په بريکس کې د افغانستان غړيتوب اړين دی؟
بریکس کوم رسمي پوځي تړون نه دی او د ناټو په څېر ګډ دفاعي سازمان هم نه دی. دا تر ډېره د سیاسي او اقتصادي همکارۍ یو فورم دی. د رامنځته کېدو اصلې موخه يې دا ده چې غړي هېوادونه په اقتصادي، سوداګریزو، سیاسي، مالي او پراختیايي برخو کې همکاري زیاته کړي او په نړیوالو ادارو کې د مخ پر ودې هېوادونو ونډه او غږ پیاوړی کړي.
بریکس (BRICS) د نړۍ د مخ پر ودې او پرمختګ په حال کې هېوادونو یو مهم سیاسي او اقتصادي همکارۍ فورم دی. نوم يې د بنسټګرو هېوادونو Brazil, Russia, India, China د نومونو له لومړنیو تورو څخه جوړ شوی دی. البته لومړی BRIC و او د جنوبي افریقا له یوځای کېدو سرهBRICS شو. د بریکس لومړۍ رسمي سرمشریزه په ۲۰۰۹ کال کې د برازیل، روسیې، هند او چین په ګډون ترسره شوه. جنوبي افریقا په ۲۰۱۱ کال کې ورسره یوځای شوې.
بریکس ۱۱ رسمي غړي لري چې په کې برازیل، روسیه، هند، چین، جنوبي افریقا، مصر، ایتوپیا، ایران، متحده عربي امارات، اندونیزیا او سعودي عربستان شامل دي. البته د سعودي عربستان د غړیتوب په اړه په ځینو سرچینو کې د حقوقي/رسمي وضعیت اختلاف لیدل کېږي؛ سعودي ته د غړیتوب بلنه ورکړل شوې وه، خو ځینې وروستي راپورونه وايي چې ریاض لا د بشپړ غړیتوب موضوع په بشپړه توګه نه ده تایید کړې.
له بشپړو غړو پرته بریکس د (شریک هېواد) ځانګړی چوکاټ هم لري. بلاروس، بولیویا، قزاقستان، کیوبا، مالیزیا، نایجیریا، تایلنډ، یوګانډا، ازبکستان او ویتنام د هغو هېوادونو نومونه دي چې د شریک هېواد په چوکاټ کې په ۲۰۲۵ کال کې شامل شول.
بریکس کوم رسمي پوځي تړون نه دی او د ناټو په څېر ګډ دفاعي سازمان هم نه دی. دا تر ډېره د سیاسي او اقتصادي همکارۍ یو فورم دی. د رامنځته کېدو اصلې موخه يې دا ده چې غړي هېوادونه په اقتصادي، سوداګریزو، سیاسي، مالي او پراختیايي برخو کې همکاري زیاته کړي او په نړیوالو ادارو کې د مخ پر ودې هېوادونو ونډه او غږ پیاوړی کړي.
همدا راز بریکس د ملګرو ملتونو، نړیوال بانک، نړیوال وجهي صندوق او د سوداګرۍ نړیوال سازمان په څېر نړیوالو بنسټونو کې د لا عادلانه او متوازن نړیوال نظام غوښتنه هم کوي.
ایا هر هېواد کولی شي د بریکس رسمي غړی شي؟
د دې پوښتنې ځواب نه دی. هر هېواد په خپله خوښه د بریکس رسمي غړی نه شي کېدای. د بريکس غړيتوب لپاره نوي هېواد ته د بریکس د غړو هېوادونو سیاسي موافقه او ګډه پرېکړه ضروري ده. همدا راز د بریکس د پراختیا په بهیر کې اقتصادي ظرفیت، سیمهییز اهمیت، له جنوبي هېوادونو سره اړیکې او د بریکس له عمومي موخو سره د هېواد همغږي نور هغه مهم عوامل دي چې د بريکس غړيتوب لپاره اساسي ګڼل کيږي.
له همدې امله د یوه هېواد غوښتنه یوازې د غړیتوب تضمین نه کوي. د شریک هېواد حیثیت هم د بشپړ غړیتوب تر څنګ یوه جلا لاره ده.
افغانستان او بریکس
افغانستان په اوسني وضعیت کې د بریکس رسمي غړی نه دی او تر دې دمه د بریکس د شریک هېواد په رسمي لېست کې هم نه دی شامل شوی. خو افغانستان د جغرافیایي موقعیت، طبیعي سرچینو او د منځنۍ او جنوبي اسیا ترمنځ د وصل نقطې په توګه د بریکس له هېوادونو سره د اقتصادي اړیکو د پراختیا لپاره د پام وړ ظرفیت لري.
