ایا امریکا له چینه د مصنوعي ځیرکتیا سړه جګړه ګټلی شي؟
د مصنوعي ځیرکتیا په دې سړه جګړه کې چین یوازې د امریکا د شاته پاتې کولو هڅه نه کوي؛ بلکې پر امریکا د پام وړ فشار راوړونکي وسایل هم لري.
د چین د ارزانه مصنوعي ځیرکتیا (AI) ټکنالوژۍ بري په ښکاره ډول امریکايي AI شرکتونه اندېښمن کړي دي. د صنعت مشرانو په څرګند ډول د امریکا حکومت غوښتي چې د چین د مصنوعي ځیرکتیا له صنعت سره د سیالۍ لپاره اقدامات وکړي.
واشنګټن تر دې وړاندې چین ته د پرمختللو چپسونو د پلور پر وړاندې بېلابېل محدودیتونه لګولي دي. تېر کال یې د «پکس سیلیکا» (Pax Silica) نوښت هم پیل کړ، چې هدف یې د مصنوعي ځیرکتیا د ټکنالوژۍ لپاره د داسې اکمالاتي ځنځیرونو رامنځته کول دي چې بیجینګ ترې بهر وي. تر اوسه ۲۳ ایالتونه او اروپايي ټولنه له دې نوښت سره یوځای شوي دي. اوس د امریکا د AI صنعت له لوري پر چینايي مصنوعي ځیرکتیايي ماډلونو د بندیز یا محدودیت غوښتنې هم زیاتې شوې دي.
داسې ښکاري چې دغه دوه ستر قدرتونه د مصنوعي ځیرکتیا د یوې نوې «سړې جګړې» پر درشل ولاړ دي؛ دواړه هڅه کوي خپل جلا جلا متحدان او ټکنالوژیکي بلاکونه جوړ کړي او د مصنوعي ځیرکتیا د راتلونکي عصر اصول وټاکي. خو اوس پوښتنه دا ده: که امریکا له چین سره دا سیالي د یوې جګړې په توګه پیل کړې وي، ایا کولی شي په پای کې بریالۍ شي؟
د صادراتي خنډونو محدودیتونه
اوس مهال امریکا او متحدان یې د مصنوعي ځیرکتیا د پراختیا په څو مهمو برخو کې له چین مخکې دي. د چین پرمختللي AI ماډلونه لا هم تر ډېره پر وارداتو، په ځانګړي ډول پر چپسونو، د چپونو د ډیزاین سافټویر او د چپونو د جوړولو پر تجهیزاتو، متکي دي.
له همدې امله، د امریکا صادراتي محدودیتونه د چین وړتیا کموي چې د مصنوعي ځیرکتیا په وروستیو پرمختګونو کې له نړۍ سره همګام پاتې شي. دغه محدودیتونه لګښتونه لوړوي او د پانګهوالو باور کموي. خو دا محدودیتونه به د تل لپاره د چین د AI پرمختګ ونه شي درولی.
باید په پام کې ونیول شي چې د مصنوعي ځیرکتیا پرمختګ یوازې د چپسونو په برخه کې سیالي نه ده. بشري وړتیا، مالي پانګه، د بازار اندازه، د مقرراتو انعطاف او په صنعت کې د AI پراخ استعمال هم ډېر مهم دي.
چین د امریکا د صادراتي محدودیتونو په غبرګون کې یوازې د کورنیو بدیلو ټکنالوژیو پر جوړولو پانګونه نه کوي؛ بلکې د AI ماډلونو جوړښت هم ښه کوي، د روزنې او کارونې موثریت لوړوي او هڅه کوي له هغو چپسونو څخه چې لا یې په واک کې دي، اعظمي استفاده وکړي.
د چپسونو په برخه کې د ځان بساینې د هڅو ترڅنګ، چین د امریکا د صادراتي محدودیتونو د تېښتې لپاره بېلابېلې لارې هم لټوي. د جون په میاشت کې د امریکا حکومت د چینايي شرکتونو لپاره د بهرنیو فرعي شرکتونو له لارې د پرمختللو امریکايي چپسونو د اخیستلو امکانات محدود کړل. دغه تشه وتړل شوه، خو ښايي په راتلونکي کې نوې لارې رامنځته شي.
