ظلم اتلولي نه ده؛ د تاریخ او حقیقت پر وړاندې یوه جدي پوښتنه
په تېرو څو ورځو کې، له هغه وروسته چې د حسیب قوای مرکز، چې په حسیب پنجشیري هم مشهور و، د خپلو کړنو له امله له سزا او قضاوت سره مخ شو، په فېسبوک، ټویټر او نورو ټولنیزو رسنیو کې مې ځینې څرګندونې ولیدې چې رښتیا یې سخت حیران کړم.

درنو هېوادوالو!
غواړم ستاسو پام یوې مهمې او تاریخي خبرې ته راواړوم. هیله ده دا لیکنه په غور ولولئ او که مو خبرې د حقیقت او د هېواد د خیر وړ وبللې، له نورو هېوادوالو سره یې هم شریکه کړئ.
تر هر څه وړاندې دا خبره روښانه کوم: له هېچا سره شخصي او ذاتي دښمني نه لرم. نه مې د چا له قوم، سمت او شخصي هویت سره ستونزه شته. زموږ دوستي او دښمني باید د شخصي ګټو پر ځای د الله جل جلاله د رضا، اسلام، وطن او ملت د خیر پر بنسټ وي.
په تېرو څو ورځو کې، له هغه وروسته چې د حسیب قوای مرکز، چې په حسیب پنجشیري هم مشهور و، د خپلو کړنو له امله له سزا او قضاوت سره مخ شو، په فېسبوک، ټویټر او نورو ټولنیزو رسنیو کې مې ځینې څرګندونې ولیدې چې رښتیا یې سخت حیران کړم.
له ځانه مې وپوښتل: ایا زموږ ملت دومره ژر خپل تېر هېر کړی؟
ځینې کسان ښايي د نوموړي له ټولو کړنو خبر نه وي؛ خو هغه کسان چې د هغه د فعالیتونو له نږدې یا لرې شاهدان وو، باید د هغه د شخصیت پر ځای د هغه اعمال هم په پام کې ونیسي.
د حسیب قوای مرکز په اړه مطرح شوې کړنې
د نوموړي په اړه د خلکو له خوا ګڼې سختې ادعاوې مطرح شوې دي؛ داسې ادعاوې چې که رښتیا وي، هېڅ سالم وجدان یې د ستاینې وړ نه شي ګڼلای.
په دغو ادعاوو کې غلا، چور، اختطاف، قتل، زور زیاتی، جبر، باج اخیستنه، د خلکو تهدید او ځورول، د بېګناه انسانانو وژل، د طالب او مجاهد په نوم د خلکو ترورول او اذیتول شامل دي.
همدارنګه د لواطت او نورو جنسي ناروا کړنو، شرابو، عیاشۍ، د هلکانو د رقص او سپکاوي، په زور له خلکو د پیسو اخیستلو او د خلکو د مال او عزت د تر پښو لاندې کولو په اړه هم پر نوموړي سخت تورونه او ادعاوې مطرح شوې دي.
د هغه د کړنو په اړه دا هم ویل کېږي چې بدماشۍ، لوچکۍ، لندغری، پدرآزاري، مادرآزاري او د بدنامو او شرخوښو کسانو راټولول یې د خپل نفوذ د ساتلو له وسیلو څخه وو.
د خلکو سپکاوی، تحقیر او توهین، د قومونو او ولسونو ترمنځ د کرکې او نفاق تخم شیندل، قومونه یو د بل پر وړاندې درول، د ټولنیز یووالي کمزوري کول او د ملي ارزښتونو سپکاوی هم هغه کړنې دي چې باید په جدي ډول وڅېړل شي.
له دې ورهاخوا، د کنځلو، بدو او سپکو الفاظو دودول، د نامناسب لباس او بد اخلاقۍ ترویج، د ځوان نسل پر وړاندې د ناسم فرهنګ خپرول او د اخلاقو د کمزوري کولو په اړه هم پر نوموړي نیوکې شوې دي.
که دا ټولې ادعاوې د شواهدو له مخې ثابتې وي، نو دا یوازې د یوه شخص مسئله نه ده؛ بلکې د ټولنې د اخلاقو، امنیت، دیني ارزښتونو او انساني کرامت مسئله ده.
تر ټولو خطرناک اړخ یې دا دی چې د اسلامي نظام پر وړاندې د فساد، فتنې او ګډوډۍ رامنځته کول او د هېواد د بېثباته کولو لپاره د بهرنیو کړیو او شبکو سره د اړیکو او پروژو لرلو ادعاوې هم مطرح شوې دي. دا ډول ادعاوې باید د شعارونو پر ځای د قانوني او مستندو څېړنو له لارې وڅېړل شي.
