افغانستان "د بمبارۍ په وړاندې د یوه ستړي ولس نه ماتېدونکی غږ"
بس دی! د افغانانو پر کورونو نور بمونه مه غورځوئ. افغان ولس غریب دی، خو بېغیرته نه دی، کمزوری اقتصاد لري، خو کمزوری عزم نه لري. افغانستان شاید د نړۍ له سترو پوځي او اقتصادي قدرتونو څخه نه وي، خو دا خاوره داسې تاریخ لري چې هر نسل یې د خپلواکۍ، عزت او خپلې خاورې د دفاع بیه په وینو ورکړې ده.
افغانستان
"د بمبارۍ په وړاندې د یوه ستړي ولس نه ماتېدونکی غږ"
افغانستان له جګړې ستړی دی داسې ستړی چې هره کوڅه یې د ویر کیسې لري، هره کورنۍ یې د جګړې له درد سره اشنا ده او هره مور غواړي چې د خپل ماشوم سهار د چاودنې له غږه، بلکې د مرغیو له غږه پیل شي.
خو کله چې پر یوه هېواد، چې لا یې د جګړو له اوږدو زخمونو څخه وینه بهېږي، بیا بمونه اورول کېږي او د جګړې په لمبو کې ملکي انسانان خپل ژوند له لاسه ورکوي، نو د دې ولس د زړه له تل څخه یو غږ پورته کېږي:
بس دی! د افغانانو پر کورونو نور بمونه مه غورځوئ.
افغان ولس غریب دی، خو بېغیرته نه دی، کمزوری اقتصاد لري، خو کمزوری عزم نه لري. افغانستان شاید د نړۍ له سترو پوځي او اقتصادي قدرتونو څخه نه وي، خو دا خاوره داسې تاریخ لري چې هر نسل یې د خپلواکۍ، عزت او خپلې خاورې د دفاع بیه په وینو ورکړې ده.
افغانان جګړه نه غواړي. دوی د خپل اولاد لپاره ښوونځی، د خپل کور لپاره ډوډۍ، د خپل وطن لپاره آبادۍ او د خپل ژوند لپاره امنیت غواړي. خو سوله هغه وخت معنا لري چې د یوه ملت پر سر بمونه نه اورېږي او د هغه د حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا درناوی کېږي.
د پاکستان او افغانستان ترمنځ ستونزې د بمونو په وسیله نه حل کېږي. که د کرښې، امنیت او سیاسي اختلافونو په اړه جدي ستونزې شته، د حل لاره یې خبرې، مستقیم تماس، متقابل درناوی او د نړیوالو اصولو رعایت دی، نه هغه بم چې د یوه ماشوم د ژوند څراغ مړ کړي او یوه کورنۍ د تل لپاره د غم پر ټغر کښېنوي.
تاریخ موږ ته یو مهم درس راکوي: د ملتونو ترمنځ دښمني د خلکو راتلونکی نه جوړوي؛چ، عقلاني سیاست یې جوړوي.
افغانستان باید د بل هېواد د جګړو میدان نه وي، او د افغانستان خاوره هم باید د هېڅ بل هېواد پر ضد د تاوتریخوالي لپاره و نه کارول شي، چې له نیکه مرغه دا کار شوی دی. د دواړو خواوو ولسونه د سولې، امنیت او عزت حق لري.
موږ د پاکستان د ولس دښمنان نه یو، د هرې خاورې عام خلک زموږ په څېر د خپلو ماشومانو د خوندي راتلونکي هیله لري. ستونزه د ولسونو ترمنځ نه، بلکې د هغو سیاستونو او پرېکړو په کچه ده چې جګړه اوږدوي او د ملکي خلکو ژوند په خطر کې اچوي.
افغان ولس ډېر څه له لاسه ورکړي، خو یو شی یې لا نه دی له لاسه ورکړی: د خپل وطن د عزت احساس.
له همدې امله د افغانستان پیغام باید روښانه وي:
موږ سوله غواړو، خو د وېرې سوله نه، د عزت سوله غواړو.
موږ اړیکې غواړو، خو د زور پر بنسټ نه، د متقابل درناوي پر بنسټ.
موږ ګاونډیتوب غواړو، خو داسې ګاونډیتوب چې د یوه هېواد ماشوم د بل هېواد د بم قرباني نه شي.
او که څوک فکر کوي چې د بمبارۍ، فشار او زور له لارې به د افغانستان ولس خپل دریځ بدل کړي، نو د تاریخ پاڼې دې ولولي. افغانستان د جګړې له امله ډېر زیانمن شوی، خو د فشار په وړاندې یې د خپل ملي کرامت احساس له منځه نه دی تللی.
نن د افغان ولس تر ټولو ستره غوښتنه دا نه ده چې څوک دې ټوټه شي، څوک دې مات شي او څوک دې نابود شي، بلکې غوښتنه یې دا ده چې جګړه دې پای ته ورسېږي، بمونه دې خاموش شي، ملکي خلک دې خوندي شي او د سیمې راتلونکی دې د خبرو پر مېز جوړ شي.
ځکه د ملتونو ریښتینی بریالیتوب د بل ملت په وینه کې نه، بلکې د خپلو خلکو په امن، عزت، سوکالۍ او آبادۍ کې دی.
افغانستان سوله غواړي، خو داسې سوله چې په هغې کې نه بم وي، نه ویره، نه د ملکي خلکو وینه—بلکې عزت، متقابل درناوی او د یوه خپلواک ملت د ژوند حق وي.
درنښت
دولت "وزیري"
کلیدي ټکي
د لیکوال په اړه
Dawlat Wziri
Jalalabad, AFGHANISTAN
