کورپاڼهلیکنېافغانستانسیمهنړۍ
ادب
ادب
لیکوالان او شاعران
کره کتنه
لنډې کیسې
شعر
هنر
کلتورحقیقت موندنهساینس او ټکنالوژي
ګالري
تصویرونه
ویډیوګانې
کورپاڼهلیکنې
ادب
ادب
لیکوالان او شاعران
کره کتنه
لنډې کیسې
شعر
هنر
افغانستانسیمهنړۍکلتورحقیقت موندنهساینس او ټکنالوژي
ګالري
تصویرونه
ویډیوګانې
لټون
رسالتد فکر او هویت سنګر

رسالت یو غیر انتفاعي کلتوري آرشیف دی چې د میراث ساتنې او شریکولو ته ځانګړی شوی دی

د ژورنال ګډون وکړئ

وپلټئ

  • لیکنې
  • ادب
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړۍ
  • کلتور
  • حقیقت موندنه

اړیکه

  • زموږ په اړه
  • اړیکه
  • لیکوالان

© 2026 رسالت. ټول حقوق خوندي دي.

د کلتور لپاره په مینه جوړ شوی.

افغانستان

د افغان سیاست د کږې ونې شنډې څانګې

د یوه اوږده سفر پښو ته پروت سړک او ترڅنګ یې ولاړه نیمه شنډه ونه چې څانګې او خاښونه یې همدغه تور سړک ته مایلې دي. تور پاخه کم بره سړک ته د نیمې وچې ونې میلان ډیر اوږد شو، کلونه او لسیزې پرې تېرې دي، دغه په ملا ماتوالی به مګر د ونې تر وچېدو او د څانګو تر مړاوېدو دوام وکړي خو کږه ملا به یې سمه نه شي.

رسالت کلتوري مرکز۱۹
د افغان سیاست د کږې ونې شنډې څانګې  cover

د یوه اوږده سفر پښو ته پروت سړک او ترڅنګ یې ولاړه نیمه شنډه ونه چې څانګې او خاښونه یې همدغه تور سړک ته مایلې دي.

تور پاخه کم بره سړک ته د نیمې وچې ونې میلان ډیر اوږد شو، کلونه او لسیزې پرې تېرې دي، دغه په ملا ماتوالی به مګر د ونې تر وچېدو او د څانګو تر مړاوېدو دوام وکړي خو کږه ملا به یې سمه نه شي.

-------

پېښور، د ۱۹۷۸ کال د ډسمبر ۹مه.

په بر تهکال کې د ژمي ساړه بادونه لګېدل، د سید فدا یونس په یوه کور کې څو افغان سیاسي او جهادي مشران راټول شوي وو. دلته افغانستان د سیاسي بدلونونو او کړکېچونو په منځ کې و؛ د کابل له نوي حکومت سره مخالفت پراخېده او د هېواد راتلونکی د سیاسي او پوځي مبارزې په مسیر کې د بدلېدو پر لور روان و.

دغه غونډه د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په غوښتنه جوړه وه. هدف دا و چې افغان مخالف مشران سره کېني، د ګډې مبارزې پر لارو چارو خبرې وکړي او د یوه متحد سیاسي چوکاټ د جوړولو لپاره تفاهم ته ورسېږي.

خو د غونډې د ګډونوالو ترمنځ یوازې د ګډ دښمن پر وړاندې د مبارزې موضوع نه وه مطرح؛ د راتلونکي مشرتابه، سیاسي نفوذ او د پرېکړو د واک مسئلې هم د بحث چورلیز وې.

د غونډې په ګډونوالو کې حضرت صبغت‌الله مجددي، ګلبدین حکمتیار، برهان‌الدین رباني، سید احمد ګیلاني، ډاکټر بشیر زکریا، مولوي غلام نبي خان امر، قاضي محمد امین وقاد، مولوي نصرالله احمدزی، شفیع‌الله محمد او عبدالقیوم بیان‌خېل شامل وو. د غونډې د جوړولو چارې ټولې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په غاړه وې او د پاکستان پخوانی ډیپلومات سید فدا یونس په خپل کور کې د دې ناستې د جوړېدو یادونه کړې ده.

د خبرو په پیل کې د یووالي اړتیا اصلي وړ موضوع وه خو کله چې بحث د ګډې جبهې د مشرتابه پر سر راوڅرخېد، فضا بدله شوه. اختلافونه په څرګندېدو شول، نیوکې زیاتې شوې او د یووالي لپاره راغونډ شوي مشران د خپلمنځي سیالیو په بحثونو کې ښکېل شول.

غونډه بې‌پایلې پای ته ورسېده؛ هغه ناسته چې د ګډ دریځ د جوړولو لپاره رابلل شوې وه، د مشرتابه د اختلافونو له امله د تفاهم پر ځای د بېلتون نښه شوه. د ډسمبر د ۱۱مې لپاره د دویمې غونډې پلان هم د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت له لوري لغوه شو.

او بیا د ورته ورځو تکرار

د ۲۰۲۵ کال سپټمبر و، اسلام‌اباد کې د «یووالي او باور پر لور» تر سرلیک لاندې د افغان سیاسي څېرو، د پخواني حکومت د چارواکو، د ښځو د حقونو د فعالانو او د مدني ټولنې د استازو او څه جهادي مشرانو او څه د جهادي مشرانو زامنو غونډه وشوه. د غونډې موخه د ګډونوالو له خوا د خبرو اترو او باور جوړونې په توګه بیان شوې وه خو د طالبانو د حکومت د استازو نشتوالي او د غونډې د سیاسي اغېزو په اړه بېلابېلو غبرګونونو دا پوښتنه راپورته کړه چې اسلام‌اباد د افغانستان د راتلونکي په اړه څه ډول محاسبه کوي.

