کورپاڼهلیکنېافغانستانسیمهنړۍ
ادب
ادب
لیکوالان او شاعران
کره کتنه
لنډې کیسې
شعر
هنر
کلتورحقیقت موندنهټکنالوژي او اقتصاد
ګالري
تصویرونه
ویډیوګانې
کورپاڼهلیکنې
ادب
ادب
لیکوالان او شاعران
کره کتنه
لنډې کیسې
شعر
هنر
افغانستانسیمهنړۍکلتورحقیقت موندنهساینس او ټکنالوژي
ګالري
تصویرونه
ویډیوګانې
لټون
رسالتد فکر او هویت سنګر

رسالت یو غیر انتفاعي کلتوري آرشیف دی چې د میراث ساتنې او شریکولو ته ځانګړی شوی دی

د ژورنال ګډون وکړئ

وپلټئ

  • لیکنې
  • ادب
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړۍ
  • کلتور
  • حقیقت موندنه

اړیکه

  • زموږ په اړه
  • اړیکه
  • لیکوالان

© 2026 رسالت. ټول حقوق خوندي دي.

د کلتور لپاره په مینه جوړ شوی.

افغانستان

د افغانستان د مخالفو جبهو سیاسي او فکري کمزوري

د مخالفو جهتونو شته والی طبیعي دي، په هره ټولنه کې د حکومت مخالف سیاسي جریانونه او د بدلون غوښتونکي موجود وي؛ خو دلته اساسي پوښتنه دا ده چې دغه مخالف جریانونه تر کومه بریده د افغانستان د سیاسي راتلونکي لپاره روښانه لیدلوری، عملي تګلاره او د خلکو د ملاتړ وړ بدیل وړاندې کولای شي؟ د دې پوښتنې ځواب د دوی د سیاسي او فکري کمزوریو په ارزونه کې نغښتی دی.

رسالت کلتوري مرکز۶۷
د افغانستان د مخالفو جبهو سیاسي او فکري کمزوري cover

د افغانستان د مخالفو جبهو سیاسي او فکري کمزوري

له ډېرو کلونو وروسته په افغانستان کې د هره ورځ وژنو لړۍ بنده شوې ده، افغانانو ته دا زمينه برابره شوې چې د وطن په ګوټ ګوټ کې وګرځي او ژوند وکړي. د دولتي ځمکو غصب، د بې وسو خلکو د مال او جايدادونو په زور اخيستل؛ اوس نشته او ټول خلک ارام ژوند لري خو په دې حال کې هم ځينې اشخاص او ډلې چې يو ځل امتحان شوي او ناکام شوي دي نا راضه دي. د اوسني نظام مخالف دي او د بېلابېلو نومونو او جوړښتونو تر چتر لاندې راټول شوي دي.
په دې ډلو کې د افغانستان د مقاومت ملي جبهه، د افغانستان د آزادۍ جبهه، د ملي مقاومت شورا او ځینې نور سیاسي او مخالف جریانونه چې تاسې یې نومونه اوريدلي د یادونې وړ دي. جالبه دا ده چې دغه ټولې ډلې د اوسني وضعیت په اړه بېلابېل سیاسي دریځونه لري.

د مخالفو جهتونو شته والی طبیعي دي، په هره ټولنه کې د حکومت مخالف سیاسي جریانونه او د بدلون غوښتونکي موجود وي؛ خو دلته اساسي پوښتنه دا ده چې دغه مخالف جریانونه تر کومه بریده د افغانستان د سیاسي راتلونکي لپاره روښانه لیدلوری، عملي تګلاره او د خلکو د ملاتړ وړ بدیل وړاندې کولای شي؟ د دې پوښتنې ځواب د دوی د سیاسي او فکري کمزوریو په ارزونه کې نغښتی دی.

په افغانستان کې د اوسني نظام د مخالفو جبهو یوه مهمه سیاسي کمزوري دا ده چې تر اوسه د هېواد راتلونکي سیاسي نظام په اړه داسې جامع، روښانه او د عملي کېدو وړ طرحه نه لري چې د افغانستان د بېلابېلو قومونو، ژبو، سیمو، سیاسي او ټولنیزو قشرونو باور ترلاسه کړي. دوی څوک پښتون او پښتو نه مني، څوک یې د افغانستان اوسنۍ جغرافیې سره په جنګ دی، څوک یې د افغانستان او افغانانو دښمن خپل بارار يادوي.
دوی له دې هم ناخبره دي چې ولس یوازې دا نه غواړي چې اوسنی وضعیت بدل شي، بلکې غواړي پوه شي چې له بدلون وروسته به د هېواد اداره څنګه کېږي، د واک وېش به څه ډول وي، د خلکو حقونه به څنګه خوندي کېږي او د تېرو سیاسي ناکامیو د تکرار مخه به څنګه نیول کېږي؟

د دې سیاسي کمزورۍ یوه عملي بېلګه چې پورته مې هم ورته لنډه اشاره کړې د مخالفو جبهو ترمنځ د ګډ سیاسي دریځ نشتوالی دی. د ګډې رهبرۍ، واحد سیاسي دریځ، مشخصې تګلارې او منظم سیاسي فعالیت په برخه کې یې ترمنځ څرګند اختلافونه لیدل کېږي. کله ناکله د بېلابېلو مشرانو او ډلو متضادې څرګندونې د دې تصور رامنځته کوي چې مخالف جریانونه د یوه ګډ ملي هدف پر ځای د خپلو جلا سیاسي موخو د تعقیب په حال کې دي.

