د افغانستان او پاکستان ترمنځ اړیکې
د تاریخي کړکېچ، جیوپولیټیکي لاسوهنو او سیمهییزو فرصتونو تحلیلي ارزونه

د افغانستان او پاکستان ترمنځ اړیکې د جوړېدو له پیله، یعنې په ۱۹۴۷ زېږدیز کال کې د پاکستان له تاسیس سره هم مهاله، په جیوپولیټیکي او جیوسټراټېژیکو سیالیو کې رانغاړل شوې دي.
دا هغه مهال و چې بریتانوي استعمار له سیمې څخه د شاتګ پر مهال، د خپلو اوږدمهالو سیمهیزو ګټو لپاره داسې بنسټونه کېښودل چې تر ننه پورې د بېثباتۍ او لاسوهنې لامل ګرځي.
په دی لیکنه کښی هڅه کوم چې د تاریخي حقایقو، ښکاره مداخلو او روانو توطیو پر بنسټ، د دواړو هېوادونو ترمنځ ترینګلتیا په ډیپلوماټیک او تحلیلي چوکاټ کې وڅېړم.
د کړکېچ تاریخي جرړې او د بریتانوي استعمار پټ لاس:
د بریتانوي استعمار ستراتېژيک انجنیران چې په نولسمه پېړۍ کې یې د نړۍ پراخه برخې تر خپل کنټرول لاندې وې، د افغان-انګلیس له درېیو جګړو وروسته، په ځانګړې توګه په ۱۹۱۹ کال کې د افغانانو له بریالۍ ازاديغوښتونکې پاڅون څخه سخت درس واخیست. افغان ملت په هغه تاریخي شېبه کې ثابته کړه چې د بهرني اشغال پر وړاندې مقاومت یې نه یوازې د خپلواکۍ بېرته نیول دي، بلکې د استعمار لپاره د ماتې یو تلپاتې سمبول هم دی.
همدا ماتې وه چې بریتانیا یی اړ کړه چی خپله استعماري ستراتېژي بدله کړي.
دوی د مستقیمې پوځي واکمنۍ پر ځای، په سیمه کې د "پراکسي قدرتونو" او "سرسپردو مدیریتونو" په جوړولو لاس پورې کړ. د ۱۹۴۷ کال د وېش پر مهال، پاکستان ته یو داسې وفادار مدیریتي جوړښت په میراث پاتې شو چې محور یې نظامي حلقه وه او لا هم د هند پر ځمکه د خپلو سټراټېژیکو موخو لپاره د استعماري قوانینو پر اساس ګرځي.
دا هغه "سرسپردګي" وه چې وروسته یې د مسلمان وګړو لرونکي هېواد پاکستان له خپل ګاونډي سره په دښمنۍ کې وساته.
د پاکستان تنظیمي لاسوهنې او د جهادي نیابتي جګړو طراحي:
له تېرو پنځو لسیزو راهیسې، پاکستان د افغانستان په کورنیو چارو کې په بشپړه بېپروایۍ او له غربي ملاتړ په درلودلو سره لاسوهنې کړې دي.
د تاریخ څېړنه ښيي چې د پاکستان پوځي او استخباراتي کړۍ د افغانستان د ولسي، مشروع او پرمختګغوښتونکو نظامونو د نسکورولو لپاره په منظمه توګه افراطي او جهادي تنظیمونه وروزل او سمبال یی کړل.
دا هغه تنظیمونه وو چې وروسته د "زرغون کمربند" په نوم د یوې نړیوالې افراطي پروژې زهرجنې میوې وګرځېدې.
دغو مداخلو افغانستان په یوه خونړۍ کورنۍ جګړه کې وروغورځاوه، میلیونونه بېګناه انسانان یې قتل، معیوب او کډوالۍ ته اړ کړل. د هېواد اقتصادي بنسټونه ړنګ او پر ځای یې د نشهيي توکو اقتصاد او ترورېزم ته د روزنې ډګر جوړ شو. دغه تباهي لا هم روانه ده او د پاکستان استخباراتي نهنګ (آیایسآی) د سولې او بیارغونې هره هڅه له خنډ سره مخ کوي. په وروستیو کې پر ملکي وګړو د پاکستان هوایي بریدونه په ځانګړې توګه په هغه مرکز چې معیوبینو او معتادینو ته ځانګړی شوی و او له ۴۰۰ ډېر بېګناه کسان یې شهیدان کړل ، د بشري حقونو ښکاره نقض او جنګي جرم دی چې اسناد یې نړیوالو سازمانونو ته وړاندې شوي، خو له بده مرغه نړیواله ټولنه دې ته په خاموشۍ ګوري.