اوس اصلي پوښتنه دا ده
که د یوه انسان په اړه دا ټولې کړنې په شواهدو ثابتې وي، نو د هغه د سزا پر وړاندې ولې د خواخوږۍ شعارونه ورکول کېږي؟
ولې د داسې شخصیت لپاره د اتلولۍ تصور جوړېږي؟
ولې د هغه د قربانیانو درد هېرېږي، خو یوازې د هغه مرګ یادېږي؟
ایا عدالت یوازې هغه وخت عدالت دی چې زموږ د خوښې کس پرې حساب شي؟
زه له هغو کسانو سره دا پوښتنه لرم چې د نوموړي په مړینه یې خواشیني څرګنده کړې او هغه یې اتل بللی:
ایا اسلام موږ ته اجازه راکوي چې د ظلم، فساد او د خلکو د حقونو د تر پښو لاندې کولو دفاع وکړو؟
ایا انسانیت موږ ته اجازه راکوي چې د مظلوم پر ځای د ظالم په اړه یوازې د خواخوږۍ خبرې وکړو؟
ایا افغانیت دا دی چې د قوم، سمت او سیاسي تړاو له امله د هرې ناروا کړنې دفاع وکړو؟
زما په اند، د یوه شخص د مړینې په اړه د انسانیت له مخې د مرګ غندل یو بحث دی؛ خو د هغه د ټولو ناوړه کړنو سپینول او له هغه څخه اتل جوړول بل بحث دی.
موږ باید د اشخاصو پر ځای د اعمالو قضاوت وکړو.
ملت باید له تېر تاریخ څخه عبرت واخلي
افغانستان یو ځل د قومي، سمتي، تنظيمي او شخصي قدرتونو د جګړو له امله په داسې اور کې سوځېدلی چې تر اوسه یې داغونه زموږ پر بدن او تاریخ پاتې دي.
که نن یو ځل بیا د هغو افکارو او څېرو لپاره زمینه برابره کړو چې هېواد د داخلي جګړو، قومي او سمتي شخړو، ټوپکسالارۍ، پاټکسالارۍ، ملوکالطوایفۍ او شخصي واکمنیو پر لور بیایي، نو تاریخ به بیا تکرار شي.
موږ باید د تېر وخت هر هغه څوک، که یې ځان ملي اتل، مارشال، پوهاند، انجنیر یا بل هر لقب باله، د لقب پر ځای د هغه د عمل له مخې وارزوو.
نه هر مارشال اتل دی، نه هر پوهاند د پوهې نښه ده، نه هر انجنیر د هېواد جوړوونکی او نه هر قوماندان د ملت ژغورونکی.
د انسان ریښتینی مقام د هغه په عمل، اخلاقو، خدمت او له ولس سره په چلند معلومېږي.
درنو هېوادوالو!
افغانستان نور د وینو، انتقام، نفرت، قومي او سمتي جګړو توان نه لري. زموږ ملت له څو لسیزو جګړو وروسته سولې، ثبات، امنیت، عدالت او یو روښانه راتلونکي ته اړتیا لري.
نو راځئ چې د تېر وخت له تجربو عبرت واخلو؛ د نفرت او جګړې فرهنګ ته اجازه ورنه کړو چې بیا راژوندی شي؛ او د هېواد د اوسني حالت د اصلاح او پرمختګ لپاره له موجود نظام سره رغنده، صادقانه او خیرخواهانه مشورې شریکې کړو.
که نیمګړتیا وینو، اصلاح یې وغواړو؛ که ښه والی وینو، ملاتړ یې وکړو؛ خو د افغانستان راتلونکی دې د شخصي، قومي او سمتي عقدو قرباني نه شي.
ملت باید پوه شي چې د تېرې جګړې اتلان که ریښتیني وو، که جعلي؛ د هغوی تاریخ باید په احساساتو نه، بلکې په اسنادو، اعمالو او حقیقتونو مطالعه شي.
موږ داسې افغانستان غواړو چې د زور پر ځای قانون حاکم وي، د نفرت پر ځای یووالی وي، د جګړې پر ځای امن وي او د شخصي قدرت پر ځای د ملت خیر لومړیتوب ولري.
راځئ د تېرې تباهۍ فصل وتړو او د یوه امن، باعزته او متحد افغانستان نوی فصل پرانیزو.
والسلام علیکم ورحمة الله وبرکاته
لیکوال: عبدالرحمن نیازي
