کورپاڼهلیکنېافغانستانسیمهنړۍ
ادب
ادب
لیکوالان او شاعران
کره کتنه
لنډې کیسې
شعر
هنر
کلتورحقیقت موندنهټکنالوژي او اقتصاد
ګالري
تصویرونه
ویډیوګانې
کورپاڼهلیکنې
ادب
ادب
لیکوالان او شاعران
کره کتنه
لنډې کیسې
شعر
هنر
افغانستانسیمهنړۍکلتورحقیقت موندنهساینس او ټکنالوژي
ګالري
تصویرونه
ویډیوګانې
لټون
رسالتد فکر او هویت سنګر

رسالت یو غیر انتفاعي کلتوري آرشیف دی چې د میراث ساتنې او شریکولو ته ځانګړی شوی دی

د ژورنال ګډون وکړئ

وپلټئ

  • لیکنې
  • ادب
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړۍ
  • کلتور
  • حقیقت موندنه

اړیکه

  • زموږ په اړه
  • اړیکه
  • لیکوالان

© 2026 رسالت. ټول حقوق خوندي دي.

د کلتور لپاره په مینه جوړ شوی.

افغانستان

کابل او مسکو؛ اقتصادي اړیکې او که سټراټيژيکې موخې؟

اوس د بل هرو خت پرتله د کابل او مسکو ترمنځ اړېکې دوستانه، باوري او د ګډو ګټو پر محور راڅرخي، د اړیکو دوام او پالنه کولی شي دواړه هېوادونه له مخامخ ننګونو خوندي او د ولسونو ګټې یې خوندي کړي.

رسالت کلتوري مرکز۳۱
کابل او مسکو؛ اقتصادي اړیکې او که سټراټيژيکې موخې؟ cover

د روسیې اقتصادي مرستیال د یو پلاوي په مشرۍ نن له کابل لېدنه کوي، د پلاوي مشري د روسیې لومړي وزیر مرستیال الکسي اوورچوک کوي.

د افغانستان بهرنیو چارو وزارت ویلي، د روسیې دغه اقتصادي پلاوی به له افغان چارواکو سره د دوه اړخیزو اړیکو، اقتصادي او سوداګریزو همکاریو او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو پر لا پراختیا خبرې وکړي.

د روسیې دا لوړ پوړی پلاوی داسې مهال له کابل لېدنه کوي چې د دواړو لوریو ترمنځ سیاسي، اقتصادي او سوداګریزې اړیکې پراخې شوې دي.

همدا تېره میاشت د روسیې د لومړي وزیر مرستیال مسکو کې د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزیر، امیر خان متقي سره لیدنه کې د سوداګرۍ، ټرانزیټ، ټرانسپورټ، انرژۍ، پانګونې او سیمه‌ییزو اړیکو د پراختیا په اړه خبرې کړې وې.

د روسیې د لومړي وزیر مرستیال الکسي اوورچوک په همغه لیدنه کې له افغانستان سره د اقتصادي همکاریو پراخولو ته د خپل هېواد چمتووالی څرګند کړی و او ویلي یې و چې د عملي همکاریو د پیل لپاره شرایط برابر شوي دي.

دواړو لورو همداراز هوکړه کړې وه چې د ګډو ګټو د پروژو د پلي کولو او د دواړو هېوادونو د اقتصادي فعالانو ترمنځ د اړیکو د پیاوړتیا لپاره به د حکومتونو ترمنځ خبرو ته دوام ورکوي.

د سفر موخه

کابل ته د اوورچوک د ننني سفر هدف د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو پراختیا، د پانګونې د فرصتونو ارزونه او د ګډو اقتصادي پروژو په اړه خبرې اترې بلل شوي دي.

دا سفر په داسې حال کې پلان شوی چې روسیې په وروستیو میاشتو کې هڅه کړې له افغانستان سره په بېلابېلو برخو، په ځانګړي ډول سوداګرۍ او امنیت برخو کې اړیکې لا پراخې کړي.

