حوثیان د سعودي د زغم پولې ازمايي
په یمن کې تازه تاوتریخوالی نور یوازې د یمن کورنۍ جګړه نه ده؛ بلکې د سعودي عربستان لپاره د ملي امنیت، اقتصادي ثبات او د سیمهییزې جګړې د پراخېدو د مخنیوي یوه جدي ازموینه ګرځېدلې ده.

په یمن کې تازه تاوتریخوالی نور یوازې د یمن کورنۍ جګړه نه ده؛ بلکې د سعودي عربستان لپاره د ملي امنیت، اقتصادي ثبات او د سیمهییزې جګړې د پراخېدو د مخنیوي یوه جدي ازموینه ګرځېدلې ده.
د حوثیانو وروستیو بریدونو په ابها، خمیس مشیط، جازان او نجران کې ملکي او اقتصادي تاسیسات په نښه کړي، چې له امله یې ملکي وګړو ته مرګژوبله اوښتې او د انرژۍ ځینې تاسیسات هم زیانمن شوي دي. له بلې خوا، حوثیان په سره سمندر او بابالمندب کې د سمندري تګ راتګ د ګواښلو ته هم دوام ورکوي.
د سعودي لپاره دوه اړخیز ګواښ
ریاض له دوو تړلو ګواښونو سره مخ دی: یو د خپلې خاورې پر ښارونو او تاسیساتو بریدونه او بل د هغو سمندري لارو ګډوډول چې د سیمې او نړۍ د سوداګرۍ لپاره حیاتي دي.
سعودي عربستان په وروستیو کلونو کې هڅه کړې چې په یمن کې له مستقیمې پوځي ښکېلتیا واټن واخلي او پر ډیپلوماسۍ، د کړکېچ پر کمولو او سیاسي حل تمرکز وکړي. خو دا زغم په دې معنا نه شي کېدای چې پر سعودي خاوره پرلهپسې بریدونه ومنل شي.
سعودي اوس د هوايي او توغندیز دفاع په برخه کې د پخوا پرتله ډېر چمتو دی خو د حوثیانو د توغندیو او بېپیلوټه الوتکو پرمختګ دا ګواښ لا پېچلی کړی دی.
له همدې امله یوازې د بریدونو شنډول بسنه نه کوي؛ ریاض باید داسې مخنیوی کوونکې تګلاره ولري چې حوثیان دې پایلې ته ورسوي چې پر سعودي بریدونه به ورته له ګټو ډېر زیان ولري.
اقتصادي اغېزې
د جګړې اقتصادي اړخ هم د پام وړ دی. سعودي عربستان د نړۍ له سترو انرژۍ صادرونکو هېوادونو دی، نو پر نفتو او انرژۍ د تاسیساتو هر برید کولی شي نړیوال بازارونه اغېزمن کړي.
که څه هم جګړه ښايي د نفتو بیې لوړې کړي او سعودي ته په لنډ مهال کې د نفتو د عوایدو زیاتوالی ورکړي خو دا باید اقتصادي ګټه ونه ګڼل شي. د سعودي د Vision 2030 اقتصادي پروګرام د ثبات، پانګونې، ګرځندوی، لوژستیک او له نفتو بهر د اقتصادي فعالیتونو پر پراختیا ولاړ دی. دوامدار امنیتي ګواښونه د بیمې او ترانسپورټ لګښتونه لوړوي او د پانګهوالو اندېښنې زیاتوي.
په ځانګړي ډول بابالمندب د نړیوال اقتصاد لپاره ستراتیژیک اهمیت لري، ځکه دا تنګی د هند سمندر له سره سمندر او د سویز کانال سره نښلوي. که حوثیان په دې سیمه کې د بېړیو د تګ راتګ ګواښ ته دوام ورکړي، د بار وړلو او بیمې لګښتونه به لوړ او ښايي بېړۍ اړې شي چې د افریقا له شاوخوا اوږده مسیر استفاده وکړي.
سعودي یو مهم امتیاز هم لري: د دغه هېواد د نفتو صادرات یوازې د خلیج پر لاره متکي نه دي. د East-West نفتپایپلاین له لارې سعودي کولای شي د خپلو نفتو یوه مهمه برخه د سره سمندر بندرونو ته ولېږدوي، چې له دې امله د هرمز تنګي پر وړاندې بدیل مسیر لري.
سعودي باید د حوثیانو په دام کې ونه لوېږي
د ریاض لپاره تر ټولو لوی خطر ښايي یوازې پوځي نه، بلکې سیاسي وي. حوثیان ښايي وغواړي سعودي بېرته یوې پراخې جګړې ته داخل کړي، څو جګړه بیا د یمن د داخلي شخړې پر ځای د «یمن او بهرني ځواک» په توګه معرفي کړي.
له همدې امله سعودي باید له یوې اوږدې او پراخې جګړې ډډه وکړي. د حوثیانو پر وړاندې د ځمکنۍ مبارزې اصلي مسؤلیت باید د یمن د حکومت او د هغه د ځواکونو پر غاړه وي، په داسې حال کې چې سعودي کولای شي سیاسي، اقتصادي، استخباراتي او دفاعي ملاتړ ته دوام ورکړي.
ډیپلوماسي؛ خو د قوي مخنیوي تر سیوري لاندې
د سعودي تر ټولو مناسب انتخاب نه بشپړه جګړه ده او نه بېحده زغم؛ بلکې محاسبه شوی فشار دی: د هېواد دفاع، د یمن د قانوني بنسټونو پیاوړتیا، د سره سمندر او بابالمندب ساتنه او په ورته وخت کې د خبرو اترو دروازې پرانیستې ساتل.
سعودي عربستان بله اوږده جګړه په یمن کې نه غواړي، او نه هم یمن ورته اړتیا لري.
خو د یوه سیاسي حل د امکان د ساتلو لپاره باید د سعودي پر وړاندې د بریدونو مخنیوی بېرته رامنځته شي او حوثیانو ته روښانه شي چې پر سعودي خاوره بریدونه به پایلې ولري.
لیکوال: خالد ام. بطرفي
سعودي لیکوال، سیاسي شنونکی او اکاډمیک