د ۲۰۲۶ کال په مارچ کې هم راپورونه خپاره شول چې پاکستان په اسلام‌اباد کې د سیاسي ډلو او د پخواني افغان حکومت له ځینو چارواکو سره د خبرو لپاره د یوې بلې غونډې د جوړولو هڅه کوي. توپیر یې له تېر سره دا و چې په هغه وخت کې د ګډونوالو وروستی نوملړ نه و اعلان شوی.

دا شنډه ونه به تر هغې تور پاخه سړک ته په ملا کږه وي چې وچه شي!

خو را سمه به نه شي!

د افغانستان د راتلونکي جوړولو تشه داعیه

شمالي ټلواله له خپلو مشرانو نیولې اوس د خپلو کشرانو پورې د افغانستان جوړولو میان خالي داعیه کوي خو د دغې ادعا ډډ خالي دی، دوی نه په تېر کې او نه اوس دا ثابته کړې ده چې د افغانستان د ابادۍ، یووالي او پرمختګ لپاره یوه خښته پر بله ږدي.

د افغانستان د ابادۍ او پرمختګ دعوه یوازې په سیاسي ویناو، اعلامیو، غونډو او د واک د ترلاسه کولو په هڅو نه ثابتېږي؛ بلکې د یوه سیاسي بهیر رښتینی وزن هغه مهال معلومېږي چې د هېواد د خلکو لپاره یې څه کړي، کوم بنسټونه یې جوړ کړي، د خلکو په ژوند کې یې کوم مثبت بدلون راوستی او د ملي یووالي لپاره یې څومره عملي ګامونه پورته کړي دي. د افغانستان په څېر جګړه ځپلي هېواد کې د ودانۍ، سړک، ښوونځي، روغتون، بند، برېښنا او تولیدي مرکز جوړول تر هرې سیاسي وینا ډېر روښانه پیغام لري.

د شمالي ټلوالې هغه مشران چې کلونه یې د افغانستان په سیاسي او نظامي معادلو کې مهم رول درلود، باید د خپلو سیاسي شعارونو ترڅنګ د خپلو عملي کړنو حساب هم وړاندې کړي. پوښتنه دا ده چې د دوی تر واک لاندې سیمو او د دوی د نفوذ په کلونو کې د هېواد د بیارغونې لپاره کوم دوامدار بنسټونه رامنځته شول؟ د خلکو د اقتصادي ستونزو د حل، د ادارو د پیاوړتیا، د ملي شتمنیو د ساتنې او د ټولنیز یووالي لپاره یې کوم داسې کارونه وکړل چې نن یې پایلې د خلکو په ورځني ژوند کې محسوسې وي؟ د دغو پوښتنو ځواب باید په اسنادو، څرګندو پایلو او د خلکو په ژوند کې د بدلون له مخې ورکړل شي، نه یوازې په سیاسي ادعاو.

که دوی ځانونه د افغانستان د ژغورنې، جوړونې او پرمختګ بدیل ګڼي نو باید خلکو ته روښانه کړي چې د هېواد د اقتصادي ودې، د کارموندنې، د پوهنې، روغتیا، د زیربناو د جوړولو او د ملي یووالي لپاره یې څه مشخص پروګرامونه لرل او اوس څه عملي طرحې لري.

یوازې د اوسني وضعیت پر نیمګړتیاو نیوکه کول د بدیل سیاست مانا نه لري؛ بدیل هغه مهال رامنځته کېږي چې د ستونزو د حل لپاره عملي، د پلي کولو وړ او د خلکو پر اړتیاو ولاړ پلان موجود وي.

د ودان افغانستان د راتلونکي اړتیا

افغانستان داسې سیاسي بهیرونو ته اړتیا لري چې د واک د وېش پر سر د اختلافونو پر ځای د ملي ګټو پر محور راټول شي، د خپلو شخصي او ګوندي موخو پر ځای د خلکو د ژوند ښه کېدو ته لومړیتوب ورکړي او د بهرنیو قدرتونو د ملاتړ په لټه کې تر هر څه وړاندې د افغانانو باور ترلاسه کړي. د هېواد د ابادۍ لپاره د هرې ډلې رښتینی معیار دا دی چې څومره یې د خلکو ستونزې کمې کړې، څومره یې د سولې او ټیکاو لپاره کار کړی او څومره یې د راتلونکو نسلونو لپاره د پرمختګ زمینه برابره کړې ده.

د پایلې په توګه؛ د افغانستان د جوړولو دعوه د یوه ځانګړي سیاسي جریان انحصار نه دی. هر افغان، هر حکومت او هر سیاسي حرکت د خپلو کړنو له مخې ارزول کېږي. ټلوالې، ټوپکماران او که سیاسي واکدارن، پرونی حکومت او نننۍ واکمني... دا هر یو که غواړي د هېواد د راتلونکي په اړه د خلکو باور ترلاسه کړي، باید د تېر وخت د حساب، د اوسني وضعیت د واقع‌بینانه ارزونې او د راتلونکي لپاره د یوې روښانه او عملي برنامې له لارې خپله وړتیا ثابته کړي.

افغانستان نور یوازې شعارونه نه غواړي؛ افغانستان داسې کار، حساب‌ورکوونه، ملي تفاهم او عملي بدلون غواړي چې پایلې یې د خلکو په ژوند کې څرګندې وي.

م. ازاد

دا مطلب شریک کړئ

کلیدي ټکي

سياسي حزبونهپوځي رژيمپه نوم اتلانافغانستانکابلخپلمنځي جګړېقومندانان

د لیکوال په اړه

رسالت کلتوري مرکز

ر