د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ کچه د ۲۰۲۶ کال په لومړیو اوو میاشتو کې د تېر کال د همدې مودې په پرتله دوه نیم برابره لوړه شوې ده.

له کابله د مسکو سیاسي ملاتړ

روسیه نه یوازې دا چې په اقتصادي برخو کې افغانستان سره همکاریو ته لېواله ده، تر دې وړاندې یې په سیاسي ډګر کې د کابل لاسنیوی کړی او په یو شمیر سیمه‌ییزو او نړیوالو غونډو کې یې د اسلامي امارت استازو رسمي حضور ته زمینه برابره کړې ده.

روسیه اوس د نړۍ پر مخ یوازنی هېواد دی چې په ښکاره او رسمي ډول یې اسلامي امارت په رسمیت پېژندلی، کابل کې یې رسمي  سفارت پرانېستی، مسکو افغان سفیر منلی او مزارشریف کې یې قونصلګري فعالیت لري.

په نړۍ او سیمه کې وروستي کړکېچونه د افغانستان لپاره په فرصتونو بدل شوي، روسیه چې د ګازو او تیلو یو له لویو تولیدونکو هېوادونو دی د اوکراین جګړې له امله یې د اروپا بازارونه له لاسه ورکړي، خو دا افغانستان دی چې کولی شي د جنوبي اسیا تږو بازارونو ته د روسي توکو د لیږد رالیږد برخه کې مثبت رول ولوبوي.

مسکو اوس تر بل هر وخت د کابل په بشپړې واکمنۍ باوري دی، روسان وینی چې نور له افغانستان ورته د مخدره موادو د لېږد خطر نشته، وسله‌والې ډلې کابو شوي، ناټو او امریکا په افغانستان کې پوځي اډې نه لري، کابل نور د بهرنیو هېوادونو د نیابتي ډلو مرکز نه دی، دا او دې ته ورته نورلاملونه دي چې مسکو په هر نړیوال سټیج له کابل د ملاتړ غږ پورته کړی دی.

تاریخي شالید

د افغانستان او روسیې ترمنځ اړیکې په لومړي ځل په ۱۹ مه پېړۍ کې راڅرګندې شوې، دا هغه وخت و چې افغانستان د لویې لوبې په مرکز کې ځای پر ځای او د ۱۸۴۰ بیا تر ۱۹۰۷ پورې د افغانستان په اړه د روسیې او انګریزانو سیاستونه پیل شول.

له انګریزي استعماره د افغانستان خپلواکۍ اخېستو وروسته  چې په ۱۹۱۹ کې تر  لاسه کړه، شوروي اتحاد لومړنی هېواد و چې له افغانستان سره یې ډيپلوماټيکې اړیکې ورغولې.

د خپلمنځي اړیکو همدې ودې او پرمختګ په پایله کې د ۱۹۲۱ د فبرورۍ په ۲۸ مه د افغانستان او شوروي اتحاد ترمنځ د دوستۍ تړون لاسلیک شو.

د شلمې پېړۍ په اوږدو کې  په ځانګړې توګه د شوروي افغان جګړې په مهال له ۱۹۷۹ بیا تر ۱۹۸۹ د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې په خورا ترنګلي حالت کې وې، خو وروسته په تېرو څو لسیزو کې د متقابل درناوي او نویو سیاسي محاسبو پر لور اوښتې دي.

اوس د بل هرو خت په پرتله د کابل او مسکو ترمنځ اړېکې دوستانه، باوري او د ګډو ګټو پر محور راڅرخي، د اړیکو دوام او پالنه کولی شي دواړه هېوادونه له مخامخ ننګونو خوندي او د ولسونو ګټې یې خوندي کړي.

دا مطلب شریک کړئ

کلیدي ټکي

مسکوکابلاقتصادي اړیکېسیاستاړیکې

د لیکوال په اړه

رسالت کلتوري مرکز

ر