استاد سیاف صاحب ته!
اول خو یوه مشوره درته لرم: توبه وباسئ! عمر مو تېر شوی، د ژوند ماښام مو رارسېدلی او د قبر دروازې ته نږدې یاست. کېدای شي توبه مو قبوله شي او کېدای شي نه شي؛ دا پرېکړه یوازې د احکام الحاکمین، الله جل جلاله په لاس کې ده. خو تر هغې ورځې مخکې چې د عملونو کتاب وتړل شي، لا هم د توبې او رجوع فرصت شته. دا زما لومړۍ او وروستۍ مشوره ده.
اول خو یوه مشوره درته لرم:
توبه وباسئ! عمر مو تېر شوی، د ژوند ماښام مو رارسېدلی او د قبر دروازې ته نږدې یاست. کېدای شي توبه مو قبوله شي او کېدای شي نه شي؛ دا پرېکړه یوازې د احکام الحاکمین، الله جل جلاله په لاس کې ده. خو تر هغې ورځې مخکې چې د عملونو کتاب وتړل شي، لا هم د توبې او رجوع فرصت شته. دا زما لومړۍ او وروستۍ مشوره ده.
اوس راځم حقیقت ته
تاسو ملت، تاریخ، اسلام او افغانیت ته په میراث کې څه پرېښودل؟ کلونه کلونه مو د لویو لویو شعارونو خبرې وکړې؛ کله مو ویل فلسطین به آزادوو، کله مو د بیت المقدس د آزادۍ خبرې کولې، خو په عمل کې څه وشول؟ فلسطین آزاد نه شو، بیت المقدس آزاد نه شو؛ بلکې هماغه دښمنانو ته مو د خیرات او مرستې لاسونه وغځول چې د مسلمانانو پر وړاندې ولاړ وو.
د کشمیر د آزادۍ شعارونه مو هم ورکول؛ خو کشمیر لا هم آزاد نه شو. هند مو غندلو، خو وروسته مو له هماغه هند سره ناستې ولاړې او اړیکې جوړې کړې. پخوانی پاچا ظاهرشاه مو نه مانه او د هغه پر ضد مو دریځ درلود؛ خو بیا هم له هماغه پاچا سره کښېناستئ. د مسلمانانو د مخالفت پر مهال مو د «ستمي ټلواال» مفتی او دیني څېره هم بلل کیدې.
ستاسو د کورنۍ په اړه هم د خلکو پر خوله د ممتاز او نورو کسانو د بدماشۍ، د خلکو د جایدادونو د غصب او د زورزیاتي خبرې شوې دي، او ویل کېږي چې تاسو به په ځینو جرګو کې هم د همدې مسایلو په اړه ګډون کاوه. که د خلکو دا شکایتونه ناسم وي، نو د تاریخ او ملت پر وړاندې یې روښانه ځواب ورکړئ؛ ځکه د خلکو د مال، عزت او حق موضوع د شعارونو په وسیله نه حل کېږي.
تاسو د صلیبي اشغال پر مهال د هغوی ترڅنګ ناستې او خبرې کړې دي؛ خو نن د ملت، اسلام او افغانیت د استازیتوب دعوه کوئ. په تېرو کورنیو جګړو، ورانیو او وینو کې هم ستاسو سیاسي او پوځي نقش له تاریخه نه شي پټېدای. د افغانستان ښارونه وران شول، افغانان ووژل شول، کورونه ویجاړ شول او د یوه نسل ژوند تباه شو.

نو پوښتنه دا ده:
استاد سیاف صاحب! په کومو سترګو د ملت، اسلام او افغانیت خبرې کوئ؟
هغه ملت چې د جګړو له امله یې کورونه وران شول، هغه کورنۍ چې خپل عزیزان یې له لاسه ورکړل، هغه خلک چې د زور، غصب او جګړو قرباني شول؛ هغوی حق لري له تاسو او له ټولو هغو مشرانو پوښتنه وکړي چې د دې هېواد په تېر تاریخ کې مو رول درلود.
تاریخ د شعارونو په وسیله نه بدلېږي. تاریخ د انسانانو په وینو، کړنو او پایلو لیکل کېږي. نن که څوک د ځان لپاره د مجاهد، مشر، عالم، ملي شخصیت یا د اسلام د خدمتګار نوم اخلي، باید لومړی خپل تېر ژوند د ملت، شریعت او خپل وجدان مخې ته کېږدي.
تاسو که د ملت لپاره د خیر خبره کوئ، نو لومړی د خپل تېر حساب ته وګورئ. که تېروتنې شوې وي، په زړورتیا یې ومنئ. که د خلکو حقونه تر پښو لاندې شوي وي، د حقونو د ادا کولو هڅه وکړئ. که د جګړو او ورانیو په برخه کې ستاسو له لاسه څه شوي وي، له الله جل جلاله څخه بښنه وغواړئ او له خلکو څخه هم د خپلو تېرو کړنو عفو وغواړئ.
له ځان سره په خلوت کې کېنئ، خپل ګریوان ته وګورئ او له خپل وجدان څخه پوښتنه وکړئ:
ما افغانستان ته څه ورکړل؟
ما ملت ته څه پرېښودل؟
ما اسلام ته څه خدمت وکړ؟
او زما د ژوند په کتاب کې به د قیامت په ورځ د مظلومانو د حقونو پوښتنې ته څه ځواب وي؟
د عمر وروستۍ برخه د نوي شعارونو لپاره نه، بلکې د توبې، استغفار، د حقونو د ادا کولو او له الله جل جلاله سره د رجوع لپاره تر ټولو مهم فرصت دی.
ما په دې دنیا کې ډېر داسې خلک لیدلي چې له خپل تېر څخه یې شرم نه دی کړی؛ خو صادقانه ووایم، ستاسو په څېر مې ډېر کم لیدلي چې د دومره درنو تاریخي پوښتنو باوجود لا هم د ملت، اسلام او افغانیت د درس ورکولو هڅه کوي.
«حَسْبُنَا اللَّهُ وَنِعْمَ الْوَكِيلُ»
له الله جل جلاله څخه وېرېدل، توبه ایستل او د مظلومانو د حقونو درناوی د هر انسان تر ټولو لویه بریا ده. د دنیا مقام، شهرت، سیاست او شعارونه ټول تېرېدونکي دي؛ خو د آخرت حساب پاتې کېږي.
والسلام
عبدالرحمن نیازی
