري. د دې ټولو حقيقي واقعيتونو په اساس په زغرده ويلی شو چې دا هغه افغانستان دی چې په ټولنیزو رسنیو کې د قومي وېش له مصنوعي انځورونو سره ډېر توپیر لري. هغه ډلې او خلک چې غواړي دا ورونه قومونه سره بېل کړي امکان نه لري ځکه اوبه په ډانګ نه بېلېږي.
افغانستان د بېلابېلو قومونو ګډ کور او د يوې داسې جغرافيې نوم دی چې اوږد تاريخ لري. د دې سپېڅلې خاورې پر مخ مېشت ټول قومونه پښتون، تاجک، هزاره، ازبک، ترکمن، بلوچ، پشهيي، نورستانیان، ایماق، عرب، قرغز، قزلباش، ګوجر، براهوي او نور سره ورونه دي.
ګډ ديني، فرهنګي او نور مشترکات لري. ګډې خوښۍ او غمونه یې تېر کړي دي، په سختو ورځو کې یې د یو او بل لاس نیولی او د دې وطن د ابادۍ او بقا په برخه کې یې ګډه ونډه اخیستې ده.
د ټولو قومونو ترمنځ داسې ژورې اړیکې شته چې د قومي وېش هره هڅه په عملي ژوند کې له لویو خنډونو سره مخ کوي.
دا اوس د یوه قوم ژوند د بل قوم له ژوند څخه جلا نه دی. د یوه ښار په بازار کې د بېلابېلو قومونو سوداګر یو د بل مشتریان دي؛ په ښوونځي، پوهنتون، اداره، روغتون او ټولنیزو محفلونو کې د بېلابېلو قومونو خلک سره یو ځای ژوند او کار کوي.
همدا راز دا اوس پښتون په بدخشان کې د دې وطن د یوه وګړي په توګه ځان پردی او نابلد نه محسوس کوي؛ ازبک په کندهار او زابل کې پردی نه دی؛ ترکمن په ننګرهار او لغمان کې د خپل کار او پانګونې لپاره ځای لري؛ پشهيي په کندوز او مزار کې د افغانستان له نورو خلکو سره ګډ ژوند کوي؛ تاجک، هزاره، بلوچ، ایماق، نورستانی او نور قومونه هم د دې ګډ کور برخې دي.
د یوه کور پلار د یوه قوم دی، مور د بل قوم، د اولادونو دوستان او د هغوی د ژوند ملګري له نورو قومونو سره تړاو لري.
د دې ټولو حقيقي واقعيتونو په اساس په زغرده ويلی شو چې دا هغه افغانستان دی چې په ټولنیزو رسنیو کې د قومي وېش له مصنوعي انځورونو سره ډېر توپیر لري. هغه ډلې او خلک چې غواړي دا ورونه قومونه سره بېل کړي امکان نه لري ځکه اوبه په ډانګ نه بېلېږي.
د دې ټولو مشترکاتو باوجود چې په افغانستان کې د مېشت قومونو ترمنځ د بېل والي فکر ردوي بيا هم ولې ځينې اشخاص او ډلې دا پرېوتې فکر له دماغو نه اوباسي؟ ولې په بار بار سترګې پټوي او تېزاب د اوبو بديل بولي؟
که ډېر لرې لاړ نه شو او لنډ د افغانستان معاصر تاريخ ته کتنه وکړو، راته به ښکاره شي چې د افغان قومونو د وېش خبره يا بهرنيو لاسپوسو کړې ده يا د ناکامو شويو حکومتونو بې فکره چارواکو کړې ده يا هغو کسانو کړې ده چې پوهيږي په خړو اوبو کې يې خير دی.
اوس هم هغه کسان او ډلې په افغانستان کې قومي، ژبني، مذهبي او سمتي اختلافونو ته لمن وهي چې د افغانستان ابادي، قومي يوالی او د افغانانو په ځان بسياينه کې يې شخصي ګټې له خطر سره مخ کيږي.
دا اوس چې په افغانستان کې کوم امنيتي، سياسي، اقتصادي او ټولنيز وضعيت حاکم دی، دا اصلآ د دې وطن اصيلو بچيانو ته فرصت دی او مقابلو جهتونو او اشخاصو ته د غم خبر
بيرونۍ فعالې شبکې چې د جاسوسۍ په جامو کې خپل عزت لټوي، په افغانستان کې د تعصب اور بلول غواړي، سیاسي فرصتطلبان، افراطي عناصر، د تېرو حکومتونو ناکام، په فساد ککړ، غله، قاچقبران، بې کفايته او په بهرنيو هېوادونو کې د مفشن ژوند لرونکي چارواکي دي.
هغه ډلې او کسان دي چې کلونه کلونه يې قومې، سمتي او ژبني مسايل د خپلو شخصي ګټو تر لاسه کولو لپاره سپر کړي دي.
دا اوس هم چې کوم اشخاص او ډلې د سوشل ميډيا له لارې چغې وهي چې هله پښتون وخوړل، هزاره له منځه لاړ، ازبک محروم شو، تاجک منزوي شو او ترکمن هېر شو دا ټول دروغ دي، د بادارانو خوشحالولو او خپلو ګټو لپاره لګيا دي. خدای، وطن او خلکو لپاره د يوې تېږې په بله اېښودو ته هم وخت نه لري.
دوی بيا غواړي چې د قومونو ترمنځ په نفاق اچولو سره خپلو موخو ته ورسيږي. حکومت او خلک د دوی خدمت کې وي، ښه موقف، ښې بنګلې او ډېرې پېسې ولري. ذرهي موټر ورپسې قطار وي او د بيت المال په پېسو که هر څه کوي څوک ترې پوښتنه ونه کړي. خو حال نور محال نه دی. د دې خلکو په وړاندې لوی خنډ افغانان او قومونه دي.
ټول افغانان که هغه د هر قوم، هرې ژبې ويونکي او د هر سمت دي اتل او بوتل پېژني، د خدمتګار او غدار تفکيک کولی شي او نه غواړي چې نور د نورو لپاره قرباني شي.
شته حکومت يې هم سر ته ولاړ دی او د هر چال تر شا کيسه او اصلي څهره روښانه کوي. پلانونه يې شنډوي، اوازې يې په حقيقتونو او واقعيتونو تمبوي.
لنډه دا چې د ټولنیزو رسنیو یوه خپره شوې جمله د ټول افغانستان استازیتوب نه شي کولای او افغان نه غواړي چې د خپل هېواد په یوه بله سیمه کې د خپل بل افغان ورور پر وړاندې سنګر ونیسي.
ليکنه: بخت جمال کريمي