دا چې امریکا به وکولی شي د چین د AI پرمختګ محدود کړي که نه، تر ډېره د دې هېواد د متحدانو پر همکارۍ هم پورې تړلې ده. پرمختللي چپونه په یوه هېواد کې نه جوړېږي؛ بلکې د دوی اکمالاتي ځنځیر د څو سیاسي او جغرافیایي برخو ترمنځ وېشل شوی دی. په دې لړۍ کې د امریکا ډیزاین، د هالنډ او جاپان تجهیزات او د تایوان تولیدي ظرفیتونه یو له بل سره تړلي دي.
همدا متقابل تړاو د دې لامل کېږي چې که امریکا صادراتي محدودیتونه ډېر سخت، پرلهپسې بدل او یا د اوږدې مودې لپاره وساتي، ښايي پایله یې د واشنګټن پر خلاف تمامه شي.
هغه امریکايي متحدان چې د خپلې ملي امنیتي پالیسۍ لپاره د امریکا له لوري پر دوی د لوړو سوداګریزو لګښتونو له تحمیل ناراضه دي، ښايي له دغو محدودیتونو ستړي شي او په پای کې د داسې بدیلو اکمالاتي ځنځیرونو پر جوړولو پانګونه وکړي چې له امریکايي ټکنالوژۍ او مقرراتو خپلواک وي.
د هالنډ د چپ جوړولو د تجهیزاتو د ستر شرکت ASML اجرائیوي رئیس کریسټوف فوکې هم د چین پر وړاندې د پرمختللو چپ جوړولو تجهیزاتو د پلور د محدودولو په اړه پوښتنې راپورته کړې دي. نوموړي شک څرګند کړی چې ایا دا ډول محدودیتونه به واقعاً اغېزناک وي، که برعکس، چین به دې ته وهڅوي چې د خپلو کورنیو ټکنالوژیو د جوړولو هڅې لا ګړندۍ کړي.
د امریکا د اوسني سیاست په اړه شکونه حتی د امریکا د AI صنعت په دننه کې هم مطرح شوي دي. د امریکايي چپ جوړوونکي شرکت NVIDIA مشر جېنسن هوانګ د چین پر وړاندې د چپونو صادراتي محدودیتونه «ناکام» بللي او ویلي یې دي چې دغو محدودیتونو امریکايي شرکتونو ته میلیاردونه ډالر زیان رسولی دی. چین د NVIDIA لپاره یو مهم بازار هم دی.
له بلې خوا، د چین د خلاصې سرچینې (Open Source) AI ماډلونه د امریکا د ټکنالوژۍ د صنعت لپاره په مهمو وسیلو بدل شوي دي.
سږ کال نږدې ۲۰۰ امریکايي نوو رامنځته شوو شرکتونو د ټرمپ ادارې ته په یوه لیک کې ویلي چې د پرمختللو چینايي AI ماډلونو ته د لاسرسي بندول، چې ډېری یې د خلاصې سرچینې پر بنسټ دي، پر ځای د دې چې تنظیم شي، ښايي امریکايي نوو شرکتونو ته جدي زیان ورسوي.
د دوی په وینا، دا کار به د امریکا بازار د څو سترو AI شرکتونو په لاس کې محدود کړي، سیالي او نوښت به کم کړي او ښايي د امریکايي مصرفوونکو لپاره د خدماتو بیې لوړې کړي.
د چین د نایابه ځمکنیو عناصرو کاروونه
د مصنوعي ځیرکتیا په دې سړه جګړه کې چین یوازې د امریکا د شاته پاتې کولو هڅه نه کوي؛ بلکې پر امریکا د پام وړ فشار راوړونکي وسایل هم لري.
نایابه ځمکني عناصر (Rare Earths)، چې د چپونو په جوړولو کې مهم رول لري، ښايي د بیجینګ تر ټولو قوي وسیله وي. چین نه یوازې د نړۍ د تر ټولو سترو نایابه ځمکنیو عناصرو زیرمې لري، بلکې د دغو عناصرو د استخراج او پروسس په برخه کې هم نړیواله برلاسي لري.
چین یوازې د نړۍ د نایابه ځمکنیو عناصرو د جلا کولو او تصفیې شاوخوا ۹۱ سلنې ظرفیت لري.