بله سیاسي کمزوري یې دا ده چې  نه ولسي ملاتړ لري او نه ټولنيز محبوبيت ځکه په مخالفو جبهو کې ټول هغه اشخاص ولاړ دي چې افغانان ترې هيڅ ښه خاطره نه لري. په همدې دليل یې توف کړي دي او د بيا باور وړ یې نه بولي. مخالفې جبهې کله يو ځای کله بل ځای په بهرنيو هېوادونو کې راټول شي يوه هاها جوړه کړي خو په دې نه پوهيږي چې یوازې په بهرنیو هېوادونو کې د سیاسي غونډو جوړول، اعلامیې خپرول او له نړیوالو سیاسي شخصیتونو سره لیدنې د ولسي مشروعیت بدیل نه شي کېدای.
افغانان له جګړو ستړي دي. په سوليزه فضاء او امنیت کې ژوند غواړي، اقتصادي ثبات او عادي ژوند غواړي خو مخالف سیاسي جریانونه دا لومړيتوبونه نه درک کوي.

د اوسني نظام د مخالفو جبهو بله کمزوري فکري کمزوري ده او فکري کمزوري هغه حالت دی چې یو سیاسي جریان د ټولنې د ستونزو د تحلیل، د هېواد د راتلونکي تصور، د سیاسي بدلون د فلسفې او د خپلو موخو د توجیه لپاره منظم او منسجم فکري بنسټ ونه لري.
د مخالفو جبهو یوه اساسي فکري ستونزه دا ده چې د اوسني نظام پر مخالفت یې ډېر تمرکز کړی، خو بدیل سیاسي فکر او ملي اجماع یې له توان وتلی کار دی. فکري وړتيا دا نه ده چې يو څوک يا يوه ډله دې د يوه نظام په ضد دريځ ونيسي او يو نوی نظام به جوړ کړای شي.

د فکري کمزورۍ یوه څرګنده بېلګه دا ده چې د اوسني نظام مخالفان د خپلو تېرو ناکامیو د منلو، د خپلو تېرو پرېکړو د نقد پر ځای د ځان سپیناوي او د نورو د ملامتولو لپاره دلايل تراشي.

بله فکري ستونزه دا ده چې مخالفې جبهې د ملي هویت او ګډو ملي ارزښتونو په اړه واحد او ټول‌شموله لیدلوری نه لري. افغانستان د قومونو، ژبو، کلتورونو، بېلابېلو سیاسي او فکري لیدلورو ګډ کور دی خو مخالف لوري دا ټکي عادي نيسي، ملي یووالی، عدالت، متقابل درناوی او ګډ ژوند ورته ارزښت نه لري. د دوی سياست د قومي، ژبني، سیمه‌ییزو او تنظیمي تمایلاتو تر اغېز لاندې دی.

د مخالفو جبهو د سیاسي او فکري کمزوریو د لاملونو څخه يو یې دا دی چې د تېرو جګړو، تنظیمي سیالیو او واک‌غوښتونکو رقابتونو له تجربو راوتلي، په همدې اساس اوس نشي کولای خپل پخواني اختلافونه شاته پرېږدي. بله دا ده چې د دوی سياستونه شخص‌ محور دي. د دوی فعاليتونه د یوه یا څو مشخصو مشرانو په شاوخوا راڅرخي او کومه منظمه فکري برنامه او روښانه سیاست نه لري.

د دوی د کمزورۍ بل دليل دا دی چې د اوسني نظام مخالفې جبهې او ډلې ټوله تکيه په بهرنيو اړيکو او ملاتړ ده، په ولس کې محبوبيت نه لري، خپلواک سياسي فکر نه لري، د بهرنيو سياسي ايډيالوژي تعقيبوي او ان د پرېکړو خپلواکي هم نه لري.

دا جبهې تنها په خپلو مشرانو چې هغه هم په خپل وخت کې د مصلحتونو په اساس غټ شوي ور ټول دي، دوی متخصص په کار پوه او فکري خلک نشته، د بېلابېلو قشرونو څخه نه دي جوړې شوي. له دوی يوه ډله هم د افغانانو اقتصادي، ټولنيزې، حقوقي، تعليمي او اداري ستونزو ته د حل عملي ځواب نه لري.

پس غوښتنه دا ده چې راځئ راشئ!
کينې، د نه لورینې فکر او ځان غوښتنه د حل لاره نه ده. دا وطن د ټولو ګډ کور دي. د افغانستان راتلونکی د ټولو افغانانو ګډ مسؤلیت دی او د هېواد د ستونزو حل هم د ټولو په ګډ تفاهم او همکارۍ کې نغښتی دی.
جنګ هېچا ته په ګټه نه دی؛ جګړه یوازې د انسانانو ژوند اخلي، کورونه ورانوي، اقتصادي بنسټونه له منځه وړي او د هېواد د پرمختګ فرصتونه مو ضایع کوي.

همدارنګه، د پردیو لمسون او لاسنیوی د پردیو ګټې تضمینوي، نه د افغانانو او افغانستان ګټې. بهرني هېوادونه تاسې  هڅولای شي، خو د دغو سیاستونو اصلي بیه به بیا هم زه او ته پرېکوو. د افغانستان د ژغورنې لاره په نوې جګړه، بهرني ملاتړ او سیاسي انحصار کې نه، بلکې په ملي یووالي، متقابل زغم، عدالت او سوله‌ اییز تفاهم کې ده.

ارسلان ځواک

دا مطلب شریک کړئ

کلیدي ټکي

اسلامي امارتمخالفې جبهېسميع ساداتياسين ضياءامرالله صالحاحمد مسعودجنګ او جګړېد پاکستان ملاتړ

د لیکوال په اړه

رسالت کلتوري مرکز

ر