افغانستان نن د واخان له سټراټېژیک دهلېز څخه د ګټې اخیستو په لټه کې دی، څو له تاریخي انزوا څخه ووځي او د سیمهییز اتصال په مرکز بدل شي. دا پروژه به افغانستان له چین سره ونښلوي او ایران ته به دا فرصت برابر کړي چې له دې لارې له منځنۍ اسیا او چین سره خپله سوداګري پراخه کړي.
دا د سولې او شریکې سوکالۍ پروژه ده، چې له سیالۍ پرته د ټولو لپاره ګټه لري.
خو پاکستان، چې د افغانستان د جیوپولیټیکي انزوا او اقتصادي تړاو څخه خپله ګټه اخلي، د دې سترو ملي پروژو د شنډولو لپاره وسلهوالی ډلې استوي او روان اداري او عملي بهیر مختل کوي. پاکستان غواړي دغه سیمه د "ناامنۍ د تور بکس" په توګه وساتي، څو د بدیلو لارو (لکه چابهار بندر) مخه ونیول شي. دا کړنې ښيي چې پاکستان نه یوازې د افغانستان، بلکې د چین، ایران او نورو مرکزي اسیايي هېوادونو د اقتصادي ادغام مخه نیسي او د "سیمهییز سوداګریز انقلاب" پر ضد یو لوی خنډ ګرځېدلی دی.
اوس مهال، پاکستان د افغانستان له سولې سره ښکاره دښمني کوي ، حتی د تیری فاسدې ادارې مشران یې ، په واک کې د بقا په خاطر غلامان کړي وو ، د پاکستان ډیر پلانونه د ډیورنډ پر کرښې د اغزن تار په شمول، د نظامي تاسیساتو جوړول ، د طورخم د دروازې، پاسپورت او ویزې رسمي کول ، دا هغه ملي خیانتونه دي چې د تاریخ په حافظه کې لیکل شوي دي او ملت یې نه بخښي.
اوس محال د دوی په خاوره کې د افغانستان د دښمنو وسلهوالو ډلو لپاره دفترونه خلاص دي او په قصدي توګه تبلیغاتي او تخریبي ماشین فعال ساتل شوی، ترڅو افغان ملت یو ځل بیا د کورنۍ جګړې لمنو ته وغورځوي. دوی دا حقیقت نه شي درک کولای چې افغان ملت نور له جنګه ستړی شوی، د خپل هېواد ابادۍ ته ژمن دی او غواړي له ګاونډیانو سره ښې او متوازنې اړیکې ولري. د افغانانو دغه رغنده هوډ د سیمې د ټولو هېوادونو د ګټو تضمینونکی دی، خو د پاکستان نظامي حلقه دا د خپل وجود لپاره ګواښ ګڼي.
پاکستان د اسیا پر زړه یو "ناسور زخم" دی چې د درملنې یوازینۍ لاره یې له سیمهیزو همکاریو څخه د دغه لاسوهونکې او پارونکي چلند غوڅېدل او له منځه تلل دي. تر هغه چې په پاکستان کې د بریتانوي استعمار دغه میراثي نظامي مدیریت واکمن وي، سیمه به له اقتصادي ادغام، سولې او ثبات څخه بېبرخې وي.
افغانستان، د خپل غني تاریخ او اتل ملت په مټ، د تل په څېر دغو دسیسو ته ماتې ورکوي او د سیمهییزې یووالي او اقتصادي انقلاب لپاره لاره هواروي. د سیمې هېوادونه، په ځانګړې توګه هغه چې د سوداګریزو لارو او انرژۍ د لېږد خوبونه او پلانونه لري، باید دغه حقیقت وپېژني چې د پاکستان له تخریبي ونډې پرته، د دوی ملي ګټې او ډلهییز پرمختګ ناشونی دی. د پاکستان د نفوذي حلقو دغه رنځوروونکې مداخله باید د دیپلوماتیکو او اقتصادي فشارونو له لارې شنډه شي، ترڅو د زړه دغه ناسور شفا ومومي او د اسیا زړه له دې زهرجن مکروب څخه خلاصون پیدا کړی.