واشنګټن له دې وضعیت ښه خبر دی. تېر کال، د سوداګریزې جګړې د بیا تازه کېدو په غبرګون کې، بیجینګ د نایابه درنو ځمکنیو عناصرو پر امریکا صادرات بند کړل. دې اقدام د امریکا پر تولیدي صنعت سخت فشار راوړ او واشنګټن یې اړ کړ چې ژر تر ژره د سوداګرۍ د یوې لنډمهالې هوکړې هڅه وکړي؛ په بدل کې چین دغه بندیز د یوه کال لپاره وځنډاوه.
له هغه وخت راهیسې امریکا هڅه کړې چې ځان له چینايي نایابه ځمکنیو عناصرو بېنیازه کړي، خو تر اوسه یې د پام وړ بریا نه ده ترلاسه کړې.
نه یوازې دا چې د چین هغه خټې چې له هغو نایابه ځمکني عناصر ترلاسه کېږي، د امریکا او د هغه د متحدانو له زیرمو اقتصادي دي، بلکې چین د دغو خامو موادو د پروسس په برخه کې هم پراخه تجربه ترلاسه کړې ده.
لویدیځو هېوادونو د اوږدې مودې لپاره د چاپېریالي ککړتیا له امله د دې صنعت له پراختیا ډډه کړې وه. که څه هم د دې پروسس ټکنالوژي ډېره پېچلې نه ده، خو امریکا او متحدان یې د چټک پرمختګ لپاره کافي بشري ظرفیت او تخنیکي تجربه نه لري.
چین د نایابه ځمکنیو عناصرو د پروسس په برخه کې لسګونه زره تجربه لرونکي انجنیران لري، په داسې حال کې چې په لویدیځ کې د دې برخې متخصصین ډېر محدود دي.
له همدې امله، که امریکا پر چین خپل اقدامات نور هم سخت کړي، ښايي خپله هم د چین له لوري له صادراتي بندیزونو او تعرفو سره مخ شي؛ هغه اقدامات چې د امریکا د AI صنعت به هم زیانمن کړي.
د واشنګټن لپاره ستونزه لا هغه مهال جدي کېږي چې نایابه ځمکني عناصر د وسلو په جوړولو کې هم کارول کېږي، چې له F-35 جنګي الوتکو څخه نیولې تر بالستیک توغندیو ضد دفاعي سیستمونو پورې پکې شامل دي.
د دې ترڅنګ، په داسې حال کې چې د امریکا او ایران ترمنځ جګړه هر وخت بیا رامنځته کېدای شي او د امریکا پوځ په تېره دوره کې د توغندیو د مخنیوي د دفاعي توغندیو ډېره برخه کارولې، واشنګټن نه شي کولی ځان د بل احتمالي پړاو لپاره له کافي دفاعي امکاناتو پرته ومومي.
«چیمریکا» لا هم له منځه نه ده تللې
امریکا څومره چې غواړي د چین د مصنوعي ځیرکتیا پرمختګ محدود کړي، هغومره ښايي دا کار د خپل صنعت لپاره هم لوړ لګښت ولري.
د دواړو هېوادونو د اقتصادي اړیکو له کمولو او جلا کولو سره سره، «چیمریکا» (Chimerica) لا هم پر ځای ده. دا اصطلاح د امریکا او چین د ژورو اقتصادي اړیکو او متقابلې اقتصادي اړتیا د تشریح لپاره کارول کېږي.
د مقالې د لیکوالې په باور، هر څومره ژر چې واشنګټن دې حقیقت ته متوجه شي چې امریکا چین ته هغومره اړتیا لري لکه چین چې امریکا ته لري، هماغومره به د دواړو هېوادونو او په ټوله کې د نړۍ لپاره ښه وي.
که امریکا او چین د مصنوعي ځیرکتیا په برخه کې سیالي د یوې پراخې جیوپولیټیکې مقابلې په توګه مخته یوسي، د نړۍ نور هېوادونه هم ښايي د دغې سیالۍ تر اغېز لاندې راشي.
یانګ شیاوتونګ
د «هورایزن انسایټس سنټر» څېړونکې
ژباړه: رسالت
په دې مقاله کې وړاندې شوي نظرونه د لیکوال خپل دي.