مانا دا چې که افغانستان وغواړي دا کار شونی دی. ځکه د بريک په رسمي غړو هېوادونو کې ډېر يې داسې دي چې اوس مهال له افغانستان سره ښې اړيکې لري. همدا راز د خپل ستراتيژيک موقعيت په اساس هم د پام وړ دی.
که افغانستان وغواړي چې د دې اقتصادي فورم غړيتوب تر لاسه کړي بايد په لومړي پړاو کې د بشپړ غړیتوب پر ځای د شریک هېواد یا د بریکس له اړوندو اقتصادي او پراختیايي پروګرامونو سره د اړیکو هڅه وکړي. که په راتلونکي کې د افغانستان سیاسي او حقوقي وضعیت داسې بدلون ومومي چې د بریکس د غړو هېوادونو لپاره د غړیتوب د منلو وړ وي، بيا نو د بشپړ غړیتوب امکان هم مطرح کېدای شي.
افغانستان ته د بریکس د غړیتوب ګټې
افغانستان چې تازه د جګړې نه راوتلې دی په هره برخه کې همکارو او ملاتړو هېوادونوو سيمه ايزو او نړيوالو بنستونو سره ګډ کار ته په کې اړتيا ليدل کيږي. نو د افغانستان اوسني حالت ته په پام که افغانستان له بريکس سره يو ځای شي او غړيتوب يې تر لاسه کړي، څو ګټې به وکړي.
افغانستان لپاره د بریکس تر ټولو مهمه احتمالي ګټه اقتصادي او سوداګریزه پراختیا ده. د بریکس ډېری غړي لوی اقتصادي او نفوس لرونکي هېوادونه دي. له دغو هېوادونو سره د افغانستان د سوداګرۍ پراخول کولی شي د صادراتو لپاره نوي بازارونه رامنځته کړي. افغانستان د پاکستان له اقتصادي فشارونو لا ډېر لرې کړي.
همدا راز افغانستان د سړکونو، رېلپټلۍ، انرژۍ، کانونو او مخابراتو په برخو کې پراخو پانګونو ته اړتیا لري. د بریکس د هېوادونو له اقتصادي ظرفیتونو او د New Development Bank په څېر بنسټونو سره اړیکې، که افغانستان د اړوندو شرایطو وړ وګرځي، د پراختیايي پروژو لپاره د تمویل نوي فرصتونه رامنځته کولی شي. دا چاره په افغانستان کې د ننه د شته بې کارۍ په له منځه وړلو کې هم مثبت رول لوبولی شي.
بله ګټه یې سیمهییز اتصال دی. افغانستان د منځنۍ اسیا، جنوبي اسیا، چین او ایران ترمنځ موقعیت لري. د بریکس له هېوادونو سره نږدې اقتصادي اړیکې کولی شي افغانستان د ترانزیټ، انرژۍ او سیمهییزې سوداګرۍ په یوه مهم مرکز بدلولو کې مرسته وکړي.
همدارنګه، افغانستان کولی شي د بریکس له لارې له هند، چین، روسیې، ایران او نورو غړو سره په کرنه، کانونو، انرژۍ، روغتیا، تعلیم او ټکنالوژۍ کې همکاري پراخه کړي، چې دا هره برخه افغانستان او د افغانانو په ځان بسياينې لپاره حياتي ده.
ایا د غړیتوب افغانستان ته زیانونه هم لري؟
د بريکس فورم له متحدو هېوادونو څخه دا جوتيږي چې د ياد فورم سره يو ځای کېدل به افغانستان ته ځيني زيانونه هم ولري. ځکه د بریکس غړیتوب یوازې اقتصادي فرصتونه نه لري؛ ځینې سیاسي او اقتصادي خطرونه هم ورسره تړلي دي. افغانستان که له یوه لوی جیوپولیټیک بلاک سره ډېر نږدې شي، ښايي له ځینو لوېدیځو هېوادونو سره یې اړیکې اغېزمنې شي او د نړیوالو سیاسي فشارونو احتمال زیات شي.
له بلې خوا، د بریکس ټول غړي یو ډول سیاسي او اقتصادي لیدلوری نه لري. د چین، هند، روسیې او ایران ترمنځ د ګټو توپیرونه ښيي چې افغانستان باید د یوه ځانګړي محور پر ځای متوازن بهرنی سیاست وساتي.
همدارنګه، یوازې د بریکس غړیتوب د افغانستان اقتصادي ستونزې نه شي حل کولی. که په هېواد کې سیاسي ثبات، د پانګونې لپاره مناسب چاپېریال، بانکي اسانتیاوې، روڼتیا او د نړیوالو سوداګریزو معیارونو مراعات موجود نه وي، د غړیتوب اقتصادي ګټې به محدودې پاتې شي.
بخت جمال کريمي
